كرزى صاحب! كار د پښو نه، د ككرو دئ
نا مشروع سياسي لوبغاړي د خپل ناروا حاكميت بقا د خپلو خلګو په وهلو، رټلو، ناپوهي، تفرقې او بېلتانه كې ګوري.
پر واك مين او په شخصي غرضونو سمبال سياسي لوبغاړي همېشه د ولسونو په حساسو رګونو خبر وي، پر هماغو رګونو باندې په ګوتو ايښوولو سره يې آسانه نبض معلومولاى شي او په چالاكي سره يې د غولولو مهارت كاروي.
زموږ د خلګو تر ټولو لويه بدمرغي جهالت دى، همدا جهالت دى چې موږ يې د تمدن، بدلون او پرمختګ له قافلې څخه ډېر شاته غورځولي يو، د وروسته پاته ټولنو دا خاصيت وي چې د خپلو پرګنو كوچنۍ – كوچنۍ ډلې د يوه واحد ملي هويت د چوكاټ پر ځاى په وړو قبيلوي چوكاټونو كې تنظيموي، موږ دغه ډول يوه ژوره بدمرغي د خپل ملت په وجود كې په ښكاره وينو، دلته څوك نه پر ملي ګټو باور لري او نه ورباندې پوهېږي، دوى د خپلو قبيلوي تمايلاتو پر بنسټ تل ملي يووالي، واحد افغان ملت او د افغانستان د جغرافيې بشپړتابه ته سخت تاوانونه رسولي دي، زموږ چالاك سياسي لوبغاړي چې زموږ د خلګو پر دغه ټيټ ذهني خصوصيت يې ځانونه پوه كړي، تل يې د دغه ډول تمايلاتو پاللو ته قبيلې هڅولي، په خپلو منځو كې يې سره جنګولي او په نتيجه كې يې د ملت د پرګنو پر ككريو د خپلو واكمنيو د نجت تختونه آباد كړي دي.
له بده مرغه چې دا د ولسمشر حامد كرزي د سياسي دوكتورين بنسټيزه برخه هم ده، چې په خورا مهارت يې قومي او قبيلوي بحرانونو ته لار پرانيستې او د يوويشتمې پېړۍ په مدني دنيا كې يې په خورا بې رحمانه ډول د دغه ډول تمايلاتو اور ته لمن وهلې او ورځ تر بلې دا اور تازه كوي.
د افغانستان شعوري قشر تر پرونه پر دې خواشينى و، چې موږ په داسې حال كې چي نړۍ په يوه كلي بدله شوې، خو لا هم زموږ د كوچني ملت ترمنځ د جهالت په لاس داسې كرښي ايستل شوي، چې له امله يې افغان ملت په دنيا كې له انسانانو سره د انساني راشي درشي او بشري چال چلن چانس نشي ترلاسه كولاى، خو نن ګوره چې د ښاغلي كرزي د اووه كلنې واكمنۍ په ترڅ كې دغو ضد بشري قبيلوي تحركاتو ته د انسجام زمينه برابره كړه شوه، سازماني بڼه وركړه شوه او هغه پروني ذهني سنګرونه نن په فزيكي سنګرونو بدل كړل شول، د افغاني ټولنو روڼاندې طبقه په خورا دردوونكې او له زغمه وتې توګه ويني، چې د بېلګې په توګه په كندهار كې د محمدزو، باركزو، كاكړو، اڅكزو، هوتكو، الكوزو، يوسفزو او نورو خېلونو او زيو د اتحاديو دفترونه عملاً فعال دي، دوى پوهېږي چې دا هر قبيلوي دفتر د بلې په وړاندې د يوه منظم بالقوه مورچل په توګه رامنځته كړه شوى دى او دا خو لا بېله بدمرغي ده چې د دا هرې قبيلې په منځ كې يې هم كرښې ورته راكښلې دي او تاسو به په كندهار كې په ډېر حسرت سره ووينئ، چې هره قبيله يې پر دوو ښاخونو وېشلې ده، يوې ته يې د همغې قبيلې په نامه اتحاديه جوړه كړې او بل ښاخ يې د كرزي كورنۍ په خپله غېږه كې نيولى او دا دوه ښاخه يې بيا په خپلو منځو كې غوښه او چاړه سره ګرځولي دي. په داسې حال كې چې همدغه كرزي د ملي وحدت، ورورۍ او ورته نورو سپېڅلو شعارونو په زور ځان د افغان ملت پر سر واكمن كړ.
