کور / شعر / غزل

غزل

زه ویریږم ګرانه  چي  رسوا  نه شي
مینه  مو  اشنا   په   انتها  نه  شي


د خپلو  پاکو  هیلو   په    ګډا    کي
ګوره چي رقیب راته په شا نه شي


زړونه  اوبه  شوي  دې   حالاتو    کي
زړونه به موکم ساتو چي غلا نه شي


څاندي  ګلوریني    د    ښکلا   سره
پاڼي  پاڼي  و   رژي  بې  تا  نه شي


ستا د تصویر هر اړخ ته چي ګورمه
و ویریږم  وران  راڅخه  دا  نه شي


ستا ښېراز له تا سره وعده کوي
د هر ښکلي په ناز به هیڅ خطا نه شي