ملت او ملي یووالی ( ۱ )

د لراوبر اداره | اگست 22nd, 2009


دهیواد دولتي واکمني له دوه ډلې عنصرونوڅخه جوړه شوې ده لکه :
۱) مــــــادي عنصـرونه
۲) غیرمادي عنصرونه
ملت اوملي یووالی دغیرمادي عنصرونو له ډلې څخه دی، ملت داسې ارزښتـناک عنصر دی چې بې له هغه دولت جوړېدلی نشي ،په دښتواومېرو،په ماڼـيو اوغـرونو باندې دولت نه جوړېـږي تر څوچې انسان نه وي، په دې مفهوم چې انسان ددولتي ځواک دجوړېدو زړی ( هسته ) دی نو ملت داډول تعریفولی شو .
مـلـت : هغو انساني ټولګو ( مجموعو ) ته وایي چې دتاریخي تـکاملونوپه بهیـرکې دمځکې پرمخ په یوه برخه یې پرله پسې ګـډ ژوندکړی وي(د یوهیوادپه ټاکلې جغرافیه کې یې ژوندکړی وي )،دګـډ ( اقتصادي،کلتوري ،سایکولوژیکي) ژونــدخــاونــدان وي،ګـډ تاریخي ویــاړونه او ښـېګړې ولري .
څنـګه چې دطایفـو له یـوځای کـېـدوقـومـونه جوړېـږي په هـمـدې ډول دقـومـونـو له یـوځـای کـېـدوملـت جـوړېـږي.
دنړۍ نامتـوپسـېکولوژسـتانو دنړۍ د ډېروملـتونودځانګـړتیاووپه اړونـد څېړنې کړې دي او د هـرملـت خلک یې دځانګـړوشریکوخویونوپه درلودلو نړیوالوته ورپـېژنـدلي دي .
دبـېلګې په تـوګه :
افغـانـان په نـړۍ کې په آزادي مـین،مېلمه پال او جـګړه لوبي ملـت مشهور دي ، همـدارنګه جـرمنان د تـریـخ،زیارکـښ ،او انظـباط لـرونکي ملـت په نــامه، امـــریکایـــان دتجــاوزګـــر
( تېـری کونکي ) نوښـتګراوپـیسـې خوښوونکي ملـت په نامه ، روسان د ډېـر پـڅ اودولت ته دتسـلیم ملـت په نامه ،انـګـرېزان دغوڅ عمل کونکي،داوږد له چل اوغولونې ډک پلان لـرونکي ملـت په نامه او فـرانسویان دهوښـیار،منطقي ،بـدګمان اود وخت زامن ملـت په نامه پـېژنـدل شوي دي .
ملـت او نـژاد یوله بله ډېـرتوپـیرلـري، داځکه چې نـژاد یوه بیولـوژیکي مقوله ده ،په دې مفهوم
چې نـژاد دهغوانسانانوټولګې ته وايي چې وینه، خویونه، سـترګې، پـزه،څـېره،پوستکی او ژبـه یې سره شـریکه وي .
اوس چې دملـت مفهوم بیان شوغواړم دملي یووالي په اړونـد څو لـنـډې جملې ولیکـم .

ملي یووالی څه شی دی ؟
په یو هیـوادکې دټولو مېشـتوقومونوهغه مـلي تـړون ته ویل کـېـږي چې ټـولې قـومي ، ژبـني ، سـیمه ایزې،ګــونـدي ،مـذهبي ،نـژادي اونورې ځانځاني ګـټـې تر ملي لـوړوګـټـو و دروږي (قـربان ) کړي ،ټول قومونه دملي ګټـودساتـلـوپه لارکې هـرډول سرښـندنو ته تیار وي دا ډول روحیې ته ملي یووالی وايي .

هغه فکـټورونه ( عاملـونه ) چې دملي یووالي دجوړښـت اودټیـنګـېدوسـبب ګرځي دادي :

ـــ په هر هیوادکې مېشت قومونه دملي ګـټـوساتنـې ته یوشان ژمن دي،په انـډولـیز ډول بایـد مسـؤلـیـت ولـري .
ــــ د هـرډول بهرني یرغل په وړاندې ټول قومونه تر یوه ملي بیـرغ لانــدې دخپل هیواد دمځکنۍ بشپړتیادسـاتنې لپاره په یوه سنګـرکې د یرغلګــرپه وړانـدې ودرېـږي .
ــــ کله چې یوقوم تربهرني یرغل لاندې راشي نور ټول قومونه باید دهغه په ملاتـړدیرغلګرو پرضد وجنـګېـږي .
ـــ ګـډ دولـت او ګـډقانون ولـري .
ــــ ګـډې ملي ګـټې او ګـډملي تاوانونه ولـري .
ــــ ګـډې تاریخي ورځې ،ګــډ ښاڅونه ( ویاړونه ) ولـري .
ــــ ګـډ اقتصاد اوګـډې ملي شـتمنـۍ ولـري .
ــــ ګـډسیاسـت او ګـډ ملي هویـت ولـري .
ــــ یوشان ټولنـیزعدالت واکمن وي .
ــــ کار اهــل دکار ته سـپارل شوی وي .
ــــ په ټولودولـتي چاروکې د مسلکي اوسیاسي پوهې دمعیارونوپربنسـټ ګـډې دندې او ګـډ مسـؤلیـتونه ولري . ــــ په هرډول غــم اوښادي کې سره شریک وي .
دې ته ورته داسې نورفکتورونه هم شته چې دملي یوالي په تشکُل ( جوړښت) کې ونډه لـري .

څوک ملي یووالی په ملي بیلتون بدلوي ؟؟
ـــ دبهـرنیانو مـزدوران،لاســپوڅي ،معا مله ګـراو جاسـوس ولسـمشـران .
ـــ بېکفایته ،بېقانونه ،بېواکه ،بې معیاره ،بېوسـه اوملت رټلی دولـت .
ــــ دنړۍ زبرځواکي هیوادونه ،غرضي هیوادونه او فُرصت طلبه ( موکه څارونکي ) ګاونډیان چې دتاریخي غـچ اخیستلو موکې ته سترګې په لاره وي .
ــــ بېسواده، رټـلي او په بـداخلاقي مشهورناوړه کسان چې خپل نـــاوړه ســړیـتوب (دروغجن شخصیت) ته دخپلځان په څـېرکسان پرځان راټولوي اودملي یـووالي ضـد روحیه ورکوي .

اوس به داوسـني واکمن دسـپوتـيزم اوهغه ظلمونه چې اوسـني له ناروین ډک سکالونه یې زېـږنـده دي او په یواړخیزډول پرپښـتـنو واکمن دي دټولولیکوالو،سیاستـپوهانو او دقومونو دمشرانوعملي پامـلـرنه ورته راوګـرځوم . ( نـوربـيـا )

Copyright Larawbar 2007-2024