کور / نثر / خبره يې …

خبره يې …

هي ته خبره يي كه نه!؟
نه ولي څه چل ده؟ خداى د خير كړې
نه، نه خير ده يوه خبره وه ما ويل چې ته به هم خبره يې
تا به هم بيګاه اوريدلې وي ځكه مې در څخه وپوښتل
نو ولې ته كور كې نه وي؟؟
زه كور كې وم
خو بيګاه شپه خوب راته
وختې ويده شوم
نو ته ولې سمه خبره راته نه كوې!
هي!! رښتيا بيګا له ما څخه ډرامې هم پاتې شوي
تا خو به ټولې ليدلې وي
رازه دغلته كينه
هاغه دې نور ټولګيوال هم تر اوسه بيرون دي
حتماً ښوونكى نشته
ښه كيسه دى ونكړه!! بيګا خو له ما نه تلسي او پرينا دواړه پاتې شوې
ما ويل راځه اول به تلسې وګورې او بيا به مونځ وكړم
خو نه مي تلسې وليده او مونځ مي هم پاتې شو
راځه ټولګې ته نه ځو! كيسه وكړه
هاغلته به د پوهنځۍ مخې ته ونو لاندې كښينو
راځه نو …
ښه نو څه وشول؟؟
ګوره خورې!!
ته خو محصله يې!!
مسلمانه او بيا افغانه يې!!
ولې تاسو هر وخت د ډرامو خبرې كوى
ډرامه خو زمونږ نده
نه … نه راته غوږ شه
غوږ به راته نيسې
زه خو نوره شرميږم
تاسو هر يوه د ډرامو كيسې كوى
او بيا كله، كله د لمانځه خبره هم وكړى
لمونځ له ډرامې څخه وروسته يادوى
دا ولې؟؟
تاسو خو پوه ياستى هغه نور به سه كوې
ښه ډيرې كيسي د وكړي!! نور نو بس كړه
خبره وكړه
بيګاه څه چل وه
راته ووايه!! نور نو راته ووايه
كه نه نو ځم
سمه ده، زه به يې درته ووايم
خبره مې درته د هغې خور كوله
هو!! …. كولى يې نشم
قسم په الله چې په ويلو مې خوله نه خلاصيږې
ډيره خواشيني شوم
رښتيا ټولو د شپې وژړل …
هغې وړي ملالۍ هم ځښت ډير وژړل
اوس پاتې ته او تا غوندې نوري مسلمانې پيغلې شوې!!!!!!
تاسو خو پرته له تلسې او پرينا څخه بل څه نه پيژنۍ
هو! خفه نشي ستاسو كورنيو ته په سوچ كې يم
دا به تر څو دغه حال وي؟؟؟
دغه مشران مو ولې نه پوهيږې؟؟
ګوره تا بيا نصيحت پيل كړ …
هغه خبره در نه پاتې شوه
سمه ده درته يې كوم
بښنه غواړم
هغه خو د مروا كيسه وه
هو ……..هو مروا …… هو مروا ….
هغه زما او ستا شهيده خور ده
خو زه او ته له هغې خبر نه يو
هغې زما او ستا عزت واخيست
ځان يې شهيد كړ!!! هو شهيده شوه
ګوره مروا په اروپا كې خپل حجاب ساتې
خو ما او تا دلته په خپل كور كې هر څه پريښودل
شپه او ورځ د موډ او فيشن خبرې كوو
نه مو خپلې جامې ته پام ده او نه خپل حجاب ته
ګوره مروا يو ځل بيا موږ ته درس راكړ
د هغې شعار همدا وه
يا مرګ يا حجاب
خو پاك الله هغې ته داسي شهادت وركړ چې په اسلامې تاريخ كې به په زرينو
كرښو ليكل كيږې
مروا د يو متعصب جرمنې لخوا تحقيريږې
ګناه يې دا وه چې حجاب يې پر سر وه
د دې لپاره چې خپل پړونۍ يې په سر كړى وه
هغې ته سپكې سپورې ويل كيږې او تهديديږې
خير دا سپكاوى خو هلته كيږې ځكه د بيان آزادې ده
نو بيا دا څنګه ديموكراسي ده
دا كوم د بشر حقوق دې
د بشر حقوق همداسي وي
چې د لسګونو انسانو په وړاندې
بيا په محكمه كې يو معصومه … مهاجره … په شهادت رسوې
وګوره په محكمه كې يې دغه حال ده
نو په زندان كې به يې څه تيريږې
ټول ورته ولاړ وه خو يو هم ور وړاندې نشو
د مروا خاوند كوښښ وكړ چې خپله مروا د هغه ظالم له لاس نه خلاصه كړې
د هغې نه دفاع وكړې
ولاړو پوليسو د مروا پر ميړه هم ډزې وكړې
هغه اوس په روغتون كې ټپې پروت ده
ظلم خو هم حد لرې
مروا خو د دريوو مياشتو اميد واره هم وه
ولې دومره ظلم وشو؟
ولې چا د دغه ظلم مخه ونه نيوله
په غزه كې خو مو وژنې!!!
اوس مو هلته هم نه پريږدې
ولې دا ځمكه او نړى د دوى ده كه څنګه
بيا خو په ډيرو مطبوعاتو كې هم رانغله
دا ولې …؟؟؟
كومه آزادې
ديموكراسي همداسې وي؟؟!!
نه … نه هلته نه ديموكراسې شته او نه د بشر حقوق
هغوى ټول د انسانيت دښمنان دې … هو دښمنان
ګوره خورې!!!
دلته ما او تا له هغوى نه تقليد كوو
په اصل كې هغوى ټول سره يو ملت دې
هر څه يې له مونږ نه جدا دې
خپل دين او خپل ايين لرې
ګوره بيا درته وايم
خفه نشي زه پرې ډيره خواشينې يم
او بيا خو تا هم ډيره خفه كړم
هر سهار تلسې او پرينا ….
دا ولې يوه ورځ، دوه ورځې او …
بيا خو پر موږ فرض ده چې له خپلو مسلمانو خويندو، ورونو څخه خبر شو
رښتيا!! مرګ حق ده
هر انسان به له نړى څخه سترګې پټوې
خو د هر يوه نوم په تاريخ كې نه ليكل كيږې
مروا … هو مروا شهيده شوه
تاريخ به يې تل ياد ساتې
په پله به يې موږ پل ږدو
خپل پړونۍ په پر سر ساتو
ځكه چې حجاب د لوى څښتن تعالي فرض ده
او زمونږ ښايست په حجاب كې ده