کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوه مخي سياستونه او سياسي مجبوريتونه

دوه مخي سياستونه او سياسي مجبوريتونه


موږ له ډيرې مودې راهيسي دغه سياسي اصطلاح ډيره اورو او كاروو يي، چې هغه يا دغه لورى دوه مخى سياست كوي، دلته له دوه مخيتوب څخه موخه د يوې ځانګړې موضوع په اړه دروښانه او شفافه تګلاري نه درلودل دي. هغه څوك چې دغه ډول سياست كوي په اصل كې غواړي خپل هدف ته د رسيدو په لاره كې له د دوه درې كانالونو ور پرانيزي او دباندي خلك ناخبره په يو ډول ابهام كې ښكېل كړي. ددغسې اشخاصو ،ډلو او سازمانونو په كړنو باندې سياسي مبصرين ډول ډول تبصري كوي او نظرونه وركوي خو  په ټوليز ډول ټول په دې اتفاق كوي چې دا يو دوه مخى سياست دى.


لكه رباني چې ژمنه يې له عبدالله سره كړې خو د كرزي سره هم د مذاكري په حال كې دى، همدغه شان مارشال فهيم د كرزي مرستيال دى خو د عبدلله او ملګرو سره يې ناسته ولاړه نه ده پرايښې، اسماعيل خان  خپله د كرزي مامور دى خوخپل نژدې ملګري يې عبد الله ته ورليژلي چې هغه ځاى سمبال كړى، كابل ميشته حزب اسلامي ولاړ له كرزي سره دي خو په صفوفو كې يې د حكمتيار د بيا راتګ له ويري دهغه نوم په ډير درناوي سره د يو مشر په ډول ياديږي، همدارنګه  د سيمه ييزو ارګانونو ريس او د افغان ملت ګوند مرستيال غلام جيلاني پوپل ظاهرا د كرزي له پاره كار كوي خو له اشرف غني سره زړه يارانه پالي او اكثره ځوانان اشرف غني ته په كمپاين كولو تشويقوي. دخوست والي قلندرزى نژدې دوستان اشرف غني ته ليږي خو خپله د كرزي كمپاينر دى د هلمند والي پخواني خلقيان شهنواز ټني ته[ددې له پاره چې خلقيان په راتلونكي د پام وړ وګڼل شي] په كمپاين كولو تشويقوي خو خپله له سپين ږيرو او نورو خلكو غواړي چې كرزى بريالى كړي ، په ننګرهاركې خو ارسلايي (حاجي دين محمد)كورنۍ دومره نوي كورني سياستوال دغه ماركيټ ته رايستلي چې هر يو يې بېل سټايل او بيل شعارونه وركوي تر څو خپل له لاسه تللي واكمني بيرته راژوندى كړې،په دغو ټاكنو كې ملي سوداګر او د شركتونو خاوندان كه د كرزي دكمپاين سره يولك ډالره مرسته كوي  مخالف لوري ته يې هم د مرستو سينه ډبوي.


 له پورته مثالونو داسې څرګنديږي، چې يو مخى سياست اصلا په دې خاورې كې سرخوړلى دى او زموږ سياستوالو دومره پرمختګ كړى دى چې په يو وخت كې څو لوري له ځان څخه راضي ساتلى شي.كه له ايراني فرهنګي يرغله سر ټكوو دا بيا  ښايي دپاكستان فرهنګي يرغل وګڼل شي چې اغيز يې دسر په سترګو ګورو.
دا چې ددغه دو ه مخې سياست اړتيا څه ده په دې هر څوك پوهيږي چې افغانستان د استثناتو وطن دى دلته هر څه ممكن دي په دې، چې هيڅ شى  روښانه نه دي  او د خپل راتلوونكي د خونديتوب له پاره هر سياستوال په دغه شش اوپنج كې لويدلى ښكاري.


