۱ فرانسوی، ۳ امريکايي پوځيان وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2009


د کابل څخه د چارواکو له خولې د اسوشېټيډ پريس د تازه راپور پر اساس نن د شنبې په ورځ ۳ امريکايي پوځيان د سړک غاړی په يوې بمي چاودنه کښي او يو بل فرانسوی پوځي د کابل شمال لوري ته په يوه وسلواله نښته کښي ووژل سول  .


د بهرنيو قواو يو رسمي کارمند ددغو درو امريکايي پوځيانو د کورنيو تر خبرولو پوري اړوند اضافي جزيات ور نه کړل؛ خو دومره يې وويل چي ۳ امريکايي پوځيان په سهيلي ولايت کندهار کښي وژل سوي دي .


د سړک غاړوبمي چاودنو تکتيک چي وخت ناوخت  افغان ملکيان هم پکښي له منځه ځي؛ د وسلوالو يو عمده تکتيک ګرځېدلئ ؛ چي په روان کال کښي يې دبهرني قواوود مرګژوبلي کچه پداسي حال کښي مخ په لوړه بېولې؛ چي د اوباما د نوي ستراتيژيک پلان سره سم د افغانستان په ناامنه سيمو کښي د ۲۱ زره اضافي پوځيانو په ځای پر ځای کولو سره د ټولو امريکايي هغو رقم د روان کال په پای کښي ۶۸ زرو ته رسيږي چي دغه شمېره په افغانستان کښي د ۲۰۰۸ زېږديز کال د پوځيانو د شمېري دوه برابره او په عراق کښي د امريکايي پوځيانو د اوسني شمېر د نيمايي سره سمون خوري .


په روان زېږديز کال کښي د ناټو او امريکاد ۷۴ م  پوځي په وژل کېدو سره د ددوی مرګژوبلي ګراف په بې ساري ډول مخ پر لوړه ختلئ؛ چي پدې رقم کښي يواځي ۴۳ امريکايان دي؛ چي پدې توګه دجولای مياشت د بهرني قواوو دپاره د ۲۰۰۱ کال راهيسي يوه تر ټولو مرګونې مياشت بلل کيږي .

د اسوشېټيډ پريس په راپور کښي د کابل شمال لوري ته د طالبانو له خوا د افغان او فرانسوي قواوو د يوې ګزمې پر مهال د فرانسوي پوځيانو تر بريد لاندي نيولو کښي د يو فرانسوي پوځي وژنه او دوو نورو ژوبل کېدل چي د فرانسوي پوځيانو د قرارګاه په يوې بيانيه کښي يې هم تاييد سوئ؛ خاصه کتنه سوې ده .

فرانسې د خپلو ۲۹۰۰ پوځيانو له جملې څخه د ۲۰۰۱ کال راهيسي په افغانستان کښي تراوسه  ۲۹ پوځيان له لاسه ورکړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024