کور / سياسي / د سولې مذاکرات که د بل جنګ تصمیم ؟

د سولې مذاکرات که د بل جنګ تصمیم ؟

 پښتون ځیرک – پاریس

لیکنه خو خامخا اوږده ده ستاسو حوصله غواړم تر څو د افغانستان د سولې روان جریان، موجوده مځکني حقایق، زموږعامو افغانانو د تشویشونو په اړه  ډیر څه لوستلو ته لرو . موږ افغانان ډیر وروسته په یوه موضوع خبریږو. لوړه درجه حکومتداري یا په ځانګړې توګه د هېوادونو مشران د لوبي په ټولو خواوو خبر وي. له دې لیکنې زموږ هدف د عام اولس فکر روښانول او له روانوموضوعاتو خبرول دي. دا لیکنه د افغانستان د سولې اوسني ګرم بازار، شته فرصتونو، حقایق، د سیمې د هېوادونو بیره، د هغوی ننګونې او حل لاره درته بیانوي.

د سولې اوسنیو مزاکراتو ته لنډه کتنه:

د امریکا او طالبانو مذاکرات تراوږده دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا سولې ته د ځورېدلو افغانانو په ژوند کې هیلې را وټوکېدلې. دوی فکر کوي چی له پردیو جګړو او (۴۰) کلن نامعلوم جنګ څخه به خلاصون مومي. خوشبختانه د یوې میاشتې په تېرېدو سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شوي دي، خو بیا هم د سیاست په برخه کې د هېواد راتلونکي په اړه نهايي هوکړې ته د رسېدو له پاره لږ پرمختګ نه دی شوی.

د خبرو اترو لپاره د بسنټ یزو اصولو وړاندې کول.
د جنجالي مسایلو او د شخړو د هوارولو لپاره د چوکاټ رامینځته کول.
د خبرو اترو اجنډا ټاکل او داسي نور….

یو ځل بیا په ټولیز ډول د افغانانو غلطو انګیرنو، بېځایه خوشباوریو، د ځمکنیو حقایقو او واقعیتونو په ښه ډول سره نه تحلیل کول د افغانستان په راتلونکي سیوري پریښی دی. راځئ نور بېځایه خوشباوره نه اوسو او د تیر ځل په څير بیا له خپلي لمنېاور وانخلو چې په پایله کی یو کنډواله وطن را پاته نشي. سیاست د جوش نه، بلکه د هوش لوبه ده. پورته خبرې د حیرانتیا وړ ندي، طالبان لېواله دي چې د دوحې تړونونه د خبرو اترو اساس جوړ کړي، ځکه امریکا یاد تړون طالبانو ته په امتیاز ورکولو سره د افغانستان دولت په بشپړ ډول له پامه غورځولی دی. په تړون کې نهپر مخالفینو غږ شوی چې له تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه لاس واخلي او نه یې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د دولتي او غیر دولتي فعالینو ترمینځ هر ډول هوکړې ته له منطقي پلوه اړین عکس العمل وښیی. بل خوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولتي پلاوي په کابل کې د لویې جرګې وروستی چوکاټ او د سولې د ټینګښت په اړه د متحده ایالاتو او افغان حکومتونو ګډې اعلامیېته اشاره کوي.

1. د دایمي اوربند په اعلانولو یا د تاوتریخوالي کمولو په اړه د طالبانو د نه دلچسپي له امله دا پروسه نور هم پېچلې کړې ده. په دا ورستیو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد وړاندوینه هم کړې وه چې طالبان به تر هغه پورې دایمي اوربند ونه مني تر هغه چې له کابل سره سیاسي موافقه نه وي شوي، مطلب امریکا پر طالبانو د اوربند فشار نشي راوستلی، ولې مخکې خلیلزاد څو ځله ویلي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي. اوس مسله دا ده، که چیرې د تاوتریخوالي کنټرول د دواړو اړخونو له لاسه وتلی وي نو دا باید ومنو چې د سولې ټوله پروسه به په جدي ډول لهخطر سره مخ کړي.
2. د سپټمبر په وروستۍ اونۍ کې اسلام آباد ته د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سفر د پام وړ و، دلته شک شته چې د دوحې خبرې د اسلام آباد د خبرو په پرتله په عملي ډول یوه فرعي اقدام و که به عملاً کومه لاسته راوړنه ولري.

