کور / د ډيورنډ کرښه / د روغتیا، بهرنیو چارو او قبائیلو وزیران که د ستونزي حل نلري استعفا دي وکړي

د روغتیا، بهرنیو چارو او قبائیلو وزیران که د ستونزي حل نلري استعفا دي وکړي

زرګونه انسانان په هیواد کي د روغتیايي اسانتیاوو د نېستۍ یا په روغتیايي برخه کي د فساد، ټیټ کیفیت او دې ته ورته نورو دلیلونو پر بنسټ د ډیري بېوزلۍ سرهٔ سرهٔ بیا هم مجبورېږي په زرګونو افغانۍ پاسپورټ واخلي او په نیمو شپو د پاکستان د ویزې اخیستلو دپاره په اوږدؤ کتارونو کي نه زغمونکی انتظار وکړي چي په پای کي بیا هم د ولایتي شورا له وکیل څخه ونیسه د پارلمان او مشرانو جرګې تر وکیلانو او نورو پټو او ښکاره مافیايي کړیو د ګټو او فساد قرباني کیږي حتی درملنه او ویزه اخیستل ورته د ژوند په بیه تمام سي چي دا د یوه نظام، دولت او حکومت په شتون کي خورا د شرم وړ خبره ده.

دا په تصویر کي شاوخوا سل زره انسانان چي وینئ دا نن په ننګرهار کي د پاکستان د ویزې اخیستلو ته راټول سوي وو چي له بده مرغه لسګونه ناروغان، ښځي او ماشومان پکښي تر پښو لاندي مړه او زخمیان سول.

دلته څو خبري ډیري مهیمي دي:

۱- د بهرنیو چارو وزارت، د روغتیا وزارت او قبایلو و سرحدونو چارو وزیران که نن استعفی ورنکړي نو کله به یې ضمیر او وجدان ولړزېږي!؟ دوی به کله خپل ورسپارل سوی مسولیت کله پیژني؟

۲- که دولت له تېرو داسي پېښو زدکړه نه کوله نو د نننۍ شرمناکه غمیزي څخه دي زدکړه وکړي او دداسي پېښو دمخنیوي دپاره دي په هیواد کي دننه روغتیايي اسانتیاوي برابري کړي چي هم مو د خلکو ژوند ژغورلی وي هم هره میاشت په ملیونونو ډالره پنجابي جېبونو او بانکونو ته ولاړ نه سي.

۳- ننګرهار او پېښور یوه خاوره ده، دلته یو قام او یو #واحدملت مېشت دی، دلته په ویزه تګ راتګ هیڅ ډول قانوني حیثیت باید ونلري، ولس او دولت دواړو ته پکار دي چي پر #ډیورنډ جوړو سوو ټولو دروازؤ د ټولو افغانانو تګ راتګ د تذکیرې او شناخته کارټ د کنترول کچي ته راټیټ کړي او تر ټولو یې اسانه کړي.

دا د دولت مسولیت دی چي هم دیپلوماتیک چینلونه وکاروي هم نیمه او بشپړ ملي امنیتي چینلونه او هم د قبایلو وزارت دلاري مېشت قبایل د مدني حرکتونو او مزاحمتونو رامنځته کولو ته وهڅوي چي دا ستونزه د #ډیورنډلاین منحوثي کرښي تر یو مخ ختمېدلو پوري حل سي.

د #ډیورنډکرښي د ژر تر ژره له منځه تلؤ او بیرته لوی افغانستان د جوړیدؤ په هیله.

عبدالله احسان

په ننګرهار کي د پاکستان کونسلګرۍ مخته د وېزې دپاره د ټوکن اخیستلو په ګڼه ګوڼه کي لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي ډیري یې ښځي دي.#Nangarhar

Posted by Abdullah Ehsan on Tuesday, October 20, 2020