هلمند : پوليسو د خوارانو د پيسو څلور غله

محمد هارون خپل شعشعي | مې 25th, 2009


دهلمند دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمنو په وړاندي دمباريزي مديريت يوه ډله هغه فريب كاران چي دهلمند دولايتي بيا روغوني دټيم نه يي پيسي دجنګونو او هوايي بمباريو دقربانيانو په نوم اخستي دزياتو پيسو سره لاس په لاس ونيول
داخبره په هلمند كي دنظامي څارندوالۍ ريس ډګروال محمد انور په يوه خبري ناسته كي وكړه
ډګروال محمد انور وويل په نيول سوو څلور تنو كي يوتن دولايتي بيا روغوني دټيم ترجمان هم شامل دى
نومړي وويل يو کس چي په جګړو کي د وړان سوي کور بدل يي د پي ارټي څخه اخيست د يادي سوي ډلي يوه غړي وويل ورته که غواړى کار مو ژر وسي تاسو ته به يوازي څلور سوه ډالر درکول کيږي
نوموړي زياته کړه چي هغه کس د منلو وروسته د هلمند د امينه قومندانۍ د جنايي جرمونو څانګي ته خبر ورکړ په وينايې دوى هغه ډله لاس په لاس و نيوله
دنظامي څارندوالي ريس ډګروال محمد انور خان وويل كله چي يي په دي اړه راپور ترلاسه كړ نو يي خپلي ډلي په كار واچولي او ياده ه سوي ډله يي چي څلور تنه دي لاس په لاس ونيوله
په دي وروستيو كي دجنګو او عملياتو پرمهال قربانيانو ته نه يوازي دولت مرسته او نقدي پيسي وركوي بلكي
په ولايتونو كي دپي ار ټي يا ولايتي بيا روغوني دټيم له لوري هم دكور په سر دولس سوه ډالره هم وركول كيږئ
چي په لمړى ځل يي دفريب او غلاډول دهلمند دامينه قوماندانۍ دجنايي مديريت دكاركوونكو له لوري ونيول سو

Copyright Larawbar 2007-2024