دافغانستان په سياست كې چې كله لوري او جهتونه بدليږي، دمعمول سره سم دا خبره ورسره غوټه كېږي چې ښه غټه سياسي معامله وشوه. او تر ډيره همداسي ده هم . دا هم بايد په پام كې ولرو چې كله ناكله دغه ډول معاملو ته غاړه ايښودل او دهغې منل يو سياسي ضرورت او مجبوريت وګرځي. لكه له كرزي څخه  د محقيق او دوستم ملاتړ چې هم دا دواړه او هم كرزى د خپلو اړتياوو حل  په يو بل كې وينې كه نه( ده كجا اودرختا كجا) محقق اودوستم خو له كرزي سره داسې راخيستي وه چې په ژوند كې ديو ځاى كېدو تمه نه كېده دا دواړه ښاغلي خليلزاد ته په تمه وو چې يو به يې لومړى اوبل يې دويم مرستيال شي خو د خليلزاد سياسي مجبوريتونه او د كرزي مداريتوب هغه دې ته اړويسته چې دا دواړه په ډاگي ميدان پرايږدي.


هغه ورځي رانه يو چا پوښتنه وكړه، چې كوم غوړ كانديد نه پيژني،چې ور معرفي موكړي؟ ما ورته وويل ولي نه، پيژنم يي خو په دې نه پوهيژم چې له يوه سره ژمنه وكړم او بيا له بل پسي لاړ شم. هغه راته وويل مړه له دې خبرو پسي مه ګرځه !  له ځان څخه د امريكې سفير ايكن بيري جوړ كړه او له هر چا سره ګوره يو نه په يو ځاى كې به دې خداى ثواب وكړي. ((له ځانه ايكن بيري جوړكړه)) جالبه خبره او توجيه وه !!


 دا چې په افغانستان كې پنځه شپږ دغسې غوړ كانديدان شته كه له هر يوه سره ګوري اوژمنې وركوي نو دې ته بيا شپږ مخى او كه ټول په كې حساب كړي نو څلويښت مخى سياست ورنه جوړيږي.


كه ددوست او دښمن له خوا  دغه سياسي فشارونه او مجبوريتونه نه واى خليلزاد، جلالي او احدي به هيڅكله هم ځانونه دومره نه واى سپك كړي .نوموړو هر يوه خپل پلويان لارو، كوڅو،حجرو او هوټلونو ته راوويستل خو داسې شا ګرځ ورته وويل شو، چې هر څه يي پر ځاى پرايښودل، دا چې دغه ښاغلي د كرزي پر وړاندې څنګه چوپه خوله شول او د كوم مجبوريت له مخې په شا شول په اړه يې ډيرې تبصري وشوې چې په ټولو كې هماغه زړه خبره تكرايږي چې معامله وشوه.


 زما په نظر ددغو معاملو تر څنګ يو بل شى چې ډير پام ورته نه دى شوى هغه ددغو درې واړو د ملګرو او مخالفانو دوه مخى سياست او معاملې وي، چې دوى يې داسې ژر په شا كړل. دبېلګې په توګه دافغان ملت ګوند مشر انورالحق احدي به را واخلو چې څه ډول د خپلو ګوندي او نورو سياسي ملګرو له دوه مخې سياست سره مخ شو. ان هغه وخت چې احدي په خپل انتخاباتي كمپاين بوخت وو يو شمير ملګري يي دده د ګوندي مرستيال غلام جيلاني پوپل په اشاره اشرف غني ته ورليږلي وو او خپله  پوپل سره له يو شمير نورو افغان ملتيانوسره د كرزي په خدمت كې بوخت وو، له بلې خوا دمحاذ ملي مشر پير له خپل زوم احدي سره ژمنه كړې وه چې تر شايي ولاړ دى خو ډير ژر كرزي ته سلامي شو، احدي چې وكتل د خپلو ملګرو له دوه مخې سياست سره مخ دى له بل پلوه كرزي تر نورو په شه موقف كې دى نو سم دلاسه يې د كرزي هغه لاس ونيو چې وار دمخه يې د دوستۍ (معاملي) په نوم ورغځولى وو. كرزي دومره جنګسالاران په ځان را مات كړي وو چې د ملي خلكو او ددغو جنګسالارانو تر منځ د بيلانس برابرولو له پاره يي د احدي په شان د يو ملي ګوند مشر ته تر هر څه زياته اړتيا لرله.


