آصف زرداري د سوات کډوال به په عزت! خپلو سيمو ته ولېږو

د لراوبر اداره | جون 13th, 2009


د پاکستان جمهور رئيس اصف زرداري ملت په لومړنۍ وينا کي د سوات په عملياتو کي د ولاړو پوځيانو پر معاشونو سربېره د نورو دولتي مامورينو د تنخاوو د لوړولو اعلان وکړ.


دا د ٢٠٠٨ کال د سپټمبر په مياشت کي واک ته تر رسېدو وروسته د آصف زرداري لومړنۍ وينا وه چي د پاکستان عوامو ته يې کوله.


آصف زرداري وويل د ترهګرۍ ضد جنګ به د ترهګرو تر له منځه وړلو پوري د پاکستاني عوامو په همکاري روان وي.


هغه وويل له حکومت سره جنګېدونکي کسان د اسلام د دين طالبان ځکه نه دي چي مکتبونو په بمونو الوزوي او بېګناه کسان حلالوي او په مسجدونو کي يې شهيدانوي. او له دې کارونو څخه د طالبانو موخه په زور پر خلګو خپله نظريه تپل او حکومت کولي دي، خو پاکستاني ملت دي طالبان وپېژني چي د اسلام سره يې هيڅ اړتيا نسته.


آصف زرادري د سوات د بېځايه سوو کډوالو په اړه وويل چي د پوځي عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته به يې په ډېر عزت!؟ سره خپلو سيمو ته ولېږي.


تمه کېده چي آصف زرداري به د سوات د دوه نيم ميليونه پښتنو کډوالو سره د مرستي او خواخوږۍ په توګه د ځينو مالي مرستو ژمنه وکړي، خو هغه په دې اړه نوري څرګندوني ونکړې.


د پېښور، مردان او سوابۍ په کمپونو کي د پوځي عملياتو له کبله بېځاه سوي کسان له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي او د نړۍ نورو هيوادونو هم په دې باب تر اوسه د پام ور مرستي نه دي کړي.


د اکسفام موسسه چي د دغو کډوالو سره د مرستو لړۍ پر مخ وړي، وايي د دوى دفتر د مالي ستونزو سره لاس مخ دئ، که د رواني مياشتي په ترڅ کي له دوى سره مرستي ونسي د جولاى تر نيمايي وروسته به خپل ټول دفترونه وتړي.

Copyright Larawbar 2007-2024