کور / ترخې خبري / افغانستان باید له پاکستان څخه د جګړې تاوان وغواړي

افغانستان باید له پاکستان څخه د جګړې تاوان وغواړي

د مۍ په ۱۲ مه ، د پاکستان دولتمشر ښاغلي اصف زرداري ، د امریکا د ان . بې . سي جالپاڼې سره په یوه مرکه کې په ډانګ پېيلې اعتراف کوي چې ، دا د پاکستان ای ــ اس ــ ای او د امریکې سي ــ ای ــ ائ وه چې په افغانستان او سیمه کې يي د خپلې واکمنۍ د بسیا او غځولو په موخه طالبان راوزیږول .
د پاکستان دولتمشر نورهم زیاتوي او وايي چې « جنرال مشرف دا نظریه درلوده چې د کور خاوند ( افغانستان ) ته وایه چې کور ساته او غله ( طالبانو ) ته وایه چې غلا کوه » . په طبیعي توګه مشرف په داسې خبرې سره د ای ــ اس ــ ای جاسوسي سازمان ته اشاره کوي او یوازې ددې سازمان له لارې د مشرف داسې غوښتنه کېدونکې وه !
که زرداري د ځايي اختلافونو له کبله هم د مشرف په پته دا خبره کوي ، افغانستان ته توپير نه لري . د پاکستان هر دولتمشر که پوځي و او یا ټولټاکنو له لارې په پنجاب کې د واک پر ګدۍ ناست و ، په افغانستان کې يي لاسوهنه او تیرئ کړئ او اوس هم دا تیرئ ادامه لري .
د زرداري میرمن بېنظیر بوټو یو وخت رسنیوته ویلي و چې د طالبانو د رامنځ ته کېدو چلوټه لومړئ انګریزانو پکار اچولې وه ، امریکايي شرکت یونیکال او عربانو يي پیسې ورکړي دي او پاکستان هغه په عمل کې پلې کړې ده .
نورې زیرمې هم ډیرې دي چې د یاد شویو خبرو پخلئ کوي .
ملاتورجان د طالبانو د رامنځ ته کولو د پروسې په اړه په خپله یوه لیکنه کې لیکي :
« امریکا د طالبانو یو شمېر کسان د تنګ تانګ پنوم انستیتوت ته چې د امریکا په کلفورنیا کې پروت دئ د روزنې لپاره بوتلل او په خاصه توګه يي وروزل خو زیاته روزنه یی د هغو امریکایی کوماندویانو له خوا وشوه چې په راتګ سره يي د پاکستان په مطبوعاتو کې زیات عکس العمل پيدا کړ، دا کوماندویان په چراټ کې اوسېدل او د طالبانو په روزنه بوخت وو . دا مهال په کابل کې د نجیب حکومت و .»
په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او تیرئ اوږد تاریخ لري . که دا لاسوهنه او تیرئ چې افغاني سرچینو او نړیوالو رسنیو وخت په وخت رسواکړئ پخپل ځای پریږدو ، کله ناکله د پاکستان لیکوالو او رسنیو هم چې د پاکستان د دولت د پټولو د هڅو له موړګو اوښتې ، په ډاګه کړئ دئ .
پاکستانئ خبریال احمد رشید پخپل طالبان نومي کتاب کې یو ځای لیکي « د پاکستان دولت لا د مخه په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونو ته لاښوونه کړې وه ، هرڅوک چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي او د مجاهدینو په کتارونو کې وجنګیږي ، بېله پوښتنې ګروېګنې دې ویزه ورکړي.
« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . او نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ تر روزنې لاندې ونېول شول . »
بلخوا نصراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانئ وزیر او د مجاهدینو او طالبانو د ډلو روزونکئ او سمبالونکئ ، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې داسې وایی :
« دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ……نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .
لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو . مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي . هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و .
………بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال یو …….نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه …….بیا ما دوی امریکا ته بوتلل »
همدارنګه د ضیاالحق او د ای اس ای د پخواني مشر اختر عبدالرحمن د وخت شعار « کابل باید تل په اور کې وسوځیږي » د هر افغان او دسیمې د هر باخبر اوسېدونکي تر غوږ رسېدلې دئ .
د پاکستان لپاره دا توپیر نه لري چې په افغانستان کې څوک په حکومت کې دي . دوی د پاچا ظاهرشا ، ارواښاد داودخان ، د غوايي میاشتې له پوځي پاڅون څخه د راولاړشویو حکومتونو ، یا د دوی د خپلو تریننګ شویو مجاهدینو د حکومت پر مهال او یا په راوروسته کې د کرزي د حکومت په وخت ، په یوه شان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او تیرئ کوي .
په پنجاب کې که څه هم حکومتونه بدلیږي رابدلیږي ، خو د افغانستان پر وړاندې د پنجاب له دوښمنۍ ډکه پالېسي نه بدلیږي او ورځ تر بلې نوي لوري او ابعاد نیسي !
د ژینیو په تړون کې شوروي ژمنه کړې وه چې د ۱۹۸۸ کا د فبرورۍ تر ۱۵ مې نیټې پورې به خپلې لښکرې له افغانستان څخه باسي ، لکه څنګه چې هغه مهال د افغان حکومت په مټ همغسې وشول او د وخت حکومت چې مشر يي ارواښاد ډاکټر نجیب الله و ، دا ورځ يي د ملي ژغورون یا د نجات د ورځې په نوم یاده کړه ، خو بلخوا پاکستان هم ژمن و چې افغانستان ته د وسلو او وسلوالو مجاهدینو رالیږل بند کړي . مګر پاکستان ، افغانسان ته نه یوازې وسله او وسلوال ګروپونه بند نه کړل بلکې د همدې کال په مارچ کې يي د خپلو پوځونو په نیغ ملاتړ پر جالال اباد وسلوال برید وکړ ، چې شرموونکې ماتې سره مخ شول ، خو له دغې رسوايي او ماتې سره سره پاکستان بیا هم د افغانستان پر وړاندې د چلوټو له بندولو څخه لاس وانه خیست .
روسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې د لارې په شنډولو کې هم پاکستان د روسيي سره په چلوټه کې شریک شو . یوخوا پاکستان د ملګرو ملتو د پروګرام پر وړاندې ، په کابل کې بېطرف حکومت ته په عمل کې د واک سپارلو د بهیر په مخالفت کې ودرید او په پېښورکې يي د ژینیو د تړون پر خلاف د مجاهدینو حکومت جوړ کړ او بلخوا روسیي شمالټلواله پر کابل رامارش کړه ، چې ددغو دواړو هېوادو د توطیي په پایله کې د افغانستان ناورین تر ننه پورې ادامه لري .
د افغانانو په ټولوژنه او د افغانستان په ورانۍ کې پاکستان لویلاس درلود او اوس يي هم لري . دا چې د پاکستان واکمنان د افغانستان په ناورین کې د خپل ښکېلتون نارې خپله وهي ، باید د هغې تاوان ورکړي .
پاکستان او روسیه دواړه باید افغانانو ته د جګړې تاوان ورکړي .
اوس دا د افغان دولت پورې اړه لري چې د جګړې د تاوان خبره راپورته کړي . د افغانستان ملي شورا چې د تاسیس له وخته يي د خپلو شخصي ګټو پرته بل څه نه دي کړي ، باید له پاکستان څخه چې واکمنان يي د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او تیرې په اړه خپله اعتراف کوي ، د جګړې تاوان وغواړي .
زه دا منم چې د کرزي د چورواکانو په اوسني دولت کې چې له نیمايي زیات غړي يي د پاکستان او نورو هېوادو له جاسوسي کړیو سره بېلا بېلې نږدې اړیکې لري ، دغسې یوه ملي غوښتنه کېدونکې نه ده ، خو که نور څه نه وي افغانان باید تل دغه غوښتنه د خپل حق پتوګه ځانته خوندي او ژوندۍ وساتي .