ځمکني حقایق څه دي؟

طالبان د افغانستان د ډیرو برخو د کنټرول ادعا کوي، خو د دوی مشري په پاکستان کې ده. دوی دا خپله جمله که د سره تر پایه په غور ولوستل شي، نو یوه یې له بلې سره ټکر لري.په ټول (۲۰) کاله څه چې هغه د (۷) کلن حکومت په دوره کېهم د افغانستان خلکو ته د یوې لاسته راوړني ثبوت نه لري، پرته له وراني او د بنسټونو له نړولو.
تر ټولو مهمه دا چې د پاکستان امنیتي ادارو د افغانستان لپاره “د پرمختګ یوازینۍ لاره” د طالبانو د ډلي سره بیله چون چراو ، په هر قیمت او حتا د نظام په ړنګېدو سربیرههم د افغان حکومت او طالب ډلې تر منځ سوله ټاکلې ده. حقیقت دا دی چې د پاکستان امنیتي جوړښت کې د طالبانو اصلي ملګرو د دوحې پرځای په اسلام آباد کې د بین الافغاني خبرو کوربه توب غوره کاوه، خو دا د ملا اختر محمد منصور له خوا ځکه رد شو او پر ځای یې قطر وټاکل شو.په یوه کال کې (۱۳) ځله  اماراتو ته سفر، طالبانو ته د مالي امکاناتو را ټولول، د اماراتو او طالبانو تر منځ نیټورک جوړول، طالبانو ته د لابي کولو او طالبانو ته د فکري ویښتا په انتقالولو سره پاکستان نارضایتي د لمر په څیر مالومه وه،ځکه نو وروسته د امریکا او پاکستان په ګدو عملیاتو کی وژل شو. زموږ په ګټه قطر تر پاکستان د بین الافغاني خبرو یا په مجموع کې د افغان سولې د پروسې لپاره بهترین ځای دي.
د پاکستان یو شمېر لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو تر منیځ د اسلام اباد انتخاب د بین الافغاني خبرو پر سر دا ویره هم ده چې په (۱۹۹۲) م کال کې د آی اس آی د ناکامه هڅو زړې خاطرې یو ځل بیا د افغانانو په ذهنونو کېراوګرځوي، کله چې مجاهدینو ډلې په کابل کې د حکومت جوړولو له پاره له یو بل سره ونښتل او افغان بنیادونه یی له منځه یوړل. د بېګلې په توګه نن هم (۷۳) زره بایومیتریک حذبیان په هېواد کی شتون لري.
پاکستان په خپله خاوره کې په ډیرې سپین سترګۍ سره د طالبانو د پټن ځایونو شتون رد کړ، بیا یې د طالبانو موجودیت ومانه او تر هغه وروسته یې طالبان وهڅول چې له امریکا او افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. په همدې طالب یې له تېرو شلو کلونو را په دېخوا د خپلو افغانانو وینې تویې کړې، خو نن یې سپین، پاک او د سوله خوښونکې ډله معرفي کړل. له همدې امله د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د دوحېتړون په پاکستان کې د طالبانو د پټن ځایونو یادونه نه کوي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او افغانستان سیاسي او نظامي مشران له کلونو راهیسې د دې پټن ځایونو لرې کولو غوښتنه کوي او واضح وایي چی جګړه، د جنګیالیو پټن ځایونه او د هغو ملاتړي د افغانستان د قلمرو څخه د باندې دي.
د افغانستان  له پاره د امریکا یو اصلي دلیل د طالبانو پروړاندې د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې بنسټ ییز بدلون دی.د سپټمبر تر یوولسمې را وروسته سمدستي واشنګټن د طالبانو حکومت نسکور کړ او هغوی یې د تروریستي سازمان او د القاعدې یوه فرعي ډله وبلله. له شاوخوا دوه لسیزو جګړو وروسته د امریکا دریځ بدل شو، پوښتنه هیچا ته نه پیدا کیږي چې ولې ؟ په لنډه موده کې د طالبانو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي ګټو په را نیږدې کېدو کې لیدل کیدای شي. د ټرمپ اداره غواړي د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او د خپل بهرني سیاست د بري ادعا وکړي. اما طالب بیا په قطر کی د امریکا په امکاناتو د امریکا د تسلیمېدو او د خپل  کاذب بريجشنونه لمانځي، خو د واړو خوږو یارانو بیا هم د زوریدلي افغان د برخلیک غم نه بلکې خپلو سیاسي ګټو غم اخیستي دي.

