په زابل کی دسړک دغاړی دماین چاودني دوه پولیس ټپیان کړل.

وحيدالله شمس زابل | مې 25th, 2009


داچاودنه تیره شپه ناوخته دزابل ولایت مرکز قلات اړوند دلیککوپه سیمه کی هغه مهال رامینځته شوه چی دپولیسو ګزه دسیمي څخه دتیریدوپه حال کی وه .
دزابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ وایی په چاودنه کی دوه پولیس ټپیان شوی دی چی دده په وینا روغتیایی حالت یی دډاډ وړدي ،
نوموړی زیاتوی چی دپیښه ورسته یی په سیمه کی پلټني پیل کړی اودوه کسان یی دلاس لرلوپه تړاو نیولي دی .
دوسله والو طالبانوویاند قاری یوسف احمدی ددي چاودنی مسولیت پرغاړه اخیستی .
نوموړی وایی په جاودنه کی یی یو موټر ویجاړ کړی او پکی سپاره ۴ سرتیری یی وژلی دی ،
قاری یوسف همداراز ادعا کوی چی نن سهاریی دزابل په ظفرخیلو سیمه کی په یوه بله چاودنه کی ۴ بهرنی سرتیر وژلی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024