کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان خبريال جان الله هاشمزاده د خواخوږۍ پيغامونه

د افغان خبريال جان الله هاشمزاده د خواخوږۍ پيغامونه

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!


افغان خبريال جان الله هاشمزاده


په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ناڅرګندو وسله والو نن له غرمې مخکې په لره پښتونخوا کې وتلې افغان خبريال  جان الله (هاشم زاده)دطورخم او پيښور تر منځ لاره کې په  داسې حال کې چې جلال اباد نه پيښورته پر لاره وه دجمرود په سيمه کې دسپرلۍ له موټره ښکته کړى او په ډيره بې دردۍ يې وژلې دى.


(انا لله وانا اليه راجعون)


دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشرتابه په داسې حال کې چې دارواښاد وژنه په کلکه غندي او هغه دبيان پر ازادۍ يو بې دريغه ګوزاراو دخبريالانو پروړاندې يومرګونى ګواښ بولي دهاشم زاده مړينه درسنيو دکور لپاره يوه تشه بولې او ځان دهغه له کورنۍ او دوستانو سره په دې ستر وير کې شريک بولي او دارواښاد لپاره دکايناتو دستر څښتن نه دفردوس جنت هيله کوي.


دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنې مشرتابه






دجبارخېل له خوادخواشنۍ اوددتسليت پيغام:


په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دختيځې سېمې يوځلانده ژورناليست ارواښادخداى بخښلى جان الله هاشمزاده دنامالوموكسانوله خوادخيبرددرې دسره كمرپه سيمه كې په بې رحمانه توګه په شهادت ورسېد،نه يواځې زه بلكې بلكې دپښتوژبې ټول ژورناليستان دهاشمزاده دقاتلينودنېولواوهمدارازدهغوي دمحاكمه كولوغوښتونكي يواودپاكستان له حكومته په جدې توګه ددې پېښې دڅيړنې غوښتونكي يو،اوداوژنه په كلكه غندو،په اخره كې دهاشمزاده له كورنۍ سره په دې غميزه كې ځان شريك بولواوكورنۍ ته يې دجميل صبرغوښتونكي يو.روح دې ښادوي .


جبارخېل






پريس کلب ږوب


د پريس کلب ږوب ‌‌ډپټي جنرل سکرټررفيع الله مندوخېل او ملګري په پېښورکي د پژواک خبري اژانس د خبريال جان الله  هاشم زاده مړينه په کلکه غندي . 






 


دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام


نيټه: ٢/٦/١٣٨٨ – ٢٤/٨/٢٠٠٩


      په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او تاند خبريال جان الله هاشمزاده چي په پاکستان کې د پژواک خبري آژانس او د شمشاد د تلويزيون لپاره د خبريال په توګه کار کاوه نن د هېواد د دښمنانو لخوا د خيبر ايجنسي په سيمه کې د مسافر وړونکي موټر څخه کښته او وروسته په شهادت ورسول سو.


انالله و انا اليه راجعُون


      خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد هاشمزاده شهادت هېواد ته يو فرهنګي ضايعه بولي او خپل د خواشينۍ مراتب د دوي محترمي کورني، فرهنګي ټولنو، د پژواک خبري آژانس او شمشاد تلويزيون ته وړاندي کوي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس او محترم کورني ته ېي جميل صبر غواړي.


په درنښت،


الحاج غرزي خواخوږی


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر


 



 


د خواشنۍ او ډاډګيرني پيغام  – د هلمند ژورنالستان


په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پژواک خبري اژانس ، شمشاد تلويزو او العربيه تلويزون خبريال جان الله هاشم زاده د نامعلومو وسله والو لخوا په بې رحمانه توګه هم دا نن د تورخم پر لويه لار شهيد کړل سو .


د هلمند ولايت ټول ازاد ژورنالستان د ارواښاد جان الله د شهادت په دې درانه وير او غم کي د مرحوم له کورنۍ او دوستانو سره ځان په بشپړه توګه ځان شريک بولي هغه کسان چي د ژورنالستانو په قتل لاس پوري کوي بايد په دې پوه سي چي په دې ډول به بريالي نسي چي د ژورناليزم د سپېڅلي مسلک لمن ورټوله کړي .


تير کال هلمند هم د يوې داسي وير جني پيښي شاهد وو چي ارواښاد روحاني يې له غيږي ووت . ځکه نو د هلمند ژورنالستان د الله جان هاشمزي د وير ښه ا ټکل کولاى سي . موږ به د الله جان هاشمزداده په شهادت وياړو ( د سپېڅلې دنده ، د شهادت مرګ ، بې ګناهي او د روژې مبارکه مياشت ) د انحضرت (ص) حديث دى (( په اخيره زمانه کي د نيکو انسانانو لپاره د مځکي تر سر د مځکي غيږ غوره ده )) .


