کور / روغتيا / لایپو سکشن یا د اضافه وازګی لری کول د ماشین په ذریعه څه ته وایی او جانبی عوارض یی څه دی ؟

لایپو سکشن یا د اضافه وازګی لری کول د ماشین په ذریعه څه ته وایی او جانبی عوارض یی څه دی ؟

‎‎د وزن کمول د نړی په سطحه یو تر ټولو لوی مشکل دی , عام خلګ ‌‌‌‌‌‌ډیر ورسره په تکلیف دی خو ددی مشکل حل په عادی حالت کی په ماشین او یا طبی پروسیجرونو باندی نه کیږی ، ځوانان او هغه کسان چی کومه مریضی نه لری وزن کمول یی بی له سپورت او پرهیز څه ناممکن دی

‎ځنی طبی پروسیجرونه سته چی په هغو انسانانو کی اجرا کیږی چی ددوی وزن د سپورټ او پرهیز په ذریعه ناممکن وی ، مثلا د یو چا وزن تر 120 کیلو ‌‌‌‌‌‌ډیر وی او یا هم هغه انسانان چی د زړه ناروغی یا د پښو تکلیف لری چی سپورټ کول ورته ‌‌‌‌‌‌ډیر مشکل وی داسی مریضان باید د طبی پروسیجرونه په ذریعه خپل وزن کم کړی

‎عموما ځوانان او یا هم هغه کسان چی نور امراض نه لری باید هیڅکله د طبی پروسیجرونو په ذریعه وزن کم نه کړی ، د وزن کمولو طبی پروسیجرونه ټول ‌‌‌‌‌‌ډیر سخت جانبی عوارض لری چی یوازی باید په هغه وخت کی اجرا سی چی اشد ضرورت وی

‎لایپو سکشن یا د وازګی لری کول د ماشین په ذریعه هم یو د همدی طبی پروسیجرونو څه شمیرل کیږی چی باید د جراحی پلاستیک داکتران یی اجرا کړی

‎لایپوسکشن ماشین کولای سی د هر ځای څه چی تاسی وغواړی وازګه لری کړی خو د بدن وازګه په یو ځل د یو ساحی څه لری کول صحی نه دی او کولای سی د هغه ساحی پوستکی ته سخت ضرر ورسوی ، د هغه ځای پوستکی کیدای سی خپل حس د لاسه ورکړی او عصبی ریشتی یی متضرری سی ، او که چیری هغه ماشین وی چی د التراساوند لاری د حرارت په ورکولو سره وازګه ویلی کړی کیدای سی هغه ساحه وسوزوی چی بیا د میکروبی کیدو امکان هم لری

‎لایپو سکشن په نړی کی شل کاله مخکی مروج سوی ، خو هغسی نتیجه یی نه ده ورکړی لکه توقع چی کیدل
‎په افغانستان کی اوس دا ماشینونه راوړل سوی نو عام خلګ باید وپوهول سی چی نوموړی طریقه اول دا چی ښه نتیجه نه ورکوی دوهم دا چی ‌‌‌‌‌‌ډیر سخت جانبی عوارض لری

‎داکتر عبدالرزاق حرمان