کور / هراړخیز / بریتانیا په افغانستان کې خپل تلفات ځوروي

بریتانیا په افغانستان کې خپل تلفات ځوروي

دبریتانیا دسنډی ټلګراف ورځپاڼی په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې دبریتانوې پوځیانو دزیاتیدونکو تلفاتو په هکله یوه مقاله لیکلی ده چی دیوه پوځې رپورټ په استناد برابره سوی ده.
دغه پوځی رپورټ ویره څرګنده کړی ده چې دبریتانوی پوځیانو دمرګ ژوبلی دشمیری لوړیدل به په افغانستان کی ددغه هیواد پوځی ځواک سخت زیانمن کړی

دسنډی ټلګراف ورځپاڼه هغه پوځې رپورټ ته اشاره کوی چې ددغه هیواد دپوځ عمومی ريیس ارکان جنرال سیر ریچارډ دانیت Sir Richard Dannatt یی دتیارولو امر کړی دی، اوپکی ویره څرګنده سوی ده چی په افغانستان کی ددوی دپوځ دمړو او ژوبلو دشمیری زیاتیدلو ددوی پوځ تر سخت فشار لاندی راوستلی دی.
هغه څه چی دورځپاڼی په وینا حیرانوونکی ترلاسه سوی معلومات بلل سوی دادی چې بریتانوی پوځ دخپلو پوځیانو دمرګ ژوبلی دقیقی شمیری په لاس کی نه لری، او همدا راز یو زیات شمیر پوځیانو ته مناسبی طبی مرستی هم نه رسیږی.
نوموړی رپورټ همدا راز دبریتانوی پوځ دمورال او وړتیا دکمزوری کیدو لامل دوی ته داړتیا وړ پوځی سامان الاتو کمزورتیا بللی ده ، اوزیاته کړی یی ده چی دمختلفو رتبو پوځیان له دی کبله سخت ځوریږی چې دوی ته پر وخت، او مناسب پوځی سامان الات نه رسیږی .
رپورټ زیاتوی چی پوځی قومندانان له دوی څخه په زیاتیدونکی ډول دخپلو پوځیانو له لوری دزیاتو غوښتنو اوله دوی سره دامکانیاتو دکموالی په سبب دهغوی غوښتنو ته نه لاس رسی یی ډیر ځوروی.
جنرال ډانیټ (چی دکار موده یی ددی میاشتی په پای کی پای ته رسیږی) داخبره منی چې په افغانستان کی پر مختګ ډیر په ورو دی، اودعملیاتو لپاره پوځی غوښتنی ورځ تر بلی زیاتیږی.
نور هغه ټکی چی نوموړی رپورټ ورته اشاره کړی هغه ټپی پوځیانو ته مناسبی طبی اسانتیاوی نه برابریدل، او دخپلو امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره دپوځیانو ډیر انتظار کول او همداراز دجګړی له ډګر څخه له راستنیدو وروسته په روانی ناروغیو له اخته کیدلو څخه یی دکورنیو سر ټکونه ده.
رپورټ زیاتوی چی په زرګونو پوځیان دپوځی عملیاتو وړتیا نه لری او پوځیان له بیوروکراتی اودوی ته په خپل وخت د معاشاتو له نه رسیدلو څخه هم ځوریږی .
ماخذ :
http://aljazeera.net/NR/exeres/CDB55EEB-D9CB-43DA-B026-223726F6604A.htm