تبصره نسته

  1. za che sa ghwaram da Maradzee pa lekana kee war ezafa she che
    monga tol afghanan pa yawa aawaz
    larawbar pashtana tajkan uzbakan hazaragan turkmanan aw nor wror qomona da mardaro panjabjano sara khpal pkhwannee sarhad malom kro aw da dyorand nawalee krsha mansokh eelan kro
    aw haga pakestani jenaytkara janralan laka babar akhtar aw dase nor che lasona ee da lakono afghanano pa weno sra de
    afghane aw benulmelale mahakemo ta tasleem kro

  2. za che sa ghwaram da Maradzee pa lekana kee war ezafa she che
    monga tol afghanan pa yawa aawaz
    larawbar pashtana tajkan uzbakan hazaragan turkmanan aw nor wror qomona da mardaro panjabjano sara khpal pkhwannee sarhad malom kro aw da dyorand nawalee krsha mansokh eelan kro
    aw haga pakestani jenaytkara janralan laka babar akhtar aw dase nor che lasona ee da lakono afghanano pa weno sra de
    afghane aw benulmelale mahakemo ta tasleem kro

  3. da pakistani mardaro aw jnayatkaro janralano mashar kalle shetan ya kalle janral parwez besharaf nom ham bayad da jangee jnayatkarano pa lest ke da janral akhtar aw jnral babar sara yaw zaee wa lekal shee aw