تازه خبر: د پېښور په صدر بازار کې چاودنه وشوه

34 | مې 16th, 2009


 
 نن (شنبه) ماښام د پېښور ښار په صدر بازار کې يوه درنه چاودنه وشوه چې له امله يې ١ يوه ښځه او ٤ کسان ټپيان شول. د چاودنې سره سم د نږديو دوکانونو اور واخيست.


د تفصيلاتو تر مخه دغه چاودنه د صدر د ګورا بازار د يو جامو په دوکان کې شوې ده. او د چاودنې سره سم پوليسو سيمه په خپله ګيره کې واخيسته.

هيره مو نه وي چې نن غرمه هم د پيښور د کاکشال نومي سيمه کې چاودنه شوي وه چې د يوي ښځي په ګډون ١٣ کسان په کې  ووژل شول او ٣٩ نور يې ټپيان کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024