میدان وردګ : ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوي

د لراوبر اداره | اگست 24th, 2009


دافغانستان اسلامي جمهوریت
دمیدان وردګ ولایت
مطبوعاتي دفتر
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــپه میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۲۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې
دوږي۲ مه
دمیدان وردګ ولایت په لومړۍ بهسودو ولسوالۍ کې دملي پیوستون رپروګرام له لارې پنځه ویشت بېلابېلې پروژې د څه باندې لس میلونه افغانیو په ارزښت دکلیو پراختیا اوبیارغاونې وزارت په مالي بودیجه ددې ولسوالۍ ولسوال او پرمختایي شوراګانو استازو لخوا د پټۍ په پریکلولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

د کلیو بیارغاونې او پراختیا ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې دلمریزې بریښنا (سولر) د ۸۰۰ واټه بریښنا په تولیدولو،دشاتو،اوبو ذخیرې پروژه د ۱۲۰ متره مکعب په حجم ،دفرعی سړک دوه پروژې (۵) کیلومترو په اوږدواليد (۱۰) پلچکونه په شمول،د پلچکونو (۴) پروژې ،دکاریز کندلو (۴) پروژې د (۱۲۰۱) مترو په اوږدوالي، دکانال کیندلو او پخولو (۳) پروژې د (۳۳۳) مترو په اوږدوالي ،دچینو پخول د (۴۷) مترو مکعب حجم په لرولو،دغونډو تالارونو درې پروژې د(۵۴۳) متره مربع ځمکه کې،دپخلنځې دلوښو(۴) پروژې او داوبو دزیرمو پروژې شاملې دي چې د بند اوموچی قل،قل ګردی،داب پران،قل کلان،دکوته سیرک،دهن نیک،دهن شورابیک،قلعه مدد، دهن ابکوکار ،شهرنیرو،چهارپخڅه،بورتوب،قلعه نو،ګرم ابدیوالی،کوته سیرک،چک،قل دیداری او بای نط په کلیو کې دکلیو دبیارغاونې وزارت له بودجې څخه د (۱۰۱۹۶۰۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت اوخلکوپه سلوکې دلس فیصده ونډې اخیستنې سره دمرستندویه موسسی (سویډن کمیټې) او پراختیایي شوراګانو لخوا دملي پیوستون دپروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې، چې (۱۶۳۷) کورنۍ به ترې ګټه اخلي او تریوځایه به دسیمې دخلکو ستونزې هوارې او په راتلوونکی کې به دا ډول نورې پروژې هم دولایت په بېلابېلو ولسوالیوکې پلې شي .

Copyright Larawbar 2007-2024