زېرى : شمشاد په كوټه كي !

خان زمان کاکړ | مې 25th, 2009


دكوټي درنو اوسېدونكو ته ډېرپه خوشحالۍ زېرى وركول كيږي چې شمشاد ټي وي اوس په كوټه كي هم د ليدلو جوګه سوېده
 دوي اوس كولائ سي چې د پښتو ټلويزيوني چېنلونو په لړ كې د يوه ځانګړي چېنل شمشاد په زړه پوري خپروني اوس په خپله كوټه خپل كور كي له خپلي درنې كورنۍ سره يوځاي وګوري
دشمشاد ټي وي سمييز مشر يا شټېشن منېجرښاغلي فرمان كاكړ لراوبر ته وويل چې د كوټي له مركز څخه د ’’ شمشاد په كوټه كي ،شېبې له خنداراسي،ډرامه : اوښكي لاري لاري ،سياسي خپرونه ګردى مېز،سمييز خبرونه او سندري خپرېدو ته پر لاره دي
شمشاد ټي وي پر محدودو وسائلوبرسېره يو ښكلى دفتر،اډټنګ روم،سټوډيو، ارامځاي او صفا غولى لري ښاغلي فرمان كاكړ زياته كړه چې د د ژورناليزم له اصولو سره سم به د هر چانظر خپروي،د سيمي د ستونزو د په ګوته كولو هڅه به كوي او په خاصه توګه به د افغان كډوالو ږغ د واكمنو تر غوږو رسوي
له دې سره سره به د نړۍ پر مخ مېشتو د شمشاد كتونكو ته د سيمي په هكله هراړخيز مالومات وړاندي كوي


   


شمشادټلويزيون


www.shamshadtv.com







فرمان كاكړ
سټېشن منېجر شمشاد  كوټه  
موبائل    


                                                                       03337863356 


برېښناليك


farman_kakar@hotmail.com 


    

Copyright Larawbar 2007-2024