سوډان : د قومي شخړو له امله ۱۶۱ تنه له منځه تللي دي

مختار احمد احسان | اگست 4th, 2009


د يکشنبې په سهار کښي د مورلي نومي قوم ټولۍ د جونقلي ولایت د اکوبو په سيمه کښي د سيند غاړي پر يوه کمپ باندي حمله وکړه چي د اکوبو د هيئت غړي “جوای جوویول یول” په وینا د سوډان د جنوبي لښکرو د ۱۱ عسکرو په شمول ۱۶۱ تنه له منځه تللي دي چي نور زیات شمېر يې ښځي او ماشومان دي .

ويل کيږي چي زیاتره قربانيان د “لاو نور” قوم وګړي دي؛ چي د مورلي نومي قوم سره په سختو شخړو کښي راښکېل دي؛  تېرو کلونو کښي د نوموړو دوو قومونو ترمنځ د شخړو له امله د وژل سويو شمېر سلګونو ته رسيږي .

سوډان د افريقا په شمال ختيځ کښي موقعیت لري


د متحده ايالاتو د بشري حقوقو ادارې خبر ورکړئ دئ چي د جونقلي د زور او قوت سره خورا علاقه لري او زیاته يې کړه چي دا ساحه به له اوس څخه نوره د ورته شخړو او جګړو قرباني نه پاته کيږي .

د جونقلي ولایت د سوډان د شمال او جنوب د  ۲۱ کلني خپلمنځي جګړې له امله چي په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کښي پای ته ورسېدل؛ سخت وران او وېجاړ سوئ دئ .

 

Copyright Larawbar 2007-2024