کور / تازه خبرونه / ویانا : د هیواد د خپلواکۍ ۹۰یمه کالیزه ونمانځل شوه

ویانا : د هیواد د خپلواکۍ ۹۰یمه کالیزه ونمانځل شوه

په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) لخوا د هیواد د خپلواکۍ نوییم کالیزه د اګست د میاشتی په ۲۲ مه د شنبی د ورځۍ د ماسپښین په دوه و بجو د ویانا د ښار د نهمی ناحیی د جشنونو په صالون کی د یو زیات شمیرمیشتو افغانانو په ګډون ونمانځل شو .

په غونډی کی لمړۍ د ګیکا د ټولنۍ مشر محترم ډاکتر ملیار د هیواد د خپلواکۍ په باره کی هراړخیز وینا وکړه محترم ملیار د خپل وینا کی په یوی برخی کی زیاته کړه : سږکال د هیواد د خپلواکۍ نوییم کالیزه زموږ په هیواد کی پداسۍ شرایطو کی نمانځل کیږي چی په هیواد کی جنګ فقر او بیوزلي خپل اوج ته رسیدلی او هره ورځ په لسګونه د هیواد ځوانان د بیکارۍ او فقر له لاسه نورو هیوادونو ته کډه کوي . ورپسی د غونډی څو تنو برخه والو هریو په خپل وار د هیواد د خپلواکی په اړه خپلی لیکنې او شعرونه ولوستل، غونډه د مازیګر د څلورو بجو په شا وخوا ه کې د ملي اتن سره پای ته ورسیده .

پدی پرتمین ملی جشن کی د ویانا د ښار او شاوخوا د سیمو یو شمیر میشتو افغانانو ګډون کړئ وو.