په اخير کي د الله تعالي له دربار څخه د ارواښاد جان الله هاشمزاده درنې کورنۍ او دوستانو ته د جميل صبر دعا کو . او ارواښاد ته د فردوس جنګ غوښتونکي يو چي پيدا سوې تا ژړل خلکو خندا کړه داسي مړسه چي ته خاندي خلک ژاړي د هلمند ژورنالستان

تبصره نسته

  1. d janullah shahadat khpa krrm qatelynu ta pde dunia sharam aw pa hagha dunia d skar kanda d helmand jurnalistano manana wali pa ajlla sara lek nashrawe emlla aw ensha stasi lapara buneade shai dai janullah mu allah jan 2 zal leklai aw janat ferdaus janG ferdaus leklai dazi kh nwi drpse drust likl stasi poha khkara kawe

  2. د افغان ژورناليست شهيد جان الله هشمزاده د وحشيانه وژنې په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خواشينليک

    په ډېره خواشيني مو يو زړه بوږنږنکی خبر تر لاسه کړ چې په پښتني سيمه کې د يوشمېر غلو او نااهلو رزيلانو لخوا د افغان ژورناليزم تکړه، څانګپوه او په خپلو خلکو مين شخصيت تلپاتی جان الله هاشمزاده په شهادت رسېدلی، چې دغه ناببره پېښه د افغان ولس او د شهيد جان الله هشمزاده د کورنۍ لپاره لپاره يوه ستره ضايعه ده.

    افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغان ولس لپاره د يو څانګپوه روزل د ولس او ټولنې د مينې او وينې په لګښت تر سره کېږي، ځکه نو د څانګپوه خلکو ساتل، د هغوی له مسلکي پوهې ګټه پورته کول او د هغوی لپاره د کار د شرايطو رامنڅ ته کول يو له غوره ټولنيزو غوښتنو څخه ده.

    د ښاغلي جان الله هاشمزاده شهادت، نه داچې د ټولنې لپاره، بلکې د هغه د کورنۍ لپاره يو ستره بدمرغي ده او د اولاد، وروڼو او خويندو له سره د لارښود او ښوونکي ليرې کېدل دي او د کورنۍ مشر له لاسه ورکوي، نو افغانان او په تېره پښتانه بايد په دې پوه شي، چې يو شمېر غله د دوی ټولنه د جهالت کندې ته ورټېلوهي او په سيمه کې د جهالت جنډه رپوي، نو تاسو د سيمې خلک هم د مرحوم جان الله او نورو خلکو د وژلو په برخه کې د خدای په وړاندې مسؤل یې.

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان او د سيمي له چارواکو په زغرده غواړي، چې د شهيد جان الله هشمزاده د قاتلينو په نيولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي او هغه جانيان د قانون منګولو ته وسپاري او له مقرراتو سره دې سم سزا ورکړي.

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د شهيد هاشمزاده په غملړې شېبه کې د مرحوم جان الله له کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د لوی څښتن لخوا ورته د جميل صبر تمه کوي، (انا لله و ان الیه راجعون).

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه

  3. دخواشينۍ پيغام

    په ډېرې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دپښتو ژبې تكړه ليكوال ،ژورنالېست اوشنونكى په پېښور كې دشمشاد تلوېزون خبريال جان الله هاشم زاده ددوشنبې په سهار دپېښور تورخم په لويه لاره دخيبر په دره كې دپښتنو ددښمنانو له خوا په شهادت ورسول شو.
    اناالله واناايهې راجعون.

    دپكتيا ولايت ژورناليستان ،پكتيامډياسنټر،دپكتيا دكلتوري ټولنې ګډه جرګه ،اوداطلاعاتواوكلتور رياست دنوموړي مړينه دپښتو ژبې لپاره يوه لويه ضايعه بولي اوكورنۍ ته ېې دجميل صبر غوښتونكي دي اودارواښاد دكورنۍ سره په دې غم كې ځانونه شريك بولي.

  4. د افغان ژورناليست شهيد جان الله هاشمزاده د وحشيانه وژنې په اړه
    په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې خواشينليک

    په ډېره خواشيني مو يو زړه بوږنونکی خبر تر لاسه کړ چې په پښتني سيمه کې د يوشمېر غلو او نااهلو رزيلانو لخوا د افغان ژورناليزم تکړه، څانګپوه او په خپلو خلکو مين شخصيت تلپاتی جان الله هاشمزاده په شهادت رسېدلی دﺉ، چې دغه ناببره پېښه د افغان ولس او د شهيد جان الله هاشمزاده د کورنۍ لپاره يوه ستره ضايعه ده.

    افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغان ولس لپاره د يو څانګپوه روزل د ولس او ټولنې د مينې او وينې په لګښت تر سره کېږي، ځکه نو د څانګپوه خلکو ساتل، د هغوی له مسلکي پوهې ګټه پورته کول او د هغوی لپاره د کار د شرايطو رامنځ ته کول يو له غوره ټولنيزو غوښتنو څخه ده.

    د ښاغلي جان الله هاشمزاده شهادت، نه داچې د ټولنې لپاره، بلکې د هغه د کورنۍ لپاره يوه ستره بدمرغي ده او د اولاد، وروڼو او خويندو له سره د لارښود او ښوونکي ليرې کېدل دي او د کورنۍ مشر له لاسه ورکول دي، نو افغانان او په تېره پښتانه بايد په دې پوه شي، چې يو شمېر غله د دوی ټولنه د جهالت کندې ته ورټېلوهي او په سيمه کې د جهالت جنډه رپوي، نو تاسو د سيمې خلک هم د مرحوم جان الله او نورو خلکو د وژلو په برخه کې د خدای په وړاندې مسؤل یاست.

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان او د سيمي له چارواکو په زغرده غواړي، چې د شهيد جان الله هاشمزاده د قاتلينو په نيولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي او هغه جانيان د قانون منګولو ته وسپاري او له مقرراتو سره دې سم سزا ورکړل شي.

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د شهيد هاشمزاده د شهادت په غملړې شېبه کې د مرحوم جان الله له کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د لوی څښتن لخوا ورته د جميل صبر تمه کوي، (انا لله و ان الیه راجعون(.

    په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
    د ۲۰۰۹ م ک د آګست ۲۴ نېټه

  5. د جان الله هاشم زاده په وژل کېدو خپل د خواشينۍ مراتب څرګندوم.
    د هاشم زاده وژل کيدو په اړه ټول افغان ولس او په ځانګړې ډول د ده پښتنې او وياړلې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او همکارانو ته تسليت وايم، د صبر او زغم غوښتنه ورته کوم او دعا کوم چې د ده شهادت دې د الله ج په وړاندې قبول او برين جنت يې په برخه شي.
    هاشم زاده پر هيواد مين خبريال و، د هيواد مينه يې د وجود په زره زره کې اغږل شوې وه، هغه د افغان ولس نژدې خواخوږى او تل يې د افغان ولس د دښمنانو څېرې خلکو ته بربنډولې.
    هغه په دې وروستيو کې ډېر ارزښت من کار د هيواد له پاره ترسره کړ چې هغه په پاکستان کې د افغانستان پر ملکيتونو چې سلګونو جريبو ته رسېده د تحقيقي ګزارش جوړول وو.
    ده په دغه ګزارش کې چې د اريانا تلويزيون له څپو خپور شو ويلي وو چې دغه ملکيتونه زياتره يې په تېرو دېرشو کلونو کې غصب شوي دي.
    ده په خپل دغه ګزارش سره د دغو ملکيتونو د بېرته ترلاسه کولو له پاره د افغان ولس ته ستر خدمت وکړ.
    افغان ولس به تل پر ده وياړي، هغه چې د هرچا له خوا وژل شوى بايد دغه پيغام په وازو غوږو واوري چې هغه مړ نه دى هغه د افغان ژورناليزم بيرق په پوره مېړانه سره اوچت کړى او دا بيرق به انشالله د ده پيروان د تل له پاره اوچت او رپانده ساتي.

  6. په ډيري خواشينۍسره مودغه خبرترغوږوسوچي په پېښورکي دشمشادټلوېزيون اوپژواک خبري اژانس پېژندل سوى خبريال جان الله(هاشمزاده)دنامعلومو کلک زړووسلوله خواپېښورته نيژدي په شهادت ورسيدى،په کندهارکي ټول فرهنګيان،ژورناليستان اودقلم څښتنان دغه وژنه په کلکه غندي اودقاتلينو دنيولواومحکمه کولوغوښتنه يې کوي .
    دخداى بخښلي (هاشمزاده )لپاره دلوى څښتن (ج)له دربارڅخه فردوس جنت اوکورنۍته يې دجميل صبر غوښتنه کوي اودمرحوم له کورنۍسره ځان په دغه لوى غم کي شريک بولي .
    اروادي يې ښاده وي

  7. Iam very very sad by hearing bad news of Janullah Hashimzada leaving among us by bad people of this world. Allah bless him and his family.

  8. دهر څه نه د مخه ښاغلی هاشم زاده ته الله ج له دربار نه دعفوه او بخشش
    غوښتنه کوم او ورسته پاتی اقربآ ته یی دالله ج له دربار نه دصبر جمیل
    غوښتنه کوم