غزل _ محمد ايوب پکتيا ولايت
61
لوټ شوله زماوستادزړونوپخوانــۍ دنيــــا
خداى خبرکه بياشي هسې جوړه ګلالۍ دنيـا
څودرقيبان راته ساتلي په خپل څنګ کې دي
نه پرېږدي زمااوستادمينې وخوشحالۍ دنيا
اوس دې د وفا،خلوص اومينې کچه کمه شـوه
چــاکــړه دنظــره زموږتېره لېـــونــــۍ دنيـــا
ډېرې ګيلې راشي خوته راشې ټولې ختمې شي
څـه اغېزلري داستــادسترګــو وړه کـۍ دنيـا
هــرڅــه راتــه وايــه خــودروغ بـه راتـه نـه وايــې
نه يې شم زغملى په ماتنګه شي بېړۍ دنيــا
نه کېږي ترې نوره حوصله دايوب ختمه شــوه
ياخورقيب خپل که يازما دخاکسارۍ دنيــا