طالبان بیا په افغانستان کي ځواکمن کيږي
د المان « اوّس لاند جرنال » څخه ژباړه
auslandsjournal XXL) ۱۲.۸.۲۰۰۹)
طالبان بیا په افغانستان کي ځواکمن کيږي : سوله نسته ؟
د افغانستان له ولسمشرۍ له ټاکنو نه مخ کي افغانستان ته لا وروسته تر اته کلو سوله نه ده راغلې . طالبان جنګیالي خلک ترور ه وي اوپر الماني سر تیرو یرغل کوي . آن چې په ارامه شمالي ولایتونو کي د المان پر ځواکي کتارونو د سړک د غاړي مینونه چوي یا د یاغیانو له خوا یرغل پر کیږي . او شلمه د اګست باید د ولسمشری ټاکني سرته ورسي . او لیکي : په دغه اوس حالت کي که نتیجه ګیري وسي او و پښتل سي : چې افغانستان په کوم موقعیت کي قرار لري ؟ ایا د سولي یو چانس دغه ملک ته سته ؟ ایا د غرب ستراتیژي یوه ګټه کړې ده ؟
او کومه لیاره امریکایان او اروپایان په راتلونکي کښې ترمخ ونسي ، چې دغه هېواد په راتلونکي کښې پر ښه خوا روانسي اوهم د رضایت وړ وي؟
د ولسمشرۍ د ټاکني بهیر په دغه هېواد کي روان دی . اوسنی اولسمشر حامد کرزی د خلکو د پاملرني یو مرکزیت کرځېدلی . حامد کرزی د ۲۰۰۲ ز کال څخه چې په راس کي یو ځواک دی او اوس غواړي چې بیا هم وټاکل سي . د ده د سیاست پایله ډېره کمزورې ده . دامنیت له مخي او ټاکنو له مخي ئي خلک ډېر ځني لري دي او طالبان بیا واکمن کېږي . د المان سرتیري د طالبانو د نوي ستراتېژیو د یرغلونو سره مخامخ دي . نو له دې لامله المانان ۳۰۰ نور سرتیري د آواکس (AWACS) د رادار لپاره د ناتو (Nato) سره د مرستي لپاره ور واسته وي . برسېره پر دې د درندو وسلو خبري هم کېږي . په هرصورت المان په هندوکش کي د جنګ خبري نه کوي .
د ژباړونکي له خوا :
متل دئ چې واي : « سل مړه کړه لا ئي بدي نه بولي ! »