خامنيي د احمدي نژاد معاون ونه مانه

34 | جولای 25th, 2009


د اېران مذهبي مشر آيت الله خامنيي د ولسمشر احمدي نژاد له خوا وړاندي سوئ مرستيال ولسمشر رحيم مشايي ونه مانه.

آيت الله خامنيي ويلي رحيم مشائي د دې وړتيا نه لري چي د اېران د مرستيال ولسمشر په توګه کار وکړي او د هغه ټاکل د اېران او احمدي نژاد دپاره ګټه نه لري.

د اېران سرکاري ټلوېزون وايي د خامنيي تر دې پرېکړي وروسته به احمدي نژاد يو بل کس د مرستيال په توګه ونيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024