راشئ چې په بېړنۍ لويه جرګه كې د كرزي د خبرو يوه برخه راواخلو، چې په څومره چالاكي د ملي وحدت په نامه د ولس د ښكېلولو سياست چلوي:
((د مؤقتې ادارې ټولو غړو د افغانستان د نه ستړي كېدونكو خدمتګارانو په توګه د ملي وحدت د لا ښه ټينګښت لپاره په عملي اقداماتو لاس پوري كړى دى، دا د دې لپاره چې په دې هيواد كې يو افغان هم ځان پردى احساس نكړي، او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ كور وي.
دا د پرديو لاسونه دي چې په دغه او هغه نامه د خپلو لاسپوڅو په واسطه د خلګو ترمنځ د مذهب، قوم او سيمې په نامه تفرقه اچوي، يوه كيسه راياده شوه:
يوه ورځ مې له يوه كندهاري څخه پوښتنه وكړه، چې لكه چې سږكال دي د انګورو باغونه د وچكالۍ له امله ښه حاصل نه لري او هغه په جواب كې راته وويل: زما باغونه څه كوې، د شمالي د باغونو پوښتنه وكړه، چې ټول د جنګ په لمبو كې خاورې ايرې شول. دغه ده د خپلو هيوادوالو په وړاندې زموږ د خلګو پېرزوينه او دغه ده د طبيعي ملي وحدت بېلګه.))
د جناب كرزي پورتنيو خبرو ته د مشت نمونه خروار په توګه ښه غور وكړئ، بېله شكه چې زموږ عام ولس په خپلو منځو كې د بېساري ورورګلوۍ، مينې او صفا ژوند لري، خو آيا ښاغلي كرزي د دوى دغه طبيعي ملي وحدت نور هم ټينګ كړ، كه يې د سره شلولو منظم پروګرامونه ورباندې تطبيق كړل؟
هر د عقل خاوند ته روښانه ده چې د افغانستان په ټول تاريخ كې د شمال او جنوب، مذهب، قوم، ژبې او سيمې ترمنځ د بېلتون اور ته دومره لمن نه وه وهل شوې، لكه د كرزي د ديموكراسۍ او بيان د آزادۍ په ببوزي چې دغه د بېلتون اور تازه شو، نژدې به بله روښانه، واضح بېلګه بله څه وي، چې خپله د كرزي په كور (كندهار) كې يې قبيلې يو د بل په مقابل كې لكه غليمان درولي دي او په غير مستقيمه توګه يې دا لوى خيانت هم كړى، چې يوه قبيله يې هڅولې چې خارجي قواوو ته د غلطو راپورونو پر اساس پر بله قبيله د بمباريو او قتل عام محشر جوړ كړي، په دې توګه يې د قبيلوي اختلافاتو ريښې دومره ژورې كړي، چې دا بدمرغي به زموږ راتلونكو نسلونو ته په ميراث پاته وي.
دا مهال دوى د ملت زخمونه د ملت په ژبو څټي او په دې توګه د خپلو سياسي ګټو ماركېټونو ته رنګ و رونق وركوي.
