کور / تازه خبرونه / چارواکې : ټاکنوته موپوره امنيت نيولى

چارواکې : ټاکنوته موپوره امنيت نيولى

دکندهارامنيتي چارواکې وايې چې دټاکنولپاره يې پوره امنيتي ترتيبات نيولي اوپه ګڼ شمېرکې پوليس اونورامنيتي سرتيري درايې ورکولوزياتره مرکزونوته رسيدلي .
دچارواکوپه ويناچې دکندهاردسرحدي والسواليوپه ګډن ګڼووالسواليوته دټاکنودخپلواک کميسيون سره په هم ږغى دلوژيستکي توکودليږدونې لړۍ هم له تيري ورځي راپديخواپوليسوپيل کړېده .
دکندهاردامنيې قومندانى دامنيت آمرسمونوال فضل احمد شيرزادوايې چې دټاکنودډاډمن امنيت لپاره له نورو امنيتي سرتيرو سره سره  يوازي شپږزره  پوليس په دنده ګمارل شوي .
دشيرزادپه خبره چې دټاکنولپاره يې جوړشوي امنيتي پلان له نورو امنيتي اداروسره په ګډه دعملي کولوپه حال کې دي اوپربنسټ يې درايې ورکولو دټولو ٢٦٢  مرکزونودامنيت چارې پوليس سمبالوي .
نوموړى زياته وي چې دوى دکندهارشاه ولي کوټ ،خاکريز او دميانشين په ګډون پنځه سرحدي والسواليوته  دټاکنولپاره لوژيستکي توکې رسولي دي.
دشيرزادپه خبره چې دکندهارښاراوټولو والسواليولپاره دامنيتي سرتيرو سياري ګزمې اودتلاشى پوستې جوړي شوي اوهڅه کوي چې داحتمالي امنيتي پېښومخه ونيسي .
په وينايې چې دلويولارو دپرانيستې ساتلولپاره هم خپل ترتيبات نيولي .
تردې مخکې وسله والوطالبانوګواښ کړى وو چې دټاکنوپه ورځ به په گڼوناامنيوباندې لاس پوري کړي .