کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جهاني صاحب پيروۍ ته ځان او نور را بولم

د جهاني صاحب پيروۍ ته ځان او نور را بولم


سياسي ناتارونه، اجتماعي متارونه، قومي ګوزارونه او آيډيالوژيکي تفاوتونه، چي په هره ټولنه کي خپل اوج ته ورسېږي، نو ولس يې په نظرياتي لحاظ د ګمراهۍ لور ته او په فزيکي لحاظ د تباهۍ ګور ته ور ټېل وهل کېږي، چي له بده مرغه افغان کورخرابى هم په دغسي يوه ناوړه برخليک اخته دئ، چي له دغه کندي څخه د را ايستلو مسئوليت او رسالت يې تر هر څه دمخه د منور قشر کار دئ، ځکه تعليم يافته طبقه خو همېشه په دې ذکر او فکر ده، چي افغان ولس پوهه نه لري، سياسي شعور نه لري، د ښه او بد تحليل کولاى نه سي، په ړندو سترګو خپل مزل طى کوي، د ښه او بد په توپير نه پوهېږي، د قبيلويت په مرض مبتلا دئ، خپلي پښه پخپله وهي او…، خو زه له دغي منوري او تعليم يافته طبقې څخه د يوه کشر په حيث دا پوښتنه کوم، چي ايا پر افغان مظلوم ولس دغه دربدرۍ، دغه سياسي سوټي او دغه نظرياتي زهرجن غشي خپله همدا ستاسو له لاسه نه دي اورول سوي؟.
افغان ولس خو ستاسو په قول د علم له زدکړي بې برخي دئ، نو طبيعي خبره ده، چي دغو چټليو ته همدا تاسو ور پوري وهلى دئ، ځکه دغه ملت خو ستاسي په اصطلاح په شعوري توګه هيڅ هم نه دي تر سره کړي او هر وړ او ناوړ فعل په ناخوداګاه توګه ځني صادرېږي، مګر د دغه لاري د ښوولو لپاره خو د هغو کسانو ضرورت سته، چي په يو څه پوهېږي او د شعور سترګي يې تر دې نور ولس يو څو فيصده روښانه وي، چي دغه مسئوليت د باسوادي طبقې دئ، چي له بده مرغه د افغانستان په وروستيو څو لسيزو سياسي جوړښتونو او حکومتونو کي د منور قشر لخوا دغه دنده سر ته نه ده رسېدلې، چي زموږ دغه بېچاره ولس يې د تيارو له کندي را کښلى واى، بلکي هغه د پښتو فلسفي متل دئ، چي: له خيره دي بېزاره يم، شر مه را رسوه، نه يوازي دا چي دغه ملت د لمبو له تاوه په امان کړه سوى نه دئ، بلکي د نظرياتي او سليقوي غوښتنو سياسي ماهرينو د دغه سرکښه لمبو د نور تېزولو لپاره نور سوټي هم په دغه دېګدان چخلي دي او د سياست په دغه تور دېګ کي يې نور هم د مظلومو انسانانو غوښي ور ايشولي دي.
په افغانستان کي د قدرت د بقا او د واک د لاسته راوړلو لپاره له هري روا او ناروا لاري او وسيلې څخه کآر آخيستل سوى دئ. دلته که د قدرتونو لېونيو د خپل واک د ټينګښت په خاطر د خلکو د تېر ايستني لپاره له اجتماعي مداريتوبونو او مذهبي دامونو څخه کار اخيستى دئ، نو له بلي خوا يې بيا پر دغه اسکېرلي او سپېدلي ولس د شا له خوا داسي مرګوني وارونه کړي دئ، چي په نتيجه کي يې پښتۍ او هډونه ور رېز مرېز کړي دي. که له انصافه کار واخلو، نو ويلاى سو (د احتياط په قيد) چي په افغانستان کي، چي هر څه ولسونه په سياسي ګردابونو او ايډيالوژيکي توپانونو کي غرق سوي او پوپناه سوي دي، نو اصلي پړه يې زموږ د سياسي مداريانو پر غاړه ده او دا ولس حق لري، چي په يو مناسب فرصت کي د خپلو حقوقو د بيرته لاسته راوړلو لپاره دغه کسان تر غاړو ونيسي.
د طالبانو د نظام تر نسکورېدو وروسته د افغانستان په نيمګړي سياسي قاموس کي يوه بله ناشولټه کلمه ور اضافه سوه، چي د سياست ماهرينو ورته (ډيموکراسي) ويله او د تطبيق لپاره يې زمينه ډېره مساعده ورته بلله. د دغي ډيموکراسۍ زېږنده حکومت يې د (پراخ بنسټه) په لقب ونازاوه، چي پر شېردل دي خداى ورحمېږي، په هماغه لومړيو کي يې د (ډريو) په توګه (پراخ تر څټه) ځکه ورته وايه، چي هر څه په مثقال نه، بلکي په خروار سول. ظلمونه، نارواي، فحشاوي، جنايتونه، غلاوي، پساتونه، انتقامونه، لوټني او…، تر بېخه – بېخه جايزي وې او دي. په دغه لګه درګه او سياسي اشپير کي نر هغه و، چي د سر کوټه يې ځغلولې واى او په دغه (سرشکوونکي) کي