سوماليا: ځانمرګي بريد وزير او ٢٤ کسان ووژل
په سوماليا کي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي د دغه هيواد د ملي امنيت وزير او ٢٤ نور کسان وژل سوي دي.
د حملې مسئوليت يوې تندلاري وسله والي ډلي پر غاړه اخيستئ، چي د دغه هيواد ولسمشر شيخ شريف احمد يې د القاعدې کار بولي.
د سوماليا ولسمشر تر پېښي وروسته وويل دا يوه ډېره دردوونکې پېښه ده چي ترهګر ملکي کسان په نښه کوي او يوې پوښتني ته په جواب کي يې د دې کړني د اجرا ګوته اسامه بن لادن ته ونيوله.
بلي خواته د عرب ليګ، ملګرو ملتونو او امريکا له خوا دغه حمله په سختو الفاظو غندل سوې ده.