زموږ وهم (بیره):

د افغانانو کله ښه ورځ په نصیب ده، یو جنګ ختم شوی نه وي، بل بیا پیل وي. په هرصورت تر څو چی پر خپلو مفاداتو او ګټو بحثونه ونه شي او موږ د یوه ملت په څیر سره را څرګند نه شو، دا جنګ به تل زموږ میلمه وي (چی اسلام اباد تر څو اباد وي، تر هغو به کابل به وران وي). موږ به بیا هم ګنګس یو چی سوله کېږي، که بل جنګ شروع کېږي. نور باید افغانان ویښ شي او عملاً د یو هېواد په سیاست کې برخه واخلي، په ځانګړې توګه لنډه د سولې په اوسنۍ پروسه کې؛

د طالبانو په اړه د متحده ایالاتو نوی دریځ له د چین سره د لوېدیځ د نوې سړې جګړې یوه برخه ده او له دغه دریځ څخه د متحده ایالاتو دواړه لوی سیاسي ګوندونو ملاتړ هم کوي.

امریکا شرط لري که چیرې پاکستان د امریکا دښمن هېوادونه خصوصاً (چین) سره د اړیکو کمولو او بلاخره تر پرېښودلو وروسته کولاي شي د طالبانو د ضمانت کوونکو هېوادونو په ډله کې شاملېدای شي، نو متحده ایالات هم کولی شي،چي طالبان د بیجینګ پروړاندې په نوي نړیوال لیک کې د احتمالي متحد په توګه غوره کړي.
که چیرې د امریکا سیاست مطالعه کړو، نو واشنګټن، د القاعدې او یو شمیر نورو ډلو برعکس، هیڅکله طالبان د امریکا خاورې ته ګواښ نه بولي. واشنګټن طالبانو ته د یوې سیمه ییزې مسلې په توګه ګوري چې کولی شي د چین، روسیې، ایران او هند لپاره ستونزې رامینځته کړي. په دغه حالت کې نو ولې امریکا غواړي چې طالبان په بشپړ ډول له مینځه یوسي؟ ځکه امریکا پوهېږي چي طالب او پاکستان دواړه یوه پروژه ده، یو له بل سره بنیادي اړیکي لري. که طالب شتون ونه لري، نو پاکستان خو بل کوم خاص تولید نړۍ ته نه لري. پخواني مجاهد، اوسني طالب او نوی داعیش یوه پروژه ده. دا پروژه به تر هغو جاري وي، تر څو د امریکا ګټي په سیمه کی وي.
پاکستاني مشران په دې باور لري، چې یو ځل بیا د طالبانو پهراتګ سره دوی کولی شي ترڅو په افغانستان کې د طالبانو پر مټ خپلې ګټې خوندي کړي، صفوف منظم کړي، نفوس او تبلیغات زیات کړي، د جیوستراتیژیک او جیوپولیتیک اهداف رسماً مطرح کړي.
په افغانستان کې د طالبانو ځای پر ځای کولو له پاره د واشنګټن لیوالتیا یو مهم او پیاوړي اړخ لري. دوی بیا هم تمه لري چې د افغانستان په دولت او ټولنه کی د تیر په شان دمذهبي افراطیت پیاوړی کړي. ځکه خو په خوله د اسلامي نظام نارې وهي او د مذهبي ترمینالوژي استفاده کوي چی تر ډیره د عام اولس سر نه پرې خلاصیږي او ولس یو ځل بیا د عقایدو پر بنیاد په ددغو خبرو غولوي، تر ډیره یی په تاریکه کی وساتي، په بل عبارت په ګاونډي ایران کې، سني ملایان به د شیعه ملایانو سره سیالي وکړي. په پاکستان کې څلویښت زرو مدرسو څخه ډیری به وکولی شي، چې په افغانستان کې څانګې جوړې کړي. د نجونو لپاره جلا دیني ښوونځي به هم د صحنې برخه وي. دا به په افغانستان کې د طالبانو تنظیم پیاوړی کړي او د جنګ لپاره به یو نوی فصل وي.
