ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اگست 24th, 2009


De oorspronkelijke bijlage downloaden
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو بیا هم خپل زیاتره مطالب د افغانستان انتخاباتو او له هغې سره تړلو مسایلو ته ځانګړې کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند ددې ورخبانو مهم ټکې په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې بیا هم خپل زیاتره مطالب شویو انتخاباتو ته ځانګړې کړي او د خپل لومړي مخ په سر کې يې لیکلي دي ، شمارل شوې راې ښۍ، چې ولسمشر کرزی تر ټولو مخکې دې.

ورځپاڼه وايي ، چې ښاغلي کرزي پدې انتخاباتو کې په سلو کې یو اویا او د هغه نږدې رقیب ډاکټر عبداله په سلو کې دیرویشت راې ګټلې دي.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د ځینو هغو کړیو هڅو ته هم اشاره کړې، چې د ورځپاڼې په وینا د انتخاباتو د نتایجو په اړه بدګمانۍ پیدا کوي او پدې توګه غواړي د ولس پر میړانې خاورې وشیندي.

په ورځپاڼه کې د امریکا د ځانګړي استازې په حواله بیا لیکل شویدي، چې په انتخاباتو کې د درغلیو د تور په لږولو سره باید له اصلي لاره برې نښودلې شي.

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا غوښتنه کړې، چې د زمري د نهه ویشتمې په انتخاباتو کې د ولسم د بریکړې درناوې باید وشي.

ورځپاڼې په دوام کې دا انتخابات انتخابات د افغان ولس یوه ستره بریا بللې او لیکلي دي، چې هیڅ څوک دا حق نلري ، چې دا بریا په اوبو لاهو کړي.

په ورځپاڼه کې له ولسمشر کرزي سره د امریکا د سنا او کانګرس د ګډ پلاوي د لیدنې خبر هم خپور شوې او لیکل شوي، چې دغه پلاوي په افغانستان کې د رڼو انتخاباتو په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړې ده.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه د یوې اسیايي ډلې د رپورټ په استناد لیکلي دي، چې د انتخاباتو د مشروعیت په اړه قضاوت به له وخت نه مخکې خبره وي.

ورځپاڼې په دوام کې ددې دلې په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په بیلابیلو مواردو کې سرغړونې شویدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي، چې اروپايې ټولنه د افغانستان انتخابات ستايي خو په پلازمینه هم کې ټولو خلکو خپله راې نده کارولې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د انتخاباتو په بهیر کې موجودو نیمګړتیاو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمسیون باید دا نیمګړتیاوې وڅیړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي ديو چې د افغانستان سږني انتخابات هم د قومي او سمتي مسایلو تر اغیزې لاندې وو، ځکه د ورځپاڼې په وینا هیڅ یو کاندید ندې توانیدلې، چې د خپلې اوړندې سیمې پرته په بله سیمه کې د پام وړ راې ترلاسه کړي.

دې ورځپاڼې هم د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو د لانجې د ولاتړیدو تمه له مخکې نه کیدله.

په ورځپاڼه کې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون په حواله بیا دا هم لیکل شویدي، که تر هغو، چې ټول شکایتونه نه وي څیړل شوي د انتخاباتو نتایج به اعلان نشي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم پهخ بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستي دي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په شویو انتخاباتو تبصره کړې او د خلکو د رایو په درناوي یې ټینګار کړې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د روژې د مبارکې میاشتې په فضایلو تبصره کړې او پدې ترڅ کې خلک نیکو کارونو ته رابللي دي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستي نتایج د وږې د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه اعلانیږي.

دې ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونې راخستي او لیکلي دي، چې د بې قانونیو سره سره انتخابات په سمه توګه ترسره شول.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې د وزارت په حواله لیکلي دي، چې د پنځوسو قاچاق وړونکو د نیولو عملیات به ډیر ژر پیل شي.

دا د نشه يي توکو دا افغان قاچاق وړونکي د امریکا لخوا له طالبانو سره د اړیکو په درلودلو او مرستې تورن شویدي.

Copyright Larawbar 2007-2024