په سياسي ماركېټ كې د قبيلوي راكړي وركړي او سودا بازۍ يوه ناوړه او دردناكه منظره مې هغه مهال وليده، چې د ولسمشر حامد كرزي د ولسمشريز ناقانونه كمپاين په ترڅ كې د كندهار ښار په خوشبخت صالون كې د روان ۱۳۸۸ كال د غويي پر ۱۷ – مه او د مى پر اوومه د ښاغلي كرزي د ملاتړ لپاره قومي سوداګر ښه په ګڼ شمېر كې راټول كړه شوي وو او د دريځ له سر څخه د قومي مشرانو، سپين ږيرو، قومي شملورو، روحانيونو او ………. په درنو القابو سره پرله پسې ستايل كېدل او په دې ستاينو سره به ناست كسان باغ – باغ كېدل. د دې غونډې هره جلوه او كرشمه د قانون ضد وه، له يوې خوا تر ټاكلي وخت ښه ډېر مخكي د كرزي كمپاين په ښه پوره وضاحت او وقاحت سره د قانون ضد يو ګام و، له بلې خوا دا غونډه د كندهار ولايتي شورا رابللې وه او ټولو دولتي چارواكو، رئيسانو او د ولايت مقام استازو ونډه پكښې لرله. په دې توګه له دولتي امكاناتو څخه د چارواكو په واسطه د كرزي د كمپاين لپاره استفاده هغسې يو روښانه قانون ضد عمل و، چې تر دې زيات قانون ضد وضاحت نه شي كېداى.
بله د قانون او زموږ ملي ارمانونو خلاف ناروا دا وه چې د قبيلو مشرانو ته د قومونو د مشرانو په صفت بلنې وركول كېدلې، زما به دا هر مشر ته ډېره تلوسه وه چې ګوندي د كرزي د ملاتړ او ولسمشرۍ پوست ته د هغه پر وړتوب باندې داسې يو منطق ځنې واورم، چې لږ په فكر كولو و ارزي، خو دا هر يوه به يو غر په بل ويشتئ، يوازې يې د ښاغلي كرزي توصيف او تائېد پرته له كوم استدلال څخه كاوه، نه يې د هغه د سابقې يادونه كوله او نه يې هم د هغه د راتلونكي طرحې او پروګرام.
اصلاً دوى بېچارګان يو هم په سياسي مسايلو ذره نه پوهېده، كنه نو كه داسې پوهه او شعور له دوى سره ملګري واى، نو اول خو به يې د قبيلوي استازو په توګه ځانونه نه رامخته كولاى، بل به يې د منطق په مټ پوښتنې كړي واى، چې په تېر كې ښاغلي كرزي د دې وطن د عزت او ناموس كومه دفاع وكړه؟ د دې وطن انسانان يې له قتل عامه ولي ونه ژغورل؟ او د راتلونكې لپاره كوم منظم او شخصي پروګرام لري، چې له مخې يې ملاتړ ته راودانګو؟ په دې توګه نو د قبيلوي سوداګرۍ بازار ښه په چل كې روان وو.
يوه تن نه پوهېږم چې د كومې شورا مشر د تورن نېك محمد په نامه چې په ټوله غونډه كې د سياسي شخصيت په توګه مطرح و، هغه په پوره بې پروايي ادعا وكړه چې حامد خان كرزى هغه څوك و، چې د افغانستان دېرش كلنې غميزې ته يې د پاى ټكى كښېښود او د دې خوا څخه بېچاره قوم چكچكې پر ووهلې، زه به پر دې سياسي تخليق (!) تبصره ځكه نه كوم، چې د دې كرښو لوستونكي كه هرڅوك وي فقط چې توري سره جنګولاى شي، نه په دې پوهېږي چې آيا غميزې ته د پاى ټكى ايښودل شوى او كه دا تراجيدي نوره هم د بدمرغۍ اوج ته د ورختو په حال كې ده؟
په آخر كې په قومونو او قبايلو چارو كې د كرزي مشاور وزير معلم عبدالسلام ته چې مخكې د حزب اسلامي حكمتيار قومندان وو، د خبرو بلنه وركړه شوه.
له ځانه سره مې وويل چې خير دا نور خو يې د ولس ساده وګړي راټول كړي وو او له ولسي احساساتو څخه يې استفاده كېده، له هغوى څخه خو د كرزي د بيا انتخاب لپاره د معقول دليل هيله نه كېده، وبه ګورو چې غونډې ته د كرزي را استول شوي استازي د كرزي د بيا انتخاب لپاره له ځانه سره څنګه طرحه او معيارونه راوړي وو، ده وويل چې تېره ورځ ده په كابل كې له بېلابېلو قومونو سره لويه غونډه لرله ، هلته دوى په ګډه يوه فيصله وكړه هغه داسې چې دوى څلور ټكي مشخص كړل او ويې ويل چې كه دغه څلور ټكي د هر كانديد په وجود كې ليدل كېدل، بس هغه وړ كانديد دى، هغه ته به رايه وركوو.
