د اسعداباد پېښې یوبل راز لوڅ کړ
تېره ورځ ۹بجې دکونړولایت داسعداباد ښار جامع جومات ته مخامخ دامریکایي سرتېرو په یوبمي حمله کې ۵۴تنه ملکي وګړي زخمیان او۳تنه شهیدان شول .
له پېښې سمدستي وروسته افغاني النسب امریکایي ویاند خبریالانوته دتیلفون له لارې وویل چې دلاسي بم داحمله امریکایانونه بلکه دده په ویناطالبانوکړېده ده په تفصیل کې زیاته کړه چې له نږدې ودانۍ نه یوه تن لاسي بم دخلکوګڼې ګوڼې ته ورګوزارکړ خووروسته له شک پرته څرګنده شوه چې په دې خبره دنوموړي ویاندبې ځایه تاکیدیوازې دپل غلطولوهڅه وه ترڅووکړای شي رسواشوې دسیسه پټه کړي .
دپېښې ټپیانو اوداسعدابادښارګردواوسېدونکوشاهدي ورکړه چې له ترافیکي نښې سره له ټکروروسته چې ښوونځي ته تلونکي کمکیان اونورلاروي په دې سیمه کې راغونډ شول یوه امریکایي سرتیري پرې دګرنېډ ګوزاروکړ چې په پایله کې دافاجعه رامنځ ته شوه دکونړبي واکه والي فضل الله واحدي چې نورکله به یې له پېښې وړاندې خبریالانوته زنګ واهه داځل یې ټلیفون کارنه کاوه ښایي دڅنګلوري نورستان ولایت دوالي تمیم نورستاني برخلیک به یې سترګوته درېده چې دملکي تلفاتوپه اړه یوه جزئي اعتراف په ۲۴ساعتونوکې دولایت له څوکۍ راوغورځاوه .
بایدووایوچې دې پېښې دنورورازونودافشاکولوترڅنګ دکونړاودکابل دچارواکوایمان اووجدان هم ښه وتاله چې ددومره سترجنایت په اړه یې لاهم پټه خوله بهتري بللې .
که راشواصلې خبرې ته ددې پېښې نوعیت اودامریکایي ویاندبیړنی غبرګون داسې څرګندوي چې داپېښه دامریکایي دسیسه ګرودهغوجنایاتودلړۍ یوه کړۍ ده چې له تېرو ۸کلوراپدېخواروان دي خوعاملین یې لاهم نه معلومیږي .
نږدې ۲کاله وړاندې همداشپې ورځې وې دګردېزښار دخوست په لار دخلکوپه منځ کې چاودنه وشوه چې ۱۶تنه ېې ووژل او۲۰نوریې ټپیان کړل پېښه همداسې مرموزه پاته وه اوځینوناخبروخولا په طالبانوتاوانوله خوڅومیاشتې وروسته دپېښې یوروغ شوي ټپي وویل چې امریکایي سرتېروله سیمې دتېرېدوپه وخت یوکارتن دسرک منځ ته راوغورځاوه چې کله دوی تېرشول چاودنه رامنځ ته شوه .
دغه رازتېرکال دسپین بولدک دګنج په بازارکې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي دشپې په مهال ځمکني ماینونه پټ شوي وه سهاردهمدې سیمې یوه پیره دار خلک ترې خبرکړل خوکله چې امریکایي ځايي فوځیان خبرشول چې پیره دارله دسیسې پرده پورته کړې هغه یې ونیو چې تراوسه یې بیادژونداومرګ پته نه ده معلومه شوې .دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ په یوه لېسه کې هم تېرکال داډول ماینونه اېښودل شوي وه چې له چاودنې وړاندې دخلکوورپام شو.
په دې ډول دهیوادپه لراوبرکې ډېرې داسې مرموزې پېښې وژنې اوچاودنې شوې چې یوازې ملکي وګړي په کې په نښه شوي په عراق کې امریکایي دسیسوته په پام سره داشک لا له وړاندې موجودوه چې داجنایات دامریکایي بلواګروله خواترسره کیږي ترڅو دطالبانوپه وړاندې عامه نفرت راوپاروي خو دکونړ پرونې پېښۍ دغه راز په بشپړه توګه بربنډکړ اوداولس شک یې په یقین بدل کړ.
په دې کې شک نه شته چې امریکایي څارګراودسیسه جوړونکي دخپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولولپاره له هیڅ ډول جنایت څخه هم مخ نه اړوي دوی په عراق کې دشیعه اوسني اختلاف ته دلمن وهلوپه هڅه کې په لسګونوزره خلګ له ژونده محروم کړل دعراق مارکیټونه اوله ګڼې ګوڼې ډک بازارونه یې دمرګ په نندارتونونوبدل کړل اوعراقي اولس دخوښۍ اونمانځنومراسم یې په بیابیا ورپه غم کړل .
دوی په افغانستان کې هم داډول هڅې کړي اوپه راتلونکې کې یې هم شایدوکړي خوزمونږبادرکه اولس بایدځیرک واوسي دپېښوپه اړه دبېړني قضاوت په ځای بایدلومړی دپیښوماهیت اوڅرنګوالي ته سوچ وکړي دقضیوتل ته ورشي داستعمارشومې دسیسې کله ناکله ډېرې پیچلې وي چې سړي ته ډول ډول شکونه راولاړوي هیوادوال بایددیرغلګرودبشردوستۍ په شعارونوتېرنه وزي څوک چې سلامت کلي له بمونولاندې کوي هغه به په داډول وژنوڅنګه باک وکړي .
داسعدآباد بم بریدیوه ملي تراژیدي وه چې ددردڅړیکې یې ډېروزړونوته ورسېدې خدای دې دمتاثرینواوزخمیانوخپلې لاړې داروکړي اواقرباؤوته دې صبراوزغم ورکړي اوزخمي شویوکمکیانودمعصومووینوپه برکت دې نورخدای دامریکایی مجرمینو مقدره شرمندګې رالنډه کړي .آمین