کندهارکې يوې ترافيکي پېښې پنځلس تنوته مرګ ژوبله واړول

حاجی پوپل | اگست 5th, 2009


دکندهارپه شاه ولي کوټ والسوالۍ کې ديوې ترافيکي پېښي په ترڅ کې پنځلس تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
پېښه دوالسوالۍ په شاجوى سيمه کې دکندهار- ترينکوټ پرلويه لارنن ماپښين يوه بجه رامنځ ته سوې .
دکندهاردترافيکومديرسمونوال محمدالله لراوبرته وويل چې دولسي وګړويوې سراچې موټردپوليسوله يوه رينجرموټرسره دزيات سرعت په وجه ټکرکړى اوپه ترڅ کې کې دسراچې شپږتنه سورلى وژل شوي څلورنوري سپرلى له پنڅوتنوپوليسوسره ټپيان سوي دي .
دنوموړي په ويناچې دترافيکي پېښي ټپيان ددرملنې لپاره دکندهارميرويس روغتون ته ددرملنې لپاره لېږدول سوي اودپېښي په اړه ترافيک پوليس څېړنې کوي .
دکندهاردترافيکي مديرزياته کړ ل چې زيات وختونه موټرچلونکې له ترافيکي قوانينوڅخه سرغړونه کوي اوپه ترڅ کې يې دغه ډول خونړى پېښي رامنځ ته کيږي .
تردې وړاندې هم په سويل کې خونړى ترافيکي پېښي رامنځ ته سوي چې دلويولاروپرسردپلونواوپل ګوټوويجاړېدل ،دموټرچلونکوبې پروايې اودترافيکي قوانينونه مراعت يې عمده لاملونه بلل کيږي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024