يې تر بل هر چا ډېره حصه اخيستې واى. په دغه لوبه کي د زياترو انسان ډوله لېوانو پنجې خورا ګرمي، خولې سرې، داړي تېرې او ګېډي غوړي سوې او په پاى کي يې پر نورور مظلومانو د خپل ټېغ د صافېدو لپاره خپلي ملنډي شروع کړې او د پاليسيو، ستراتيژيو او پلانونو په نومو باندي يې د دوى ويني وزبېښلې. په دغسي يوه دردوونکي حالت کي بيا هم زموږ ځينو باسوادو ډلو او افرادو په پوره ايماندارۍ او خلوص سره تر خولې دا ږغ را و نه ايستى، چي په زغرده دي يې دغه فاسد نظام د يوه نامشروع حرکت په حيث بللى واى، بلکي د ځينو بېځايه مصلحتونو، سياسي نزاکتونو، شخصي منافعو او مضر احتياط له وجي پټه خوله پاته سول.
دا اوس – اوس، چي د انتخاباتي مبارزو او کمپاينو بازار خورا ګرم دئ او په دغه کشمکش کي ځينو کسانو معامله ګيرۍ پيل کړي، ځينو په دغه بيروبار کي د جېب لوټني دندې پيل کړي او ځينو بيا د ځانو لپاره په آينده کي د يوه مناسب ځاى د لټولو فعاليتونه شرو کړي، نو طبعاً، چي په دغه ګيرودار کي به هر څوک د خپلي غړکي خوند ښه بولي، چي بيا به هم په دغو دامونو کي افغان بېچاره ولس را ښکېلېږي، ځکه چي زموږ عوام خو ډېر پاک زړي خلک دي او ډېر ژر د خپلي خاصي خوش باورۍ پر اساس پر يو چا اعتماد کوي، چي بويه نور دغه ساده ولس زموږ  د سياسيونو لخوا و نه غولول سي او که فرضاً له کوم چا سره دغسي بعدي پلان موجود وي، نو په کار ده، چي پر خوله يې د سوکانو بارانونه د هغه چا لخوا پيل سي، چي ځانونه د ټولني منور او باسواده قشر معرفي کوي، ځکه موږ د افغانستان په دا نږدې څو لسيزو کي دغسي کسان د واک ګدۍ ته خېږولي دي، خو کله چي يې خپله (. . .) د قدرت پر چوکۍ ايښې ده، نو بيا (خداى يو مالګي تروې) که يې څوک له دغي سريښناکي چوکۍ څخه را تا کړي.
دا چي د تجربو او مشاهدو له مخه ثابته سوې ده، چي د کرزي اته کلنه واکمني د بې معنا مصلحتونو پر بنا په مات او ګوډ حالت کي پر مخ تللې ده او په دغه خونړي يون کي پښتون قوم د يوه بدبخته او بې تالې کتلې په توګه د (اکثريت) په ګناه داسي ځيځېرل سوى دئ، چي په پوره درسته پېړۍ ښايي دغه کت ساز نه کړاى سي او ټول روا خداى ورکړي حقوق په زوره ځني غضب کړل سوي دي، چي اصلي مورينه يې کرزى او د ده اداره بلل کېږي.
که څه هم ټول افغان ولس بايد پر دې خبره توافق سره ولري، چي افغانستان د خارجيانو او پردي استعمارچيانو لخوا اشغال کړه سوى دئ، نه دي دغه اشغال او تېري ته د يوې بين المللي موافقې په سترګه ګوري او نه دي د دوى استثمار او استعمار ته د مرستي او د تروريزم د ختمولو رنګ ورکوي، بلکي دا خبره تر لمر سپينه ده، چي بهرني قوتونه د پردې تر شا د افغان ولس وينه زبېښي، په دغه ملک کي د خپلو خاصو منافعو او مرافقو لپاره د خپل ناروا اشغال ريښې ټينګوي او په دغسي حالت کي که د (جمهور رئېس) په توګه هر څوک را دمخه کېږي، نو يا خو به په ښکاره سره د پرديو په وړاندي د يوه ملي قيام خبره مطرح کوي او يا خو به د کرزي په څېر د دوى هره ناروا د (جاز) په ټاپه رنګينوي، خو دا چي (له پېښي تېښته نسته) او موږ په دغسي يوه حساس حالت کي مجبور يو، چي پر يوه داسي چا لاس کښېږدو، چي لږ تر لږه خو د پښتون قام هويت ورسره را ژوندى کړي او په ضمن کي د پرديو لپاره يوه داسي منطقي لايحه تصويب کاندي، چي د هغې په واسطه سره د يوې معقولي پروسې له لاري د خارجيانو دغه اوسني رسمي جواز ته د پاى ټکى کښېږدي.
اوس دا خبره را مخته کېږي، چي نو دغه سړى به څوک وي؟، ايا دغه کس به دې اوسنيو بخولو او سرګردانيو ته يوه نسبي د حل لاره پيدا کړاى سي که يا؟. نو زما د خپل پير (ښاغلي جهاني) په پيروۍ دا نظر دئ، چي راسئ، چي پر ډاکټر صاحب (اشرف غني) لاس کښېږدو، دا به پر نېک فال ونيسو، ګوندي وي، چي لږ نوکى د ارام ساه واخلو.

په درنښت