کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا قانوني يې قانوني کولائ شي؟

ایا قانوني يې قانوني کولائ شي؟

وایي قانون په عبراني لغت کې خط کش ته وایي اوپه اصطلاح کې ځيني وايي له ډیره وضاحته لکه دعلم غوندې متعسرالتحدیددی .خوعرفاله قانون څخه هغه معنی مرادیږي چي ……..امرکلی منطبق علی الجزیات ….یعني عام دستوردی چي په افرادوجاري کیږي. نوداخودقانون معنی شوه چي ښايي په دي څلورسترګې زمانه کي به په هيچاهم خفي نه وي. بیاله قانون څخه تقنین راوتلی معنی قانوني کول هغه چي په اوسنيونظامونوکي دپارلمان اواولسي استازوحق اودنده ګڼل کیږي څنګه چي تقنین له قانون څخه جوړدی نوداصل اوفرعي دقاعدي په بنسټ بایدچي مقننه قوه لومړی خپل قانونيوالی کره کړي له هغه وروسته دي بیاقانوني کولوته زړه غږوي.. خوراشئ اوس دافغانستان سیاست بازارته چي څه پکې روان دي.

محمدیونس چي اوس په قانوني باندي غږکوي څوارلس کاله ئي جهاد وخوړ .بیایې اوه کاله په کولاب کي دافغانستان دتجزیی چورت واهه . په اخیرکي چي د cia جنرال ګیري دانجمن له غاښي پنجشیرته دډالروله بنډل سره راواوښت ده ته ئي هم دبون سفریه ورکړه . هلته ئي بيډۍ میره شوه اودکورنیوچارووزیرراستون شو.شپږمیاشتي وروسته چي ترجرمنۍ کیږدۍ لاندي جرګه مارسره پنډشول دی ئې دپوهني وزیرکړ.کال نیم لانه و وتلی چي دسپینوروسي جیپانوله بیروبارسره داولسمشرۍ دټاکنواوازي شوې ده هم ځان ونوماوه خوناکام شومګرڅه موده وروسته چي دپارلمان په انډین ساخت ودانۍ کي اولسي جرګي دریاست په ګدۍ کیناست نوځان بیخي ځينې ورک شواوکټ مټ دهغه نادیده کبرجن پري وشوه چي کڼاوې يي پښوکړې وه اوپه خلکوئې غږ کړی و چې دزمکي خلکودخدای په امان …….قانوني اوس هغه قانوني ندی ددروغجن اومصنوعي پارلماني ریاست باددومره پړسولی چي دسترافغانستان له برخلیک سره تعامل ورته دچپ لاس لوبه ښکاري. هابله ورځ ئي اعلان کړه چي نیت ئې دی د پنځه زره کلن افغانستان په شهیدپاله اوخپلواکه خاوره دامریکايي یرغلګرو شتون قانوني کړي؟؟

عرب وائي .. انفک في الماء واستک في السماء…. څوک دچاپه سرله چاسره سوداکوي؟ هغه اولس چي ترځان لویوقومونوته ئي داستقلال درسونه ورښودل.، هغه اولس چي دساینس اوپرمختګ په دي دورکي یې هرڅه هیرکړي اویواځې دخپل ایمان اوخپلواکۍ دراټینګولو تکل لري .هغه اولس چې په تندي یې یوازې خدای ته دسجدې داغ پرې ایښی …ایااوس یې بخت دومره کوټه دی چې قانوني یې هم دخرڅلاو سندامضا کولای شي .

که داوپوښتوچي قانوني اوپارلمان یې په خپله څومره قانوني دی چې اوس دنورو دقانوني کولو خوبونه ویني .اوایاله بهرنیوپه زور را غلیوسره یې تعامل اومناسبت رښتیاهم داسې دی چې اوس دقانون اوبې قانونیو حدود ورته وټاکي ؟

