د ملي پيوستون ۱۱پروژي ګټي اخستني ته چمتو شوي دي

عبدالجبار فراز | مې 25th, 2009


دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام اته ديرش پروژي پدي وروستيو کي دخوست په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ددي ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(٧٢) متره مکعب په ‌‌‌‌ظرفيت د څښاک داوبو زيرمه، (٣٢) پل گوټي ، ديزلي ژرنده، ذڅښاک داوبو دلسو څاگانو کيندنه او په هغو باندي دلاسي بمبو نصبول، دبرښنا دتوليد شبکي او دحرفوي کورسونو دايريدل دايريدل شامل دي .


يادي شوي پروژي دخوست ولايت د موسي خيلو ، مندوزيو ، متون ، اوځاځي ميدان په ولسواليو کي د(١٩) مليونوافغانيو په لگښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو دونډي په شمول بشپړي اوله هغه نه څه دپاسه ( ١٩٠٨) کورني گټۀ اخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024