سرجنګ: زابل کې مولمړى درجه احضارات نيولي
دزابل امنيتي چارواکې وايې چې دټولټاکنولپاره يې پوره چمتووالى نيولى او ولسي مشرانوهم ورسره ژمنې کړي دټاکنودپروسې په امنيت کې به ورسره مرسته کوي .
دچارواکوپه ويناچې دټاکنولپاره درې امنيتي کمربندونه په پام کې نيول شوي چې لمړى دپوليسو دوهم يې دملي اوردو اودريم يې دنړيوالوځواکونوپه غاړه دى .
دزابل امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وويل چې پدغه ولايت کې دټاکنېزومرکزونودډاډمن امنيت لپاره يې په زرګونوپوليس په دنده ګمارلي اودهغواحتمالي ناامنيومخه به ونيسي چې دټاکنوپرمهال يې دځينوکسانواندېښنې راولاړي کړي دي .
دنوموړي په خبره چې دملي پوځ اونړيوالوځواکونوترخواپه زابل کې دملي پوليسوشپږزره سرتيري په دنده ګمارل شوي .
دسرجنګ په ويناچې دادامنيت دخوندي ساتلولپاره دسرتيروکافي ځواک دى اودوى هڅه کوي چې دټولوهغوناامنيومخه ونيسي چې په پايله کې يې دټاکنوپروسې ته امنيتي ننګونې رازېږوي .
دزابل امنيه قومندان زياته کړل چې دولايت دمرکز سره سره دوالسواليوقومي مشرانوهم ورسره ژمنه کړې چې دټاکنوپه پروسه کې به له دوى سره پوره مرسته کوي .
نوموړي وويل چې دټاکنوترنېتې ٩ ورځي مخکې يې په درست ولايت کې لمړى درجه احضارات نيولى اودټولوهغولاروڅارنه کوي چې زابل له ګاونډي ولايتونو اوکلات له والسواليوسره نښلوي .
دلويولارودڅارنې خبره پرداسي مهال کيږي چې دکابل – کندهارلويه لار ترټوزياته له زابل څخه تيرېږي اوزياترته پلونه اوپل ګوټې يې دروانوناامنيوله کبله وران شوي هم دي .
دغه رازنوموړى ولايت له ګاونډي پاکستان سره پرپوله پروت دى او ١١ والسوالۍ لري .