پر طالبانو د خپل نفوذ سربیره، د پاکستان نظامي رهبري د پخوانیو مجاهدینو مشرانو سره پخوانۍ او ژورې اړیکې لري. طالبانو او د پخوانیو مجاهدینو مشرانو په پاکستان کې زیاته پانګونه کړې او زموږ په هېواد کې پراخې اقتصادي ګټې لري. یو ځل بیا به د دغه ډلو د مشرانو سره پاخه ارتباطات موجود وي دا ډلي که څه هم د طالبانو په نسبت د پامه لویدلي دي خو اوس هم خپل وفاداري د پاکستان پر وړاندي څرګنده وي او د یوه الترناتیف په توکه پاکستان ساتلي دي. ښه مثال یی د ګلبدین و، چې څو ځلې یې په افغانستان کې د پاکستان له ګټو څخه ملاتړ وکړ:( پاکستان د افغانستان په جنګ کی ډیر زیان لیدلي دي).
د طالبانو د احتمالي واک پر سر د ګډ حکومت په ترڅ کېپاکستان د افغانستان په شمال کې مخامخ له کوم سیاستوال سره ستونزه نه لري خو په دې شرط چې دوی د طالبانو تر واک لاندې کار کولو ته لیواله وي. د ډاکتر عبدالله د سفر یوه لویه او مهمه موضوع د نوي تشکیل پر اساس د جمیعت یا شمالي ټلوالي ونډه او کاري امنیت خبره مطرح کول وه.
د طالبانو د احتمالي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د ملت پاله افغان مشرانو سره د مبارزې په پالیسۍ کې به پاکستان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو افراطي فعالیتونو ته دوام ورکړي. فعلا د افغانستان په شمول د محکومې پښتون خوا د وزیرستانونه او فاټا کې د طالبانو نوې ډلې په راتلو سره د پام وړ تشویشونه د ځان سره لري.
پاکستان د تجربو په اساس د افغان وطن د وطن پالو او نشنلیسټ مشرانو پوره ثبت لري، چې غواړي واک ته له راتګ څخه یې مخنیوی وکړي. په دې نوملړ کې هر مشر شامل دی چې په فعاله توګه د ملي ګټو له پاره ودریږي. د پاکستان استخباراتي ادارې په پاکستان کې د سیاسي معاملو او چلولو پراخه تجربه لري. دا مشران به یا وژل کیږي یا به د سیاسي دسیسو ښکار کیږي او په یوه او بله پلمه به بدنامیږي، په نن عصر کي د بدنامیدو ښه وسیله مذهبي او دیني ټاپه ده.
پاکستان به د افغانستان لپاره هر هغه عناصر تر وروستي امکاناتو پورې وسنجوي، راغونډ کړي او وکاروي لکه سوداګریز دهلیزونه، ویزو او د سرحد مدیریت څخه د داعش پروړاندې جګړې پورې هرڅه وکاروي. پاکستان د طالبانو په مرسته د مذهبي فتواو څخه کار واخلي ترڅو د اوربند له لارې د ټیټې کچې وسله وال طالبان وهڅوي چې په افغان حکومت کې برخه واخلي او له دې لارې په افغانستان کې دایمي رول او نفوذ ترلاسه کړي.
پاکستاني چارواکي د افغان ګوندونو ترمینځ د دایمي اوربند په اړه د خبرو اترو ماتولو لپاره چمتووالی نیسي. دلته خبره د افغانستان په حکومتي چوکاټ کی د پاکستان د ګټو تضمین دی.
نه یوازي د افغانستان د تیرو ۶ کالو د داخلی او خارجه پالیسیو بلکه د امریکا، اروپایي او نیږدې اسیایيهېوادونو د پالیسیو د تغیر په اساس اسلام آباد اوس مهال په اقتصادي رکود او داخلي سیاسي کړکیچ سره مخ دی، خو پاکستاني چارواکي د افغانستان اوسنۍ منظرې ته د یوې نادرې فرصت په توګه ګوری چې د سیمې، په ځانګړي توګه په مرکزي او جنوبي آسیا کې د خپل ځواک تثبیت کړي. د سارک هېوادونو په لیست کی پاکستان د هري نګاه څخه د لیست په پای کې د یوه بي اعتباره هېواد په شان ځاي لري.دا فرصت به نه یوازې د داخلي ځواک په حساب د پاکستان نظامي نیټورک غښتلې کړي، بلکه له لوی قدرتونو سره به اړیکې هم پیاوړي کړي.

