کور / نثر / مورې

مورې

خوږې مورې ……..بښنه غواړم……ما ستا هغه كړاونه اوستونزې هله درك كړې چې پلا ر شوم ……..!!
موږداسې يو…..
هوموږه تل داسې يو…
موږديوشي په ارزښت هله پوه شوچې له لاسه يې وركړو……..
اوځينې حقيقتونه هله حس كووچې خپله يې وڅكو………..!


 

(خوږې مورې)
له تا بښنه غواړم…….
داميدوارې پرمهال چې تا له ما سره كومې ستونزې ګاللي…..
دولادت پروخت چې تا كوم كړاوليدلۍ………….
ما يې ترهغې تصور هم نه وو كړى ………
چې ترڅودخپلوبجوخاوند شوم …
اوخپله ميرمن مې وليده …
مورې.!بښنه غواړم….مورې…..
(قدرمنې مورې)
دهغه څه اجازه راكه چې په خپلوسترګومې وليدل…….
دخپلې ميرمنې په اړه ………دخپل ځوې په اړه ..
اه! څومره ستونزې ګالې..
هره شپه مې چې ميرمن دكورله ستړياووزګاره شي …
ديوې سترګې خوب په ارمان وي …
پر با لښت يې لا سر نه وي ايښودى …
چې په درانه خوب ويده شي…
اونا څاپه …….ناڅاپه..
دماشوم ژړاټول كورپه سرراواخلې …لكه ترهيدلې هوسې له خوبه را پاڅې …
خپل ماشوم سينې ته راجوخت كړې…اوترهغې يې الله هوكړې چې بيرته ويده شي…
اوبيا پربالښت سركيږدې….
سترګې يې لا نه وي ورغلي …..
چې ما شوم بيا په ژړا پيل وكړې …
اودغه كا رپه يوه شپه كې څوځلې تكراريږي ..
مورجانې…! هغه مهال مې ته سترګوته ودريږې ..ته
ستا پرحال مې …ليمې راډكې شې …..
دخداي په دربا ركې ستا اودپلارجان لپاره لاسونه پورته كړم….
ربه !داسې پا لنه يې وكړه لكه څنګه چې يې زما پا لنه كړې ……
[ خوږې مورې..! ]
څومره نيك بخبته يم..څومره تروتا زه يم .. چې لتا سره نا ست يم ….
تا سره دزړه خواله كوم…
ستا له خبروخونداخلم…
اوله هغونكلونودې هم خوند اخلم چې مادما شومتوب بې سره حده نړې ته وړې..
څومره خوشا له شم چې ستا غوښتنې پرځاى كړم…
اودڅښتن تعالي نه غواړم چې ستا اودپلارجان عمرمې نورهم زيا ت كړي……
[ آه..مورې]
ما شومتوب څومره ښه وو اوژوندڅومره خوږوو…
هغه شپه مې هم په يا دده چې نا روغه وم …
ترسحره مې سرته نا سته وي …
زما له هرزګيروې سره به دې سترګې له اوښكوډكې شوې …
اوهغه ورځ مې هم نه هيره نه ده ..
چې داخترجا مې مې نه درلودې ..
اوتا راسره ټوله ورځ په ژړاتيره كړه ……
اه دغه څومره خوږاه يا دونه دې …
[ خوږې مورې]
څومره كوچنيان به دمورله تودې غيږې بې برخې وي …
له دغه خواږه نعمت نه به بې برخې وې..
هو!مورې..
په خداې مې دې قسم وي په دې نړې كې له دغه نعمت نه پورته څه نشته ….
كه زوي هرڅومره لوې شې ..كه دبچواوښځې خاوند شي ..
بيا هم مور اوپلارته اړتيا لرې …..
كه هرڅومره لوې شي ..خوبيا هم دمورپه سترګوكې ماشوم ښكارې…
[ آه..مورې ]
ايا ته دامنې چې ځينې زامن له مورنه ددنيا ددوه ټنګوپه سر ..
بې پرواكيږي …
اوځينې يې بيا دميرمنوپه سرخپلوميندوته شا كوي..
مورې !ته حيرانيږه مه …..
ځينې اولادونوخولا موراوپلارعا ق كړې وي …
له هغونه به څه ګيله كووچې په دغه سرنوشت اخته وي….
[ مورجانې ]
ته ما ته ډيره .ډيره دعا كوه …
اوپه ځانګړې توګه ما ته دهغه تقصير بښنه وكړه ….
چې ما نه دځوانۍ پرمهال شوې وي…..
ما ته بښنه وكه مورجانې …..بښنه…..
..
[ مورې..مورې.. ]
څومره خواږه تورې دې
زه نورڅه نلرم بس دلوې خداې نه درته ډيرعمرغواړم…
اوداغواړم چې په سمه توګه دې خدمت وكړم…..
مورجانې …پلا رجانه …
زه بې له تا سوهيڅ نلرم …
تاسوزما دژوند يا ستې..
اولتا سوپرته زه هيڅ نه يم …..