کور / هراړخیز / ليکوالي (۳)

ليکوالي (۳)

څنګه يې بايد وليکو!
د يو پښتون ليکوال لپاره لا زمه ده، چې په عربي او دري هم وپوهېږي . په ليکوالي کې بايد داسې پاملرنه وشي چې ( له غږ پوهې نيولې تر نحوې ( غونډلې پوهې ) ) پورې کره ليکنه وشي.
تر ټولو مهمه خبره داده چې د کلمو په جمع کولو ( کله چې د يوې کلمې ډېر ګړی ( جمع ) بڼه ليکلو کې پاملرنه وکړو.لکه :

يوګړی (مفرد) ډېرګړي ( جمع ) جمع جمع
عنصر عناصر عناصرها
مشکل مشکلات مشکلات ها
ستونزه ستونزې ستونزې ګانۍ

په پورته کښل شوو بېلګو کې د يو ګړي او ډېر ګړي بڼې سمې او د جمع جمع بڼې سمې نه دي، دغه ډول ستونزوته بايد ډېره پاملرنه وشي .
په ليکنه کې له غلطيو ځان ساتل :
١_: د شرطيه توکو کارونه : که ، همدارنګه ، که چېرې ، ترڅوچې ، څوچې، بېلګې يې په لاندې ډول دي .
لکه : که همدارنګه کار وکړې ډېرې پيسې به وګټئ ! يا : که کار وکړې پيسې به وګټې !
پورته غونډلو کې دويمه هغه يې درسته ده، ځکه چې په ليکنه کې بايد هڅه وشي چې ډېر مطلب په لږوتورو او وييو کې وليکل شي. د اړتيا پر بنسټ بايد په غونډلوکې کلمې وکارول شي. د بې خونده او بې ځايه کلمو راوړنې او ليکنې ته هېڅ اړتيا نه شته .
٢_: نومځري ( ضميرونه ) بايد په خپل _خپل ځای راوړل شي ار او اوښتی ( مغايره ) اکر ( حالت ) ته يې بايد پا ملرنه وشي. يوګړی د ډېر ګړي او ډېر ګړی د يو ګړي پر ځای ونه کارول شي .
٣_: هغه پښتانه چې په دري سم نه پوهېږي، د ويلو او ليکلو پر مهال بايد دې ته پاملرنه وکړي، چې نومځري په سمه توګه وکاروي . لکه : د ( من ) پر ځای د ( ما ) راوړنه .
٤_:( پر وړاندې ) ددغه ډول کلمو په ژباړنه کې بايد پاملرنه وشي ؛ لکه : ځلمي د خپل پلار پر وړاندې خبرې وکړې . يا : ځلمي د خپل پلار په وړاندې خبرې وکړې .که دغه غونډلې په دري وژباړل شي د دويمې هغې مانا به يې داسې وي .( زلمی بر عليه پدر خود سخن ګفت ) دلته خبره د ( په او پر) سربلونو ده ، چې ددغو دواړو تړښتي وييکو کارونې ته بايد سمه پاملرنه وشي . پورته غونډله په ( په ) ژباړل شوې ځکه بر عليه پدر راغلې .او دا په داسې حال کې چې ځلمي د خپل پلار پر وړاندې خبرې ونکړې ،بلکې د پلار ترمخې يې خبرې وکړې .
٥_: تر وروستي بريده بايد هڅه وشي، چې د خپلې ژبې ويي ( کلمې ) او ارې کلمې وکارول شي . لکه

خپله ژبه بله ژبه
زما زړه، چې څه کوم .! زما مرزي چې څه کوم.!
مېلمانه په مېلمستون کې کښېنوه.! مېلمانه په بېټک کې کښېنوه.! يا مېلمانه مهمانخانه کې کښېنوه.!
په خپله ژبه کې بايد د توان ترکچې د پرديو ژبو ويي ونه کاروو. په خپله ژبه کې بايد دنور ژبو لغات استعمال نه کړو.
( ډوډې ، ټيکله، مړۍ، غله ) مې وخوړه. روټۍ مې وخوړه.
دا او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې شته چې، د ليکنې پر مهال يې بايد سمه بڼه وليکل شي .
٦_: په ليکنه کې بايد دوه سره هم منا کلمې ونه کارول شي هېڅ اړتيا ورته نشته . لکه :
زما ( هيله ) او( ارزو ) داده.
( ښاغلی ) او ( عالي جناب ) ريس صاحب !
موږ ډېرې( ستونزې ) او( مشکلات ) لرو. دا او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې شته ، چې بايد پام ورته وشي .
٧_: له بلې ژبې نه راغلې کلمې بايد دخپلې ژبې د ګرامري جوړښت پر بنسټ وليکل شي. لکه :
د پردۍ ژبې پۀ خپله ژبه کې
العربي عربي
معنی مانا
معصوم ماشوم
قميص کميس
خوقران کريم او د قران لوستنه بايد داسی نه وي ، چې موږ يې د خپلی ژبې تابع وګرځوو، ځکه هلته د مانا بدلون رامنځته کېږي او هېڅ مسلمان دا حق نه لري ، چی په قران کی د ويلو او مانا په لحاظ بدلون راولي. دا او دې ته ورته نورې ډېرې کلمې شته چې له نورو ژبويې پښتو ژبې ته لاره موندلې خو اوس د پښتو ژبې تر ګرامري جوړښت لاندې راغلي، چې بڼې يې ورسره تغير موندلی .
٩_ : خبرې او کلمې بايد په سم ډول وليکل شي يعنې چې ځينې سيمه ييز وګړي د وينګ پر مهال د کلمو ځينې توري نه ادا کوي . لکه په لاندې ډول :

سمه بڼه ناسمه بڼه
ماته يې ويلې ماتې ويلې
اسمان ته يې کتل ا سمانتی کتل
عبدالخالق اودل خالېک
نوربيا