کور / شعر / ليږ مي ستړې کړه خماره مي کړه

ليږ مي ستړې کړه خماره مي کړه

ګرانې ! د ځان مي کړه د ښکلي مخ هينداره مي کړه
يوه خوله راکړه په اختيار يم بې اختياره مي کړه .


ماشوم زړګى مي د بېلتون په سختو نه دى خبر
ګرانې ! څو شپې رانه خوا بدې شه بيداره مي کړه .


ناڅاپه وويې وېل ټپه کې دي نوم څنګه واخلم ؟
خو چې څوک پوه نه شي ليږ پوه مي کړه هوښياره مي کړه .


بيا به دي مخ ته کرۍ شپه لکه د بنګو پياله
ناسته يم غرقه ليږ مي ستړې کړه خماره مي کړه .


اوس چې مي خيال ته راشې غم دي په سګرېټ غلط کړم
هغه هم خت وو چې به کرکه له نسواره مي کړه


سقيمه ! ته وا داسې وخت به کله هم راشي چې
يوه نجلۍ راته زارۍ کوي چې ياره مي کړه ؟؟؟