افغان ولس راروانو ټولټاکنو ته څومره لېواله دئ؟

د لراوبر اداره | جون 17th, 2009


او څه هيلې او غوښتنې ترې لري؟

درنو لوستونکو! نړۍ د خپلو يو شمېر لوستوالو او مينه والو د غوښتنو په پام کې نيولو سره، د هېواد د راروانو ټولټاکنو او ورسره اړوندو اړينو موضوعاتو په اړه، د (ټاکنې او شننې) تر سرليک لاندې دا جلا پاڼه پرانيسته. په دې پاڼه کې به د راروانو ټولټاکنو په اړه د کارپوهانو او عامو افغانانو اندونه، مرکې او ګردي ميزونه خپرېږي. که تاسې درانه هم غواړئ چې په دې چاره کې زموږ ملګري شئ او خپل اندونه، نيوکې، وړانديزونه، اندېښنې او …. څرګندې کړئ ، نو د نړۍ اعلان شوې پتې مو د لاسنيوي ژمنه کوي. زمونږ د دې ګڼې موضوع ده چې افغان ولس دې کېدونکو ټاکنو ته څومره لېواله دى؟ او څه هيلې او غوښتنې ترې لري؟ چې په دې اړه د يو شمېر روڼ اندو او د نظر د خاوندانو اندونه ستاسو مخې ته پراته دي. د راتلونکې ګڼې لپاره غواړو چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د يوه نوماند محترم حاجي رحيم جان سره ځانګړې مرکه وکړو، نو تاسو درانه لوستونکي هم کولاى شئ چې خپلې پوښتنې نړۍ ته راواستوئ او په پوره ډاډ يې د خپراوي په هيله اوسئ! نړۍ د خپل ولس ملتيا خپله دنده او ترسراوى يې خپل وياړ ګڼي.


عبدالغفور لېوال:د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر

 

ټولټاکنو ته څومره هيلې چې بايد کېداى،د دوه درې دلايلو په خاطر نه شي کېداى.اول دا چې د افغانستان په يوه لويه برخه کې له بده مرغه امنيت نشته او خلک نه شي کولاى په ارامه زړه د ټولټاکنو بهير ته ورشي او رايه ورکړي،دوهمه ستونزه دا ده چې دموکراسي او انتخابات هغه ډول پايلې چې لازمې وې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې رانه وړې،خلک له دې امله هم يو څه مايوسه او نهيلي دي يانې دوى منتخبې دورې وازموېلې خو دغو دورو ونه شو کړاى چې افغانستان ته بيارغونه،سوله او ثبات راوړي،او وروستى دليل يې هم دادى چې دموکراسي تر ثبات وروسته مفهموم درلوداى شي که بې ثباتي د دموکراسۍ د نشتوالي له امله وي بيا د دموکراسۍ تامين کولاى شي ثبات راولي خو که دموکراسي د بې ثباتۍ له امله نه شي راتلاى بيا نو اول د ثبات تامين ته اړتيا شته چې په افغانستان کې دوهمه بڼه سمه ده يانې مونږ ثبات ته ضرورت لرو او د ثبات رېښې له بده مرغه سيمه ييزې دي،زه فکر کوم که نړيواله ټولنه لومړى دې ته هڅه وکړي چې يو باثباته افغانستان ولرو او تردې وروسته د دموکراسۍ پرېکټس وکړو نو هغه وخت به يو څه عادلانه او مثبت انتخابات ولرو او د هغوپايلو ته به امېدواره اوسو.
 



شېرعلم امله وال—ليکوال او شنونکى

 

په ټولېز ډول له تېرې انتخابي دورې راهيسې ولس د حکومت له کړنو ناخوښه دى،ترډېره برېده تېرو ټاکنو کې ولس لېواليتا لرله او په ډېره مينه يې پکې رايه اچونه وکړه خو د حکومت د هغو ناوړه کارونو او عملونو له امله چې ولس وځورول شو،ولس ناراضه دى،هغه ژمنې چې دوې مخکې کړې وې هغه يې سرته ونه رسولې نو په مجموع کې ولس نهيلى دى ،په ټاکنو کې به دا ځل کم خلک برخه واخلي،همدارنګه ځينو ولايتونو کې ځينې ولسوالۍ په مکمل ډول د مخالفينو تر ولکې لاندې دي او تقريبا نولس نه تر يو وېشتو ولايتونو کې عملا مخالفين ځاى پر ځاى او چيرکي جګړې کوي په دغه لحاظ ځانمرګي برېدونه زيات شوي نو کېداى شي د تېر په پرتله د ولس ګډون په انتخاباتو کې لږ وي .


