ګناهګار پرد ېس

36 | جولای 19th, 2009


 ګناهګار پرد ېس  دکار څخه ستړی راغلم …ډېر ستړی وم … اوږد اوږد پر کټ و غرېدم … غوښتل مي بيده سم … زړه ه مي ډېر نا کراره و…سر مي په توس کې پټ کی او څو اوښکي مي له سترګو ولاړې..اوس نو هغه وخت راروان و نور به مې دټوله وجود واک و زړه ته ورسپاری  او زه به يې دخيال پر نيلۍ تر خپل جانانه ر سولم.ده ماځيګر لمونځ  به   پر قضاکيدو و چي زموږ ښار ته ورسيدم  هلته مې شپه دمعصوم سره تېره کړه. سهار مخکي تر اذانو ده د موټرانو اډې ته ورسولم، لمونځونه موپه اډه کي وکړه، د ملګري سره مي د خدای په امني وکړه، او موټر دلمانځه تر خلا سيدو وروسته سمدستي حرکت وکی ما دلاري مخته کتل چي ژر خپل کلی ووينم. زه د موټروان بغل ته ناست وم.د ۴ ساغتو سفر وروسته مي د موټروان ځخه وپوښتل: (( اوستاده څو مره لاره لا پاته ده؟ )) اوستاد وخندل او راته ويې ويل  (( لکه چه ده مسافري څخه راغلي يې؟))ما په جواب کي ورته وويل: (( هو.))اوستاد وويل  :((بس ٥ يا ٦ دقيقي لاره پاته ده.))بس داسي فکرمې وکړ لکه وروسته له کلونو کلونو چي مې سمه ساه ايستلې وي.موټر درود پر غاړه دټوپانو څخه جوړشوي کښتۍ ته نژدې ودريدی.زه چي دکور وليدو ته دومره ناتوانه وم چه ليونتوب راڅخه کيدی په يوه حمله مي خپل سامان ده هرچا ترمخه په کښتۍ کې کښيښود او کښتيوان ته مي وويل : (( ونيسه يواځي ما  تر رود واړوه بيا نورخلګ واړوه.))کښتي وان هم پوه شو چه ناولده معلوميږي خامخا ده ډير وخت مسافروي ژر يې تر رود واړولماو مخ ده کور پر لورراروان شوم اوس نو فقط د شنو توتانو او  او ولو په سايو پوښل شوې لاره چي زما ده ما شومتوب انځورونه پکښي نغښتي وه ده کلي او رود تر منځ پاته وه.کلي ته نارسيده يو غټ ميدان و دشمال خواته يې دروڼو اوبو ډکه واله بهيدل د ولې سره نژدی مسجد و  او ده مسجد په بغل کي يوکتار دتوتانو درختو ورپسي د پيغلانو انجونو دناستي ګودر زموږ وکلي ته دقدرت يوه داسي ښکلا ور په برخه کړي وه چه په يوځل ليدو هيڅ کله دچا له ذهنه نه وتل.ميدان له رسيدوسره سم مي ده ماشومانو دسبکو اوازو نه په ډيره مزه تر غوږو راورسيدل، لا دوه قدمه مخته نه وم تللی چه دکلي پر سپينږيرو مي مخ برابر شو هغوي ته مي سلام ووايه خو دکور دليدو په خاطر مي زړه ونه غوښتي چه له هريوه سره جدا جدا ستړې مسې او پوښتنه وکړم.ځوانان کروندو ته تللي وه پيغلانو او ناويانو هم له بامو سرونه راپورته کړي وه  يوی او بلي خواته يې تماشه کوله خو ده چاچي دګودر بهانه جوړه وه له کوره په راوتل او دګودر په لور رواني وې. د کلي  دکوڅې په سر کې وراسته طرف ته څلورم کور چي دتوت دلرګي څخه جوړه شوي دروازه يې وه  اود ديوال يو  طرف او بل طرف يې په سپينو ګچو رنک سوې وه زموږ ده کور وه.