امريکا : يو نازېږېدلئ ماشوم دنيا ته راغلئ دئ 
د anp خبري اژانس د يو تازه خبر له مخي امريکايي پوليس د يوداسي چاپه لټه پسي لېڅي رانغښتي دي چي د يو نازېږېدلي ماشوم ۲۳ کلنه مور يې وژلې او بيا يې د هغې له رحم څخه د هغې د اتو مياشتونازېږېدلئ ماشوم را ايستلئ او غلا کړئ دئ .
قاتل ښايي د امريکا د( ماساتشوستس) ايالت د ( وورسستر) نومي ښارګوټي په يوه کور اوسېده له چيري نه چي يې د ګاونديانو له خوا پوليسو ته د سختي بدبويي شکايت وسو .
پوليس وايي چي نوموړې ۲۳ کلنه مېرمن اصلاً تېره پنجشنبه وژل سوې ده چي جسد يې په يوې المارۍ کښي ځای پر ځای سوئ وو .
د پوليسو او طبي کارکوونکو په وينا د اتو مياشتو ماشوم کېدائ سي چي وپاييږي خونوموړی په هر صورت عاجل دارو-درملو ته ضرور اړتيا لري؛ پداسي حال کښي چي نوموړی ماشوم قاتل له ځانه سره نامعلوم لوري ته وړئ دئ .
پوليسو پدې اړه د ملکي وګړو څخه هم ددوی سره د اړونده معلوماتو د شريکولو هيله کړې ده .
د امريکايي پوليسو له خولې څخه وروستي ورکړل سوي معلومات ښيي چي نوموړی غلا سوئ ماشوم يې موندلئ دئ چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوئ دئ .
۲۳ کلنه دارلين هاينس

وېډيو :