په مجموعي ډول نهيلي ډېره ده،ولس په انتخاباتو کې ګډون کوي د دوه علتونو له مخې:يو دا چې د جمهوري رياست له ټاکنو سره سم د ولايتي شورا ګانو لپاره ټاکنې کېږي زما له نظره د ولايتي شورا ګانو لپاره کانديدان چې دي دوى ميدان ته د ولس په راجلبولو او کشولو کې ډېره ونډه لري ځکه ځينې کسان د ولايتي شورا کانديدانوددوستۍ،خپلوۍ،ملګرتيااو ځينو نورو عواملو له امله دوې دې ميدان کمپاين يا اور اچولو ته راکشوي يانې دوې هم رول لري که چېرته ولسمشريزې ټاکنې ځانته واى نو تر ډېره به پکې د ولس ګډون لږ و ځکه ولس په ټوليز ډول نا راضه دى خو دا د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو يو ځاى کېدل ورسره د دې لامل کېږي چې د ولس ګډون دې ټاکنو کې له ډېر نهېلۍ را وګرځوي.
 



هارون حکيمي:د شنې پاڼې مجلې مسول مدير

 

ټاکنو ته يوازې هغه خلک د کانديدانو لپاره کمپاين کوي او پر دې کار مصروف دي د خپل مصروفيت لپاره ورته هيله من دي،نور خلک يې تر ډېره ځايه هېڅ کيسه کې نه دي ځکه دا ټاکنې د خلکو په خوښه ټاکنې يانې الېکشن نه بلکې د يوه چا په خوښه د خلکو له رايې پرته لا له وړاندې شوې ټاکنه (سلېکشن)دي،ډېر خلک وايي چې راتلونکى دولت او نورې اړوندې برخې لا پخوا ټاکل شوي،لکه د بن جرګه کې چې سيرت صيب ولسمشر وټاکل شو خو د نړيوالې ټولنې او امريکا نه و خوښ نو کرزى صيب يې په ښکاره د هغه پر ځاى وټاکه،خلک وايي دا ټاکنې بيا داسې دي او څوک چې د امريکا خوښ و هغه پاچا دى،خلک همدا شان د دې ټاکنو کول يو لوى زياتى ګڼي،خو څوک چې دا ټاکنې رېښتيا ګڼي نو وايي کرزى صيب قوي سيالان نه لري که لري يې نو اشرف غني احمدزى دى چې هغه هم پښتون دى او کرزى هم پښتون دى او دواړه د پښتنو رايې خپلوي،له پښتنو پرته نور قامونه ځکه رايې نه ورکوي چې دى متعصبه بلل کېږي.نو په لنډ ډول به دا وايو چې خلک په دې نظر دي چې کرزى بيا د امريکا خوښ دى او همدى بيا ولسمشر ټاکل کېږي نو ځکه ټاکنو ته هېڅ اړتيا نشته.
 


اکبر شېر – د ننګرهار د ولايتي شورا څوکۍ ته کانديد

 