ددروازي وه بغل ته يو ښکلی ماشوم  داسي پريشانه ناست و چي تا به ويل خدای د ژوند له هري خوشحالي څخه بې برخي کړی دئ، کله چه مي ماشوم ته ښه په غور وکتل ده ماشوم د پسرلي د ګلاب په څېر ښکلي باړخوګان، غټي ګيردۍ سترګي چي په غټو باڼوګانوپوښلي وې، نيمکه نري پزه او ښکلي شونډانو د ده ماشومتوب ته زرچنده زياته ښکلا وربخښلې وه  د ده په ليدو زما ه هغه دکلونو دهجران اور ماته داسې معلوميدي لکه چه نور يې په لمبو کيهيڅ اثر نه و پاته.د ده ښکلي مخ چي کټ مټ خپلي مورته شوی و شک مي ورباندي ورسيدي چي زما دزړه ټوټه ده.ماشوم په ډيره عاجزې سره وپوښتل : (( څوک مو په کاردئ؟))خپلي غيږې ته مي راينژدي کی له سترګو مي بي اختياره اوښکي دارشوې خو دده ماشومو سترګو لاهم هغسي زما تماشه کوله اوحېران  پاته و. دروازه مي وشرنګول انا مي دروازې ته راغله هغه خوارکۍ چياوس نو تر عينکو را رسيدلی وه او لکړه يې هم له ځانه سره ګرځوللاس تر عينکو لوړ پرتندی ونيوې تر څو دلمر وړانګي يې دسترګو رڼا ورکمځوري نه کړي، زما پر  لور يې دکتلو کوشش کوی چي ما وار ورڅخه د مخه کی او په غيږه پوري  مي ونيول هغي غريبې د اوښکو ډکې سترګيپه ژړا ژړا راته وويل : (( ولې ظالمه داسې ظلم هم څوک کوي!))ما سامان په درازه راد ننه کړچي ده يوي ناولده ښځي له خولی مې دا اواز تر غوږو شو،درېدیګل مور زيری مي در باندې رېدې ګل خداي راوست، دکوچنيانو او لويانو ږوږ شو  هلی رېدېګل راغلي مورمي هم په منډه منډه له خوني څخه دراوتوسره سم لوی لوی بوغارې شروع کړې.لکه ليونتوب چي ورڅخه کيدې کله يوي خوا کله به يې بلې خواته وکتل بيابه يې زه د مخ پر يوه خوا بله خوا ښکل کړم.  د مورسره چي مي ستړي مسي خلاصه کړه ماچي ده مخه لا پدي پوهيدم چه زموږ په کورکي ده ميرمني سره ده ټولو په مخ کي ستړي مسي لوي عيب و ما قصدي خيرن کالي اغوستي وه. نوبهانه مي جوړه کړې وه انا او مورته مې وويل : (( که ستاسي خوښه وې زه به کالي بدل کړم.)) .نور نو ددوې جواب ته تم نه سوم له مور څخه مې پوښتنه وکړه : (( مور زما خونه کمه ده؟)) مور مې جواب راکړ : (( ورسه زويه هغه ده د اشپزخانې بغل ته اوله خونه ستا ده.))  د خونې پرلور روان شوم پوهيدم چي خړکۍ په خونه کې ده. هو! زما ميرمنې ته ما په خړکۍ ويل .هغه په اصل کي سپيره او ساده پښتنه ميرمن وه ماتر بل هر نوم ده هغې د پاره دانوم بهتره بولی ځکه مې خړکۍ ورته ويل.خير په خونه مي سر وردننه کی ، خړکي چه دخونې په منځ کې ده شرمه په کښته سر په داسي حال کي ولاړه وه چه تر سترګو يې ده ملغلرو په څير قيمتې اوښکو بي اختياره موجونه وهل .