وزيرستان: د امريکا په تازه حمله کي مرګ ژوبله اوښتې

34 | جولای 17th, 2009


 

د شمالي وزيرستان په ګړيام سيمه کي پر يوه کور امريکايي بې پيلوټه الوتکي حمله کړې چي د رپوټونو له مخي پنځه کسه يې وژلي او تر لسو ډېر يې ټپيان کړي دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکي پر يوه کور دوه توغندي وتوغول چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د پېښي د قربانيانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل سوي، خو تر دې دمخه چي بمبارۍ سوي دي اکثره پکښي د بيت الله مسود جنګيالي وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024