د لېوالتيا کچه تر پخوا ډېره ټېټه ده دلېل يې دا دى چې يو خو خلک نهېلي شوي،د تېرو ټاکنو په نتاېجو کې درغلۍ وې،دويم عامل يې دا چې هغه هيلې چې خلکو له ټاکنو درلودلې هغه په هغه وخت پوره نه شوې،د بېلګې په شان د خلکو د ژوند کچې لوړوالى سربېره پر دې چې لوړه نه شوه،د فقر له کرښې هم راټېټه شوه .دويمه خبره دا چې په امنيتي لحاظ اوس وضعه ډېره متشنجه ده ترپخوا او درېيم غټ عامل يې دا دى چې افغان دولت نړيوالې ټولنې سره هېڅ همغږي نه لري په مجموع کې زموږ د بهرنۍ پالېسۍ يوه لويه بدګڼه هم دا ده چې موږ داسې اساسي او فکري وړتيا چې نړيواله ټولنه راسره يو کړاى شي نه لرو له همدې امله خلک فکر کوي چې دا به يوه ساده پروسه وي او زموږ رول به پکې نه وي خو په هر حال زما هيله له ټولو هېوادوالو دا ده چې که شونې وي تر ډېره کچه دې بيا ټاکنو کې د تېرو ستونزو په هېرولو سره د برخې اخېستو هڅه وکړي ځکه په يو ځلې رايه اچونه بدلون نه شي راوستل کېد اى او په دې برخه کې پوره هڅه په کار ده خو يو بدلون چې هېوادوالو ته يې وايم هغه د همدوې د رايو په وجه و چې تر پخوا پورې دوه ادارې وې چې په ټاکنو کې يې رول درلود چې مرستندويې وې او يوناما خو له ښه مرغه اوس د يوناما کار لېرې شوى او خپلواک کمېسون د دې ټاکنو د ترسراوي دنده لري،دا د همدغو رايو محصول و چې يو ډول پرمختګ يې رامنځته کړ او زه هيله لرم چې بل ځل بايد بل مرسته کوونکى چې پرلګښته وي دوې هم لېرې شي او د دوې پر ځاى کېداى شي موږ له درې مياشتينيو رضاکارانو ګټه واخلو،ګوره ولايتونو ته که پام وکړو ترټولو لومړى امنيت مهم دى،خلک کوښښ کړي چې يوه داسې موثره اداره دې راشي چې په هر قېمت چې وي د مخالفينو پر وړاندې له کوم قيد وشرط پرته د خبرو دروازې خلاصې او د هغوې رول دولت کې څرګند کړي،همدا شان د دولت ضعېف اداري سېستم دې پياوړى شي،بهرنۍ مرستې دې د نړيوالې ټولنې په همغږۍ ولګوي،شايسته سالاري دې واکمنه کړي او د سالمو مخالفتونو ټولې لارې رامنځته کړاى شي.
 


واحدالله همکار – د تجروبوي لېسې ښوونکى-

 

د راتلونکو ټاکنو لپاره د لېوالتيا په اړه که اوس له هر چا وپوښتل شي نو بې له شکه به ووايي چې راروانو ټولټاکنو ته خلک دومره لېواله نه دي ځکه يو خو د خلکو منتخب حکومت د هغوى د هيلو په ترسره کولو کې پاتې راغى او د خلکو باور په خپل ځاى پاتې نشو، بل که وګورو زمونږ ډېرى هېوادوال په دې اند دي چې اوسنى حکومت هم د امريکا او د هغوى د يارانو حکومت دى او راتلونکې کې هم هغه څوک چې د امريکې او د هغوى د يارانو خوښ وي او د هغوى امرونو ته لبيک وايي نو هماغه به د افغانستان راتلونکى ولسمشر وي.

که فکر وکړو د هېوادوالو دا فکر او اند تر يو ځايه سم هم دى ځکه دا څو کاله کيږي چې پر کلو بمبار کيږي، خلک وژل کيږي، بهرني ځواکونه د خلکو په کورونو وراوړي ، خو بالاخره هر هغه څه چې د نړيوالو په ځانګړي ډول د امرېکې خوښ وي، کوي يې. زمونږ حکومت هيڅکله هم ددغو ستونزو سمه او جدي پوښتنه ونه کړه نو ولس چې دا حال ګوري ضرور دا فکر ورسره پيدا کيږي چې ضرورت څه دى چې کارت واخلي او رايه ورکړي. بله تا د هيلې وويل نو د لېوالتيا په څېر يې هيله هم درواخله که په دې څو کلونو کې يې هيلې پوره شوي وي نو راتلونکې ته به هم يو څه هيلې ولري.

Copyright Larawbar 2007-2024