کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو ، چې له انتخاباتو وروسته نن د لومړي ځل لپاره خپرې شوي خپل زیاتره مطالب د افغانستان انتخاباتو ته ځانګړې کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان لپاره روانو تیاریو ته په اشارې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې خلک غواړي پوه شي، چې کوم کس زیاتې راې ګټلي دي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو له نتایجو څخه نا رضایتي هم یوه جدي مسئله ده، چې کیداې شي ستونزې وزیږوي خو د انتخاباتو خپلواک کمسیون باید داسې تدابیرو ونیسي، چې د راتلونکو لانجو مخنیوې وشي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مسئله راخستې او لیکلي دي، چې د تیرو انتخاباتو په پرتله، چې پنځه کاله وړاندې شوي وو پدې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو تبصره کړې او د لویدیځ د یو لیکوال په حواله يې لیکلي دي، چې دا خبرې همدا اوس په مستقیم ډول روانې دي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي، چې د افغانستان خلک له دې ستر ازمون نه په بریالي توګه راووتل.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي، چې د افغانستان انتخابات د نړۍ په کچه له تود هرکلي سره مخامخ شوي او د نړۍ مشرانو هغه یوه ستره لاس ته راوړنه بللې ده.

د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې هم انتخاباتو ته اشاره شوې او لیکل شویدي، چې اوس يې وخت رارسیدلې، چې په هیواد کې د نظام د پیاوړې کولو لپاره کار وشي.

ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې د یو غښتلي نظام جوړیدل د ټولو خلکو بریا ګڼل کیداې شي خو که داسې یو نظام نه وي موجود نو معنې به يې دا وي، چې ملي ګټو ته هیڅ پام ندې شوې.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د انتخاباتو د بهیر پاې ته په اشارې لیکلي دي، چې واشنګټن د ولسمشر کرزي په نوی کابینه کې د مداخلې په هڅه کې دې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې امریکايي چارواکي په یوې داسې طرحې کار کوي، چې وکړاې شي ولسمشر کرزی د کابینې ترمیم او اصلاحاتو ته ترغیب کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو تبصره کړې او لیکلي دي، چې ددغو انتخاباتو د مخنیوي لپاره د شتو توطعو سره سره خلک د رایو صندقونو ته ولاړل او له دغه ارمون نه سر لوړي راووتل.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د همکارۍ مسئله راخستې او پدې ترڅ کې ځینو هغو بدګمانیو ته اشاره کړې، چې ددوی ترمنځ موجودې دي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو مسئله راخستې او لیکلي دي، چې ځینو څارونکو ډلو هم ددې یادونه کړې ده.

ورځپاڼې د انتخاباتو په امنیت هم تبصره کړې او لیکلي دي، چې د سختو تدابیرو سره سره بیا هم پدې ورځ شپږویشت کسه ووژل شول او دوه پنځوس نور ټپیان شول.

په ورځپاڼه کې د بګرام د زندان د روان حالت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې ددې زندان چارې، چې اوس د امریکایانو لخوا اداره کیږي باید افغان چارواکو ته وسپارلې شي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.

اصلاح پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې دا ځلې ولیدلې شول، چې د افغانستان خلکو د کاندیدانو تګ لارو او د هغوی پروګرامونو ته رایه ورکړې ده.

خو انیس بیا د افغانستان د انتخاباتو په اړه د امریکا د جمهور رئیس څرګندونې خپرې کړي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې دا انتخابات د وړاندې په لور یو مهم ګام وو.

افغانستان ټایمز:

دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په هیواد کې د پنجشنبې د ورځې انتخاباتو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، چې د خلکو رایو ته باید درناوې وشي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښۍ، چې ښايي دا انتخابات دویم پړاو ته ولاړې نشي

په ورځپاڼه کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مسئله هم راخستل شوې او لیکل شویدي، چې د شتو ګواښونو سره سره خلکو په انتخاباتو کې برخه واخستله.

ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د رایو اهمیت انځور کړې او دا يې ښودلې، چې ان یوه رایه هم اهمیت لري.