کور / تازه خبرونه / ويسا:هڅه کوو چې مېرمنوته اسانتياوي چمتوکړو

ويسا:هڅه کوو چې مېرمنوته اسانتياوي چمتوکړو

په کندهارښارکې دسوادزده کړې دښځينه ښوونکوداغېزمن تدريس لپاره پنځه ورځنى روزنېزورکشاپ پيل شو.
ددغه ورکشاپ مالي لګښت دملګروملتونودکوچنيانودملاتړدادارې يا يونسيف په غاړه دى .
پدغه روزنيزه دوره کې دسوادزده کړود ٤٢٥ مرکزونوښوونکې ګډون لري چې له کندهارښار اوڅلورووالسواليوڅخه دي .
دکندهاروالي پوهنوال توريالي ويسا ددغه روزنېزي دورې پيل دپټى په پرې کولوسره وکړاوخبريالانوته يې په يوه خبري ناسته کې وويل چې ولايتي اداره تل پدې هڅه کې ده چې دميرمنولپاره دزده کړواسانتياوي چمتوکړي .
ده زياته کړل چې غواړي مېرمنوته په هره برخه کې اسانتياوي برابري کړي .
دغه رازدکندهاردپوهنې رياست خبرورکړچې دنوي تعليمي کال له پيلېدوسره به يوځاى پنځه عرادې کاسټرموټران دښځينه زده کونکوپه واک کې ورکړي .
دکندهاردپوهنې ريس نجيب الله احمدي وويل چې پنځه واړه کاسټرموټران به ښځينه زده کونکې ترخپلوښوونځيواوکورونو پوري لېږدوي .