هغوی چې د بي دوه پنځوس اواپاچي تروزرولاندې له عدم نه وجودته راغلل اودهمدې اپاچي ولاووپه چارچ داته کاله راچلېږي اوس به دامخ ولري چې هغوی ته لارې اوګودرې وروښیي کله ناکله دامریکائي چارواکوله خولې په ناپامۍ ووزي چې مونږخودافغانستان دحکومت په خوښه راغلي یو…همدي خندونکي مدعااوس دقانوني په شمول دکابل چارواکوته هم دازړه ورکړی ترڅوله همدي دريځه خبري وکړي ولي په حقیقت کي خوراغلي راوستل شوی اوعام افغان اولس ټول په دي پوهیږي چي کله په لومړی ځل امریکائي سمندري ځواکونه دباګرام اوکندهارپه خاوره دیسانټ کیدل دکابل اوسنی رژیم اوپارلمان په تصورکي هم نه وموجود..بهرحال ….دلته قانوني اوقانوني کیدونکیوته یو دوې خبرې ضروربولم

لومړی خوقانوني صاحب که اولس اوتاریخ په ځان پوري نه خند وي داترځان لويې خبري پريږده ته چکاره ئې چي اوس ددیرش ملیوني اولس ، دوه ملیونه شهیدانو، همدومره یتیمانو،کونډواومعیوبینو،ویاړمن تاریخ اویاړمن هیواد په سرمارچه لګوې .ددي اولس سربیه نلري … چي بیاستارنګي سیاستوال پري له چاسره چنې ووهي .ستاپه شان ډیرونورهم پردیوته همداسې په خپل سرګوتې ورلګولې اوقبالي ئي ورکړي خواخیربه ئي یاداولس په پښوکي د(سرکاربي ګناه است )په چيغوځان خلاصاوه اویابه ئي مړی دآمودڅپوخوراک وه.

اوقانوني کیدونکوته هم وایم چي ډیرمه ورته خوشحالیږئ دادګیدړې قباله به واخلئ مني به ئي پرچا؟

ددې اولس مېله تراوسه دومره هم نده ډاګ شوې چي قانوني ئې استازیتوب وکړي تاسو، افغانان تراوسه یواځي دټانګوپه دوربینونواودکشافوالوتکوپه ثبت شویوفلمونوکي لیدلي، سم په رډومونه دي کتلي چي کوم وړمخلوق ده

په یادلرئ: چي ددې اولس دتقدیریوه ماده داده، که په هره بیه وي، نه ئې پردي غوښتي، نه ئې غواړي، اونه ئې دغوښتلونیت لري قانوني کیدل خویې لا ډیره لیری خبره ده اوبس …

تبصره نسته

  1. سلامونه مللګرو….

    يوه خبره قدرمند ليكوال څخه پاتي شوي ده او هغه دا چي په دوبي كي په غلا ګير شوي وو……

    او بله واوري…څو ورځي مخكي چي يو وكيل په سمنګان ولايت كي وهل شوي وو پرون قانوني وويل چي كه د كورنيو چارو وزارت په يوه اوني كي پارلمان ته پشپړ راپور ورنكړي نو په چوكي به نور كښي نه ني…ګوري افغانانو پښتنو سره دلته بيا د ميرني مور سلوك وشو…

    او هغه دا چي په فراه كي ۱۴۷ څخه زياد بي ګناه پښتانه ووژل شو خو د پارلمان يو وكيل هم دا ونه ويل چي تر څو ددي بي ګناه افغانانو قاتلين په ګوته نشي نو پارلمان ته به حاضر نشي….خو په دي مونږ ټول پوهيږو چي په پارلمان كي ۸۰% وكيلان ايران په گټه كار كوي.. او داسي يو پښتون هم نشته چي په پښتون سر وركړي

  2. د قاري صيب ليکنه له واقيعت څخه ډکه وه. که رښتيا هم د پارلمان وکيلان د خپلو خلکو استازي وي، بايد د بې ګناه افغانانو قاتلان د محکمې ميز ته راکش کړي. زما په آند نړيوالو ترورستانو ته چې د پښتنو د قتل عام په نيت دلته راغلي دي، قانون هيڅ ارزښت نه لري او وکيلان په دې کار سره ځان غولوي.

  3. مړه غلا مه کوئ.
    دا ليکنه په اصلاح انلاين کې هم خپره شوې وه
    يا خو ليکوال سترګې نه لري او يا خپروونکي.
    غلا غلا غلا،‌تر قيامته په هره برخه کې غلا
    دا د سړيتوب کولتور به کله زده کوو
    خپه نه شئ وۍ مينه
    زما په پښتو سايټونو خوا بدېږي ګرانه
    وه ناري دي لونګينه