ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2009


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راروان انتخابات، روانه امنیتي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو فعالیت بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو مهم مطالب جوړوي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې چمتو کړې دې.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو په اړه د ناټو د نوي عمومي منشي څرګندونې راخستې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې په طالبانو کې داسې ډلې شته، چې د خبرو امکان برابروي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د اندرس فوک سموسن دا ټینګار هم راخستې دې، چې پوځي ستراتیژۍ باید د بیارغونې، د کوکنارو د بدیل د موندلو او د دیموکراتیکو بنسټونو د جوړولو لپاره له روانو هڅو سره همغږې کړاې شي.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د بیارغونې روان بهیر ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي پلټونکي په حواله لیکلي دي، چې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د تفاهم کچه خورا ټیټه ده.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو اوامریکايي ځواکونو د قومندان د رپورټ ځینې برخې راخستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې امریکايي ځواکونه په موټرو کې د تیریدو په مهال د ټوپک شپلۍ افغانانو ته وانه ړوي او د افغانانو کلتور ته درناوې وکړي.


په ورځپاڼه کې د یو امریکايي جنرال په حواله لیکل شویدي، چې د جنرال مک کریسټل په دغه رپورټ کې زیات ټینګار په کلتوري بدلون شوې او هغه پدې معنې، چې امریکايي او یا نور بهرني ځواکونه، چې کله د افغانانو د هستوګنې سیمو ته ورځې باید پدې پوه شي، چې څه ډول چلند وکړي او څه ډول جګړه وکړي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له راروانو انتخاباتو څخه د ولس د ملاتړ مسئله راخستې او هغه يې د انتخاباتو په ډاډمنه فضا کې د ترسره کولو لپاره هیله بښونکې بللې.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هلمند کې د طالبانو په خلاف روانو عملیاتو ته په اشارې لیکلي دي، چې دغو عملیاتو د غور امنیتي وضع اغیزمنه کړې.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د کاندید ډاکټر عبدله په حواله هغه راپورونه رد کړيو چې ګواکې په انتخاباتو کې د پاتې راتلوپه صورت کې به دده پلویان مظاهرې وکړي.


ورځپاڼې د ډاکټر عبداله دا وینا هم راخستې، چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو نتایجو ته به غاړه کیږدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د هیواد له راتلونکو ولسمشر څخه د افغانانو هیلو اوتوقعات هم څیړلي دي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، که چیرې خلک ونکړاې شي، چې په مشوره ، تفاهم او په انتخاباتو کې په فعاله ګډون سره خپل راتلونکې دریځ و ټاکي نو په تاوتریخوالي او نفاق سره په شتو ستونزو برلاسې کیداې نشي او راتلونکې نسلونه به د هغې درون بار په اوږو یوسي.


خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سرتیرو د زیاتولو په اړه د ناټو اوامریکايي ځواکونو د قومندان وروستۍ غوښتنې ته په اشارې لیکلي دي، چې د سرتیرو زیاتول مثبته پایله نلري.


هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ډاکټر عبداله د کمپاین د یو مسؤل د څرګندونو په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت اعلامیه راخستې او لیکلي دي، چې دغه وزارت لږ له بیړې کار اخستې دې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د بې سرحده خبریالانو د ټولن دا غوښتنه هم راخستې، چې د جمهوري ریاست کاندیدان دې د رسنیو ازادۍ ته پام وکړي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د ملي شورا د رخصتیو مسله راخستې او هغه يې د خلکو له احساساتو سره لوبه بللې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024