ولسمشر کرزي احمدي نژاد ته مبارکي ویلې.

34 | جون 14th, 2009


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن سهار د ایران بیا ټاکل شوي ولسمشر محمود احمدي نژاد ته د هغه د بري په اړه مبارکي ورکړې او له افغانستان سره یې د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.
د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر د ټیلفون له لارې احمدي نژاد ته ویلي چې دده په تېره دوره کې له افغانستان سره اړېکې ښې وې او د لا غوره ټینګښت هیله ترې کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024