کور / تازه خبرونه / په هوټلونو کي چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله

په هوټلونو کي چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله


د انډونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کي دوې غبرګي چاودني سوي چي د پوليسو په وينا بهرنيان هم پکښي وژل سوي دي.

د انډونيزيا د کورنيو چارو وزير ويلي په دې چاودنو کي چي په ريتز کالټن او ميريټ هوټل کي سوي نهه تنه وژل سوي او شاوخوا ٥٠ تنه ټپيان سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت په وينا په مړيو کي يو د نيوزلنډ تبعه دئ او همدا راز په ټپيانو کي د بېلابېلو هيوادونو ١٣ اتباع شامل دي.

په ميريټ هوټل کي په ٢٠٠٣ کال هم يوه چاودنه سوې وه چي ١٢ کسه پکښي وژل سوي وو.