د امنیتي ځواکونو پر ضد د ناوړه تبلیغاتو تر شا څوک دي؟

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2020


په دې ورځو کې د جنګ د شدت، د ملکي او پوځي تلفاتو او د اسیرانو په اړه پروپاګنډ زور اخېستی دی او له دې لارې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه او دفاع کمرنګه او کمزورې ښودل کېږي.

دا جنګ، ملکي او نظامي تلفات او د خلکو بیځایه کېدل کومه نوې خبره نه ده، د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې حالت در په یاد کړی چې په سروبي او تګاب کې څه حال و، کونړ، نورستان، روزګان او پکتیکا خو بیخي چا ولایتونو کې نه حسابول، ځکه هلته به همیشه جنګ روان و. دغه راز که مو یاد شي، بهرنیو ځواکونو د مارجې او کجکي په جنګ څومره تلفات ولیدل او تر کجکۍ یې یو توربین په میلونونو ډالرو لګښت هلته یوړ او نصب کړ. لږ تر لږه دا پنځلس کاله همدا حالت روان دی. خو زموږ رسنۍ او اکثره پاخه لیکوال د ارقامو او دقیقو احصایو سره ستونزه لري، ځکه مقایسوي بحث د ارقامو په مټ کېږي او دوی ځانته دا تکلیف نه ورکوي چې معلومه کړي، ایا رښتیا جنګ زیات شوی او که کم، د دولت د حاکمیت ساحه پراخه شوې که کمه شوې، زموږ پوځ پياوړی شوی او که کمزوری شوی؟
اول، خو د تجهیز، تمرین او مسلک له پلوه زموږ امنیتی او دفاعي ځواکونه هره میاشت او هر کال د پیاوړتیا په حال کې دي. پنځه شپږ کاله پخوا در یاد کړی، چې په کونړ او نورستان کې جنګ و، زموږ د ځواکونو دوه چورلکې په فراه کې مصروفې وي او دغه محاصره شویو سرتېرو ته رسیدګي نه کېده. اوس لسګونه الوتکې شته او ژر ور سېږي، تازه پېښو کې لکه د ننګرهار په سرخرود او خوګیاڼو کې تاسې ولیدل چې څنګه ور ورسېدې او د دښمن برید یې نطفه کې خنثا کړ. دغه راز د هلمند په جنګ کې په سرو ګولیو کې زموږ بلک هاک چورلکې کېناستې او اکمالات یې وکړل. دا زموږ د پیلوټانو د قربانیو او سرښندنو غوره بېلګه وه. ددغو قربانیو باید قدر وشي. اوس همدا وضعیت د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کلونو سره مقایسه کړی چې هغه وخت ۱۳۰زره بهرني ځواکونه او تر ټولو مجهزې الوتکې یې درلودې او په مقابل کې يې طالبان د اوس په پرتله کمزورې وسلې درلودې او لکه د اوس په څير یې لایزري وسلې نه لرلې.


