موږ خو سم پټانان يو
مازديګر مي د دوكان كارونه تمام او د پلورلو شيان سره سم كړل. د اخيستونكو لپاره مي پوره تيارى ونيو. په خپلو كارونولګياوم چي دوې مېرمني يوه پخه او يوه سپين سرې له دوو ماشومانو سره چي جنكۍ وې او عمر يې هم له اتو تر لسو كلونو پوري اټكل كېداى شواى راننوتلې. له سلام وروسته په دوكان كښي ورګرځيدې. له خبرو داسي ښكاره شوه چي مور او لوراني دي. په هندي يې خبري كولې او د هندوستان وو. د خپلي خوښي څيزونه يې راواخيستل. له بيي ويلو وروسته سره جوړ راغلو. د بيل په ليكلو شوم د نوم ځاى ته چي راورسېدم پوښتنه مي ترېنه وكړه:
– نوم مو څه ده ؟
-وليكه زكريا خان.
-تاسو خانان ياست. يعني پښتانه ياست .
– هو، موږ پټانان يو. د ډيلي پټانان.
– ماشا الله! څومره ښايسته او ګلالي ماشومان دي. څه نومېږي ؟
ښې بيداره جنكۍ وې. دستي يې وخندل مېز ته رانزدې سوې :
– زما نوم عادله او د هغې نوم فريده.
مور يې سترګي وربرګي كړې ورته يې وويل :
– زويه! سړى خپل پوره نوم اخلي. كاكا ته خپل پوره نوم ووايه .
-زما نوم عادله خان او هغه فريده خان ده .
– شاباش افرين. تاسو خو مي خپل سواست. زه هم خان يم. پښتون يم چي تاسي ورته پټان واياست . تاسي هم پټانان ياست .
جنكو سره وخندل. مورته يې وكتل. انا يې وويل :
– موږ د هندوستان پټانان يو. قبيله مو سوري ده. پخوا تللي يو د شېر شاه سوري له كورنۍ څخه يو. نور مو هر څه بدل شوي دي. يوازي دا نوم راپاته دى. مشران مو وايي چي د ماشومانو له هر نامه سره بايد د خان تورى وكاروئ. تر څو خلك مو وپېزني چي موږ خانان يو او خپل اصل نسب هېر نه كړو.
ماشومي ته مي وويل :
– اوس نو موږ او تاسو سره خپلوان يو .
نه دې وړي نه دې راوړي وې خندل. دا خبره لږ عجبه ورته ښكاره شوه. مورته يې وكتل بيا يې وويل :
-نه، نه. موږ سم خانان يو. تاسو غوندي پټانان نه يو.
-ولي-ولي؟ څه پروا لري تاسي هم پټانان او خانان ياست موږ هم يو .
– نه كاكا داسي نه ده. موږ ارام او سم خانان يو. تاسو چي ياست دا كالي چي مو اغوستي دي قوي او غټ خانان ( سټرانګ) خانان ياست. موږ تاسو غوندي نه يو.
– دا نو څه پروا لر ي؟ كه زورور يو كه كمزوري؟ خو ټول خانان يو?
– نه كاكا داسي نه ده. موږ دي خداى تاسي غوندي نه كوي. موږ سم پټانان يو تاسي خو زورور ياست. جنګونه كوۍ خلګ وزنۍ. موږ تل په تلويزون كښي وينو چي خلك مړه كوئ. لوي ږيري، پټاني كالي. لونګۍ مو تړلې دي. تاسو طالبان ياست. موږ ته په ښونځي كښي ټول شاګردان وايي ستاسي پټانا ن داسي ظلمان دي. له خلكوسرونه پرېكوي. ښونځي سوځي.
– ټول پټانان داسي نه دي.
-نه،نه. موږ يې نه منو. تاسي پټانا ن چي كالي اغوندئ او ږيري لرۍ زورور ياست. ډېر ظالمان ياست. خلك وزنئ. موږ نرم پټانان يو جګړې نه كوو. ظلمونه نه كوو. موږ خو سم پټانان يو. موږ ښونځي ته ځو درسونه وايو او تاسو ښونځي سوځئ ا و درسونه نه واياست.
– پر دې مهال يې انا وخندل. ماته يې مخ رااړاوو:
-په ډيلي كښي پر پټانانو او طالبانو ډېري خبري كېږي. يوه ورځ په ښونځي كښي چا ورته ويلي و چي تاسي پټانان ظالمان ياست خلك وژنئ. دې ورته ويلي و چي موږ له هغو پټانانو نه يو. هغه ډېر پياوړي (سټرانګ ) پټانان دي. كله چي كور ته راغله ما ته يې وويل. موږ خو د افغانستان او پاكستان پټانان نه يو. سم خلك يو جګړې نه كوو .
په دې مهال يې تلويزون ولګاوو. تصادفاً د افغانستان او د طالبانو خبرونه خپراوو.
پاى