 

خلاصه :

د افغانستان مسلې ته ټولې خواوې په ځانګړې توګه متحده ایالات او پاکستان باید په خپله تګلاره له سره غور وکړي. د ټولو خواوو ګټې تضمین کیدی شي د پخلاینې او پخلاینې د منصفانه تنظیم له لارې. حکومتونه به بدلون ته دوام ورکړي، خو دا په سیاست کی لویه ستونزه نه ده، په دې شرط چې “د لوبې اصول” ټاکل شویوي. د داسې اصولو او مقرراتو موافقې لپاره، د افغانستان اساسي قانون پراساس د افغانستان دولتي سیستم باید پیاوړی شي او دا هدف باید د ټولو هڅو مرکز وي. بیا به افغانستان د اسیا زړه پیاوړي هېواد او د سیمي په کچه به د نړۍ د هېوادونو له پاره د یوه قوي متهد په توګه پاته وي.

یوه خبره چې پاکستان ته له ډیره وخته تثبیت ده، هغه د افغانستان تاریخ په اوږدو کې د درغلیو، چم او فریب کارو د لویو لویو کښتیو د غرقولو په زړه پوري وړتیا لري. د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د شهید داکتر نجیب الله رحمة الله علیه د حکومت په وخت کی په (۱۹۸۹) م کال د مارچ په میاشت کې د جلال آباد برید یاد کړئ. په دې جګړه کې، د سړې جګړې “ګټونکو” خورا ډیر زیان لیدلی. په (۱۹۹۰) م کې د بهرني سیاستونو په مرسته د افغان سیاست کوچنی مدیریت په لویه کچه ناکام شو او دې ناکامۍ د سیمې او نړۍ له پاره ډیری ستونزې رامینځته کړې. په افغانستان کې دویښو او پر وطن مئینو ځوانانو شمېر مخ په زیاتیدونکي نفوس او کلیوالو سیمو ته د ښارونو پراخه تناسب په پام کې نیولو سره، د بهرني حل مسلط کول اسانه کار نه دی.

جغرافیه د هېوادونو تقدیر وي، زموږ تقدیر زموږ د موقیعت او خپلي ناپوهۍ څخه زموږ په وینو سور دی. راځئ نور خپل تقدیر په سمه لاره برابر کړو. د ګران هېواد په اړه فکر وکړو، په سیاست او په جوړولو کی ونډه واخلو.او د اکادمیسن رشاد صاحب خبره تکرار کړو چي (وطن پر هر چا ګران دی خو ما ایمان پرې راوړی).

بس افغانستان تر هر څه مهم دی ، افغانستان باید وژغورل سی.

درنښت،

ستاسو ځیرک