دغو څلورو ټكو ته مې تلوار نور هم ډېر شو او ده داسې پسې زياته كړه، چې د ده په وينا له نېكه مرغه دغه څلور سره ټكي د جناب حامدكرزي په وجود كې شته او هغه ته به رايه وركوو.
دا ټكي يې لا نه وو روښانه كړي چې ناستو خوارانو ښې چكچكې پر ووهلې، ما وويل چې يا پاكه خدايه، د ځمكې په دې نقطه كې دې دا ولس څنګه د دنيا په ټوله بدبختيو لړلى دى، دوى مخكې تر اورېدو، فكر كولو او منطقي قضاوت كولو څخه دا څلور ټكي كه هرڅه وي په پټو سترګو ومنل او په غيبو يې د كرزي په وجود كې حتمي وبلل، معلم عبدالسلام وويل: څلور ټكي دا دي:
۱ – وړ كانديد هغه دى چې پر صوم و صلاة قايم وي.
۲ – د افغانستان د قومونو ترمنځ اتفاق راولي.
۳ – له ګاونډيو هيوادو سره حسنه روابط ولري.
۴ – د كاميابۍ چانس يې ډېر وي.
او دا څلور واړه ټكي بيا د كرزي صفتونه وګڼل شول او چكچكې پر وشوې.
دا ده د كرزي راتلونكې طرحه چې له مخې به يې ځان ته د ولسمشرۍ پر چوكۍ د دوام، بخت ازمويي او دنيا به هم شرم نه لري، د هغه ملاتړ به كوي. سړى حيران شي چې څنګه له كرزي د هغه له ملاتړو او دنيا سره د خبرو چينلونه پرانيزي، چې راشه وروره د عقل او منطق پر بنسټ راسره وږغېږه، چې ته او خداى وړ كانديد دغسي وي؟ د هغه ارمانونه او پروګرامونه بايد د دغو ټكو په چوكاټ كې رانغښتي وي؟ آيا د دغسي ټكو په يادولو سره تاسو ته كوم شرم او خجالت نه درېږي؟
دوى خو د تمام ولس په نبض پوه دي، هغه خو په همدغو ټكو تېر ايستل كېداى شي، عام ولس خو نه پوهېږې چې دا موږ چې په دې غونډه كې د قبيلو د استازو په توګه معرفي كېږو او ږغېږو، آيا دا د قومونو تر منځ د يووالي هڅه ده، كه د بېلتون؟ خو دنيا څنګه پر دغو معيارونو هوكړه ورسره كولاى شي؟
په دې توګه وينو چې كرزي د خپلې واكمنۍ د بقا لپاره تل هڅه كړې، چې د افغان ملت پرګنې په بېلابېلو نومونو او تړاوونو سره يو له بله ليري او لاس و ګرېوان وساتي، هغه نه غواړي يا نشي كولاى چې خپله اداره د ككرو او مغزونو پر اساس جوړه كړې، نو هڅه كوي چې ملت پر قومو، قبيلو او پښو باندې ووېشي او د هغه انګرېزي فورمول پر اساس خپل حاكميت ورباندې دوامداره كړي چې (ويې وېشه او واكمني پر وكړه) خو نور د افغان ملت مغز را بيدار شوى دى، نور ملت خپل روشنفكر قشر ته غوږ – غوږ دى، چې كه له دنيا سره اوږه پر اوږه يون كول غواړو، نو د ملت د وېش او تفرقې پر اساس دغه ارمان ته نه شو رسېدلاى. بلكې د ټول ملت څخه د شعوري ككرو په را يو ځاى كېدو سره لوړ انساني حيثيت خپلولاى شو، نور افغان ملت په دې پوه شوى دى چې:
كوم ملت چې خر د خان وي ملت نه دئ
چې د خپل قوت نادان وي ملت نه دئ
چې د نورو له ويالې څخه بېرېږي
او غافل د خپل توفان وي ملت نه دئ