دویمه، خبره که تېرو درې څلورو کالو ته وګورو، طالبانو هر کال په همدې فصل او میاشت کې خپل ټول زور او قوت استعمال کړی دی، دوه ځلې د کندوز سقوط همدغه میاشت کې واقع شو، د فراه او غزني سقوط ته نږدې کېدل همدې میاشتو کې وشول او سږکال یې ټول تمرکز د هلمند په سقوط راټول و. بل پخوا حکومت د شپې له مخې عملیاتو اجازه درلوده او لکه د اوس په څير دفاعي حالت کې نه و، اوس د دوحیې د مذاکراتو په خاطر زموږ سرتېري د دفاع حالت کې دي، شپني عملیات بند دي، یوازې طالبان تعرضي حالت کې دي، خو بیا هم په هر تعرض کې یې سلګونه تنه تلفات پرې ايښي وي او ناکام شي. جنګ کې مړي کېږي او دا څه نوې خبره نه ده، مامور هم وژل کېږي، انفجار هم کېږي او دا لړۍ لا هم روانه ده او له بده مرغه د مذاکراتو له پيل سره هم طالبانو اوربند ته غاړه کېنښوده او لا هم خپل زور وهي چې لږ تر لږه یو ولایت سقوط کړي.
درېیمه، خبره دا ده چې زموږ سیاسیونو په تېرو کالو کې پریمانه امکانات او پیسې پیدا کړې، دغه کلونو کې چې دوی په واک کې و، د پيسو په راټولولو مصروف و، د جنګ له ډګره بې خبره و، اوس چې په کور کېناستلي دي، هره ورځ حکومت د جنګ په برخه کې په بي کفایتۍ تورنوي او د خپلو امکاناتو نه په استفادې هڅه کوي حکومت د طالبانو په مقابل کې کمزوری ښکاره کړي. د ناراضه سیاسیونو تبلیغات د طالبانو له تبلیغاتو سره یو ځای شوي او ټوله فضا یې نیولې ده او حتا دغه سیاسیون اوس تر حده سپین سترګې شوي چې په ښکاره وايي یا موقف راکړی یا اسلام اباد او تهران ته ځو. ښه بېلګه یې د حج او اوقافو وزیر دی چې څه موده مخکې له دندې لري شو، په بل سبا یې کنفرانس ونیوه او ملایان یې راټول کړل ویل، حکومت سکولر دی او د علماوو قدر نه کوي. دلته که ملا د قدرت نه لرې شو، بیا وايي حکومت علماوو سره مشکل لري، که پښتون مشر لرې شو وايي، حکومت پښتنو سره مشکل لري او دغسې که بل لرې شو، بیا به د هغه قوم ټیکه دار جوړ شي. سیاسیون دومره سپين سترګي شوي چې خپل شخصي مشکل ته قومي، دیني او د ملي مشکل رنګ ورکوي او بیا د خپلو پریمانه پيسو او افرادو په زور د طالب په ګټه تبلیغاتو ته کش ورکوي او په دغه لړ کې ډېر عصاب خرابه ځوانان چې زړونه یې ډک دي، د دوی د خبرو تر تاثیر لاندې د هغوی په لین روان شي.
که نه منی تاسې په اسلام اباد کې د حکمتیار خبرې واورئ، هغه څه ویل، همدا خبره یې کوله چې حکومت عمر پای ته رسیدلی، نظام سقوط کوي او پوځ دفاع نشي کولای، که تاسې هم په دې باور یاست بیا نو کټ مټ د حکمتیار او پاکستان د خبرو تاييدونکي یاست.
په قطر کې طالبانو سره د مذاکراتو وروسته، امریکايي او کابل کې له هغو پورې تړلو رسنیو دومره تبلیغات وکړل چې ګنې سوله راغله او خلکو ته هیلې پيدا شوې، خو تر اخره طالبانو اوربند ته غاړه کېښنوده بلکې جنګ یې لا شدید کړ.
هغه ټپه ده چې وايي:
زما نصیب کې جانان نشته
که دتعویض پر ځای ملا په غاړه کړم
نو داسې ښکاري چې زموږ په نصیب کې اوربند نشته او نه به یې تر هغو درسره ومني چې بیا کابل د اویایمو کلونو په څير لوټه لوټه نه کړي، دا څنګه مذاکرات دي چې تر اوسه یې په چارجوب جوړولو نه دي سره جوړ شوي. که دوی همداسې په خپلو خرو سپاره وي او د فتحې خوبونه ویني، بیا خو جنګ موږ او تاسې ټولو ته را له غاړې دی.
د لرغوني روم مشهور تاریخ لیکونکی کورنیل نیپوت وايي:
که سوله غواړی، جنګ ته چمتو اوسه!
او پښتو متل دی چې جنګ کې حلوا نه ویشل کېږي، جنګ کې مړي کېږي، تلفات به وي، ملکي زیانونه او اقتصاد به خراب وي. په داسې حالت کې بې طرفي نشته، ځکه پیشو هیڅکله په دې فکر نه کوي چې موږکان یې په اړه څه نظر لري.

نثار احمد احمدي

Copyright Larawbar 2007-2024