کور / هراړخیز / د باران او واوري د اوبو زخیره کولو وطني او ساده لاري چاري

د باران او واوري د اوبو زخیره کولو وطني او ساده لاري چاري

عبدالحمید هلمندی

د باران او واوري د اوبو د زخیره کولو لپاره باید د خپلو کورونو، ښوونځیو دفترونو او نورو حویلۍ داسي جوړي کړو چي هیڅ اوبه بهر او لښتیو ته ونه بهیږي بلکي ځای پر ځای باید را جمع او ځمکي ته چارج سي. مثلا: د کورو د سرای او نورو په مابین کي کوچنۍ باغچه لږ کښته او چهار اطراف یې داسي جوړ کړئ، چي لږ لوړ وي او اوبه له هر طرفه باغچې ته راسي.

پخوا به زموږ نیکونو او پلرونو د باران د اوبو د مخنیوي لپاره له ډيرو ښو طریقو کار اخیستئ. مثلاً د کلي په سطحه به یو خندق موجود وو او د ټول کلي اوبه به هلته را جمع کېدلې او بیا به ټول کال هلته د شاوخوا کورونو هیلۍ پکښي ګرځېدلې او یوه ښکلې منظره به یې رامنځته کړې وه. دې کار به هم اوبه له بېځایه بهېدني را ګرځولې او هم به د ځمکي د اوبو سطحه غني ساتل کېدل.

پخوا زما په یاد دي، په ډیرو ولایتونو کي به خلکو د باران او واوري د زخیره کېدو لپاره غټي غټي کندي کښلي وې او په هغه کي به یې اوبه او واوره را جمع کول.
اوس هم کولای سي چي له همدې لارو کار واخلو لکه په عکسونو کي چي وینو.