هلمند: درې ډنمارکي سرتیري وژل شوي دي
جاويد احمد تنوير
آیساف ځواکونو د چهارشنبه په ورځ د هلمند ولایت په مربوطاتو کی په ګذمه بوخت وه چی په یوه عراده زغره وال ټانګ یی د لری فاصلی څخه د سرک دغاړی چاودنه رامنځته شوه ، په چاودنه کی دری ډنمارکی عسکر سخت ټپیان او د هلیکوپتر په مټ د آیساف ځواکونو روغتون ته د درملنی له پاره ولیږدول شول.
د ډنمارک د دفاع وزارت په اعلامیه کی د عسکرو دهویت سربیره ویل شوی: ټپی شوی سرتیری د سختو ټپونو له وجهی په روغتون کی مړه شوی دی.
آیساف ځواکونوهم د مطبوعاتی اعلامیه په خپرولو د عسکرو د وژل کیدو خبر یی په چاودنه کی تایید کړی او دوژل شوو عسکرو کورنیو او دوستانو ته یی د تیسلیت مراتب وړاندی کړی دی.
د ډنمارک هیواد دری سر تیری په هلمند ولایت کی په داسی حال کی وژل کیږی چی د نوموړی هیواد دفاع وزیر د سه شنبه په ورځ په هلمند ولایت کی د خپل هیواد نژدی ۷۰۰ تنو سرتیرو او د هلمند ولایت د چارواکو سره یی د نژدی څخه لیدلی وه
قاری محمد یوسف احمدی د طالب جنګیالیو ویاند د تلفون په کرښه د یو نامعلومه ځایه رسنیو ته ویلی:
په آیساف ځواکونو چاودنه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کی شوی او پنځه بهرنی عسکر وژل شوی اوټپیان شوی دی.