کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زموږ استادانو ؛ د جهاني لاره تعقيب کړئ!

زموږ استادانو ؛ د جهاني لاره تعقيب کړئ!

 


 


وايي کله چې د يوه کور درنښت، عزت او خونديتوب ته خطر پېښېږي دفاع يې پر ټولو لازمه ده. مثلاً که فرض کړو يوه کور ته د شپې يا ورځې په يوه مناسب فرصت کې غله لوېږي او غواړي ټوله شتمني يې لوټ او له ځان سره يوسي. آيا دا شونې ده چې غله به کور کې د اوسېدونکو غړيو تر منځ توپير وکړي؟ آيا دا ممکنه ده چې هغوى دې حتى د ښځو لحاظ و خاطر وساتي او له غوږونو، غاړو او ګوتو دې يې طلاوې په ډېر خښم ونه شکوي؟ آيا دا هم کېدى شي چې هغوى دې په دغه کور کې ځينو کسانو ته له دې امله زحمت ورنه کړي چې عمرونه يې خوړلي او بوډاګان دي؟ او که دا امکان لري چې دغه غله دې د مطلوب کور د غړو د شتمنۍ د لوټلو پر مهال له انصافه کار واخلي او تر يوه اندازو پيسو په دې نيامت لاس واړوي چې د کور د څښتنانو لږ تر لږه د سبا ګوزاره په وشي؟


که د پورته ياد شوي خيالي کور د غلا او لوټ تالان پر مهال د هغه يو غايب غړى يا غړي خبر کړل شي چې ستاسې کور غلو لوټ کړ يا هم ورته وويل شي چې د لوټېدو په حال کې دى، نو کوم سالم عقل منلاى شي چې هغه يا هغوى به سره له دې چې د غلو له ګواښه په آمان او يوه خوندي ځاى کې دي، د خپلې شتمنۍ او خپلوانو په لوټېدو خپه نه شي او د فرصت په صورت کې به يې دفاع ته راولاړ نه شي؟


نن سبا زموږ هيواد هم همدې حالت ته د ورته يوه ډېر بد او وخيم وضعيت پر پوله ولاړ دى. له يوې خوا د خارجي اشغالګرو انډوخر دى، له بل پلوه يو ناپوه زعامت، له يوه اړخه د قاچاقبرانو مرګوني دامونه دي، له بل جهته په سپينو جامو کې د عزتونو او ناموسونو پر سر معاملې!


زموږ برخليک د سمندر پر اوبړينه سينه د هغې خوځېدونکې بېړۍ په شان دى چې له دباندې څخه غرونو-غرونو خوني څپو او توپانونو را ايساره کړې او له دننه څخه د يوه بې تجربې، ناپوه، بې ارادې او وېرېدونکي کپتان او ورسره مشابه کاري ډلې په وسيله راهنمايي کېږي. خو بدمرغي په دې کې ده چې که څه هم د کښتۍ ډوبېدنه د ټولو سپرو غوښي د وږو کبانو په ښه ورولي، بيا هم هغوى پر ډلو سره وېشل شوي او ځينې يې له دې امله د کپتان پلوي کوي چې قوم ته يې منسوب دى، اخښى يې دى، خېښ يې دى، ماما يې دى، ورور يې دى، د کوڅې يې دى، د ښار يې دى د ولايت يې دى… بله ډله يې بيا پر ښايست، درنې څېرې، ګلاليو خبرو، ډډ آواز او چټکو قدمونو مينه ده او نه غواړي له مخې يې ليرې شي… ځينې کسان بيا غواړي ځان ورنژدې کړي او د ژوند په پاتې لنډ او تنګ فرصت کې د هغه تر وزر لاندې شي او د خپلې طرفدارۍ د قيمت په توګه يو څو اشرفۍ ځنې ترلاسه کړي… مګر دغه ناپوهان د ماشومانو په شان په دې نه پوهېږي چې پر سرو سکروټو د غميو ګومان او بيا ګوتې وروړل څه معنا لري او له ځان سره دا سوچ نه کوي چې د ناپوه او ناکاره کپتان پر ځاى پاتېدنه د ټولو سپرو حتمي نابودي او ګوښه کېدنه يې د توپان له ستوني څخه د راوتلو د هيلې د مړژوانده څراغ روښانېده دي.