هغه چي کلونه کلونه يې زما د هجران غمونو ګاللي وه سپين او ښايسته بدن دخزان د پاڼې په څېر  تک زيړ شوي و،  رنځور زړه د ژوندانه له ټولو خوښيو نااوميده معلوميدی لکه چي اوس هم زړه نا زړه وه، اوس هم زړه سوالونه ورڅخه کول دا هغه څوک دی چي ته يې کلونه کلونه وغم او هر مشکل ته يواځې پري ايښې وي، ايا اوس به دی ستا د زخمونو لپاره دوا شي؟ ايا اوس به دی ستا هغه خوبونو په حقيقت بدل ګړي چه تا ورته ده همدغه ورځي په انتظار وې؟ که به يوځل بيا هم هغه سي خوبونه پاته سي؟ .د دې دغه غمجن او خزان رنګ چي په هره معني يې ماته ده ملامتې ايشاره کول زه يې ليونې کړم نه پوهيدم چه په يوه شيبه څه وکړم په څه ډول دا ستر جبران ادا  کړم  ايا بخښه ورڅخه وغواړم او که په خپله غيږه پورې ونيسم؟  پر سترګو يې سترګې وربرابري  کړم او څه  ورته ووايم ؟ ايا دا ورته ووايم چي پدي خوشحاله يم چي الله مې له يوې خوا ستا د ديدن ارمان پوره کي له بلې خوا هرڅه چه وه نور تير شوه بيا به هيڅکله تر هغه چي ژوندې يم داسې ظلم به ستا سره ونشي يا هم داسي ووايم چي ما وبخښه زه پر دا هرڅه چه ما کړې دې پښيمانهيم  نور به زه ټوله ژوند ستا ده ارمانو ده پوره کيدو لپاره تيروماخر څه ووايم؟چوپ لکه مجسمه ولاړ وم… اخر دې سکوت مات کړ …هغې بس يوه خبره پر خپله پاکه پښتنه ژبه په ډيرې عاجزې سره په بيا بيا دا خبري تکرارولېتابه ويل لکه ژوند اخيرنې غوښته چي يې همداوي : (( ما نوره يوازې مه پريږده. زه مرمه! زه نور مرمه! د خداي دپاره ما يوازي مه پريږيده. زه مرمه! زه نور ستا ده جداې غم نسم زغملای.ستا ماشوم  بچې ستا په ژوندوني ده بي پلارې په اورکي  سوځيږي…)) لا هم ورته غوږ وم ، لا هم راته کډه وه… شور سو ، د خوبه را وغورځېدم…اوه ! دا خوب و … خو تر حقيقت هم ښکلی و…دباندي زما د مخا مخ هندو ګاونډيانو د کور د مخه اواززونه راتله …دلته دوه وړونه اوسېدل …زما په څېر دوه پردېسي وړونه…  اه خدايه!… دا څه وشوه… اه خدايه!… داڅه وشوه زه  څه وکړم…ده بيجو ده دغه ليونيو کړيکو حيران کړم په منډه منډه له کوره دباندي ور ووتم  ته راووتلم ده نورو کوروو خلک هم پر بيجو راټول وه خو بيجو د خپل ورور راجيش جسد ته په کړيکو کړيکو ژړل او په چيغو چيغو يي داويل زه به مي بيچاره ورينداري ته څه جواب ورکوم زه ماشومو وراره ګانو ته څه ووايم…د راجيش په لاس کي يو خط وژر مي را پورته کړ راجيش په خط کي ليکلي وه:((زما ګراني ميرمني ما تا ته هيڅ وه نه شوه کولاي زه په کلونو ستا څخه ليريوم ما ده پرديو ښکلو  په هوس ته له پامه غورځولي وې.وګوره ما دادي ځان ته سزا ورکړهيوه هيله  لرم  که کيداي سي ما وه بخښه…               ستا راجېش))



 

 

Copyright Larawbar 2007-2024