 د افغان ملت ګوند يو پخوانى مشر ۷۸كلن محمد امين واكمن چې كابل ته دسياحت په موخه راغلى وو تر څو خپل پاتي ژوند له ستړي غربي ژوند نه لري په خپل هيواد كې تير كړي.غلام جيلاني پوپل يي مرستې ته ورودانګل ورته وېې ويل چې ((ياره ته د افغان ملت له پاره يو سمبوليك ارزښت لري همدا دي وخت دى غږ پورته كړه)). هغه خواركى هم لكه د پخواني پاچا ددوه ځوانانو په بدرګه ترهغه مطبوعاتي كنفرانسه بوتلل شو چې دښاغلي اشرف غني د ملاتړ له پاره يې تابيا شوې وه. كه ښاغلى واكمن دومره كلك نشنلست واي او په رښتياهم ورته دا هرڅه دمنلو وړ نه وي ښه داوه چې په دا تير عمر كې لكه د بلوچو دملتپال مشر نواب اكبر بګتي په شان غره ته ختلى واى. او وسله وال مقاومت يې پيل كړى واى.


راځوبيرته احدي ته كله چې څوك وغواړي يو ټوپ ووهي نو يو ځل د شاته تګ هڅه كوي، چې په پوره دقت دا ټوپ تر سره كړي خو ښاغلي احدي چې په ټاكنيزو سياليو كې ددغه ټوپ وهلو هڅه وكړه كله يې چې غوښتل شاته لاړ شي او ټوپ ته ځان تيار كړي نو د شاته تګ ځاى ورنه دوه مخي سياست مدارو ملګرو بند كړى وو په ټوپ وهلو كې يې موازينه له لاسه وركړه او كاواكه شو، نو ډز شو چې بيرته هماغه ولاړو او غوسا اوبو(حامد كرزي) ته ورولويد.


كه نور څوك يې معامله بولي خوزه ورته سياسي مجبوريت وايم. له دغه سياسي مجبوريتونو څخه دامهال ډيرې نورې ملي څيرې او هغه ژمن ليكوال او قلموال هم زوريږي چې مخكې تر دې يې د يو ارمان له پاره هلي ځلي كولي خو اوس له دې ويرې پټه خوله ناست دي كه چيري  بيا د كوم چا په پلوى غږ پورته كړي هسي نه هغه هم د كرزي په مرض اخته شي او يا هم تر هغه بدتر شي.


په افغانستان كې روانو دغو چلوټيو او معاملو ته په كتو ډاكتر اشرف غني احمدزى چې په خپل دريځ او ځيل كلك ولاړدى  له خپل يو امريكايي مشاور سره يو ځاى  دواړه په حيرت كې لويدلي دي، دغه دوه نړيوال ستراتيژيستان چې يو يې كانديد او بل يې سلاكار دى ددوى په خپله وينا دا ټاكنې ورته په زړه پوري دي ځكه هغه څه چې دوى دسلګونو كتابونو په لوستلو كې نه دي موندلي دلته ورسره هره ورځ مخ كېږي او تجربه كوي يي دغه شان ورو ورو په ناغواړي توګه په كې ښكېل كېږي هم، اميد دى چې د ښاغلي اشرف غني امريكايي سلاكار به په رښتيا هم له نويو تجربو سره خپل هيواد ته ستون شي.


افغانستان ځكه  د استثناتو هيواد دى چې دلته هر بد سړى ښه كېداى شي او هر ښه سړى بديدلاى شي. خداى دې زموږ ښه ،ښه لري او بدوته دي خداى سمه لار ور وښيي.