نن متاسفانه زموږ ډېر هيوادوال په دې نه پوهېږي چې د زعامت د لوى مسووليت پېټى د چا پر اوږو کښېږدي او څوک دومره هنر لري چې له دې ډاروونکې تيارې څخه افغاني هويت راوايستلاى شي. دوى ملامت هم نه دي ځکه ډېره برخه يې اصلاً د ښه او بد تر منځ د توپير او ډېرو بارکو حساسيتونو د پېژندنې او پر وخت تشخيص صلاحيت نه لري، ځينې کسان که يې له څه نا څه عقل او هوښه برخمن دي او خداى تعالى دا استعداد پر لورولى چې سم او ناسم په وپېژندلاى شي هغوى بيا د خپلو پيروانو له ناپوهۍ او صداقت څخه په استفاده د ضمير د پوښ(ايمان) پر ځاى د پيسو له پوښ(جېب) سره سلا کوي او طبعاً به هغې خوا ته مخه کوي چې جېب يې ورپړسولاى شي.


يو شمېر داسې کسان هم شته چې هم الله پاک د تور او سپين د ليدلو توان په سترګو او ماغزو کې ورايښى او هم يې ايمان دومره قوي دى چې له قبيلوي، سيمه ييزو او نفساني پولو څخه پښه واړوي او داسې يو کس د خپل مشر او مخکښ په توګه انتخاب کړي چې بې زر او زوره، خو لوړ ارادته، باعزمه، پوه، مدبر او باتجربه وي. ليکن د دغې ډلې مشکل دا دى چې په حساب کم دي.


مګر که کوښښ وکړي کولاى شي په خپل منځ کې د موجودو روښانو او ټول منلو څېرو د موجوديت له برکته له لومړۍ ډلې څخه هغه کسان رابېلولاى شي چې اوس هم دوه زړي دي. دغه حيران خلک که په دويمه ډله کې د پېژندل شويو او مخکښو کسانو له شتوالي او د هغوى له نيته خبر شي نو د فيصلې پر وړاندې پراته خنډونه به يې ډېر ژر ونړېږي، ځکه هغوى د خپلو دغو روحاني استادانو او لارښودانو په خبرګۍ، پوهه، علميت او روغه ټاکنه کې هېڅ شک نه لري او د خولې هره خبره يې د ډبرې کرښه ورته ښکاري. مګر ستونزه په دې کې ده چې نن هم دغه پوهان او مخور چوپ او مسکوت دي. نه پوهېږم ولې، آيا وېرېږي او پر سپينه خوړه دومره بې زړه شوي چې آن خپل ملي-سياسي ميلان هم څرګندولاى نه شي؟ که نه نو ولې د ښاغلي عبدالباري جهاني پر پله پښه نه ږدي او خپلو فکري حاميانو ته د غوره زعيم د پېژندلو په چاره کې نېغه اشاره نه کوي؟ موږ افغانان په تېره پښتانه په کور دننه او بهر کې ماشاالله ډېر داسې مخور او منلي عظمتونه لرو چې خورا ډېر پيروان لري او فيصله يې د ډېرو کسانو د ژوند د لارې تيارې وژلاى شي. يعنې موږ سعدالدين شپون لرو، محمدصديق پسرلى لرو، اسدالله غضنفر لرو، حبيب الله رفيع لرو، ډاکټر فاروق اعظم لرو، دروېش درانى لرو، پيرمحمدکاروان لرو، محمداسماعيل يون لرو، عبدالغفور لېوال لرو، شهرت ننګيال لرو، پوهاند مجاوراحمد زيار لرو، ايمل پسرلى لرو، داوود جنبش لرو، ناشناس فطرت لرو، فرهاد دريا لرو او…. يو ځل بيا پوښتم چې دوى ولې چوپه خوله دې او په يوه ډېر نازک پړاو کې خپل فکري پيروان له خپل هوډ او ملي-سياسي تصميمه نه خبروي؟ دوى ولې له ذبير شفيقي څخه زدکړه نه کوي. دا چې نوموړى سره له دې چې، ځان ته يو پابند مسلمان او ايماندار افغان هم وايي، د ويسا ورځپاڼې له لارې خپل تاريخي رسالت هېروي او د کرزي د ناپوه او نالايق شخصيت په بې شرمانه دفاع کې د اشرف غني غوندې لويو پوهانو سپکاوى او د يو څو پيسو لپاره حق تر پښو لاندې کولاى شي، نو پر مخکنيو يادو شويو پوهانو څه ټکه رالوېدلې ده، هغوى ولې د رښتيا او حقيقت پيروي خو لا څه چې په اړه يې خپل نظر هم نه شي څرګندولاى؟


په پاى کې دا يوه يادونه خامخا کوم هغه دا چې د دوى دغه چوپتيا يوه لويه تاريخي تېروتنه، له ټولو پښتنو سره نه هېرېدونکې جفا او هغه درنښت سپکاوى دى چې موږ يې ورته لرو.


 


د خداى او رښتيا د پلويانو د ډېرېدو په هيله!