امارات دشمالي كوريا په وسلو بار كښتۍ نيولي دي

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2009


د متحده عربې اماراتو سمندري ځواكونو د شمالي كوريا يوه په وسله بار كښتۍ چي ګومان كيږې دغه وسله ېي ايران ته ليږدوله نيولي .

د اماراتو يو تن ډپلومات دخپل نوم دنه خودلو په شرط رويټرز خبرې اژانس ته ويلي چي متحده اماراتو دغه ګام په شمالي كوريا او ايران دامنيت د نړيوالي شورا د بنديزونو تر مخه اخيستي.

د يادوني وړده چي په ايران او شمالې كوريا دواړو باندي دوسلي د پلورلو او رانيولو بنديز د امنيت د نړيوالي شورا له لوری لګيدلئ دئ .

سياسي شنونكي وايي چي داماراتو دغه ګام به د ايران او اماراتو په اړيكو منفي اغيز وكړې چي لا دمخكي نه چاندانې سم نه دي .

Copyright Larawbar 2007-2024